1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان خپل دافع هوا سيستم اوکراین ته سپارلی دی

۱۴۰۲ فروردین ۳۰, چهارشنبه

آلمان له اوکراین سره د وسلو په برخه کې د تازه مرستو په لړ کې دغه هېواد ته د پاتریوت په نوم دافع هوا سیستم ورکړی دی. اوکراین تمه لري چې د دې سیستم په مرسته د روسیې هوایې بریدونه شنډ کړي.

https://p.dw.com/p/4QIbS
Patriot Flugabwehrsystem
انځور: Axel Heimken/dpa/picture alliance

د آلمان حکومت په خپل ویبسایټ کې له اوکراین سره د خپلو مرستو په لړ کې اعلان کړی دی چې د پاتریوت په نوم هوایي سیستم یې اوکراین ته تسلیم کړی دی. د آلمان د خبرې آژانس په حواله، په دې وروستیو کې د دغه هوایي دفاعي سیسټم عملیاتي ټیمونه چې د امریکا متحده ایالاتو له خوا روزل شوي، په خپلو ګډو تمرینونو کې د ناټو غړي په یوه هېواد کې خپل ځواک ښودلی دی.

په دې اړه اړوند مطلب: آلمان او امریکا اوکراین ته زغروال ټانکونه ورکوي

په دې ډول د اوکراین د هوایي دفاع سیستم کارکوونکي اړینې زده کړې ترسره کړي، ترڅو وکولای شي په بریالي توګه د پاتریوت سیستم د روسیې هوایې بریدونو پر وړاندې د دفاع له پاره وکاروي.پاتریوت د نړي په کچه د هوایي دفاع له پاره تر ټولو مډرن سیستم دی. د هوایي دفاع دا سیستم کولای شي د الوتکو، بالستیکي راکټونو او کروز توغندې پر وړاندې وکارول شي.

آلمان د امریکا له متحده ایالاتو سره پرېکړه کړې وه چې د هوایي دفاع مډرن سیسټم اوکراین ته په واک ورکړي ترڅو دا هېواد د روسیې یرغل پروړاندې خپله دفاع وکړي.

(dpa) pa/af