1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتین: آلمان اوس هم د امريکا په «ولکه» کې دی

۱۴۰۱ اسفند ۲۴, چهارشنبه

ولاديمير پوتين د «نارد ستريم ۲» ګازو نل ليکې د چاودنې د نه غندلو له کبله پر آلمان سختې نيوکې کړي. پوتين دا هم ويلي دي چې اروپايي مشران د امريکا د ګواښونو له ويرې د خپلواکۍ او آزادۍ د احساس له لاسه ورکولو په حال کې دي.

https://p.dw.com/p/4OiiW
د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين پر آلمان سختې نيوکې کړي
د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين پر آلمان سختې نيوکې کړيانځور: Horacio Villalobos/dpa/picture alliance

د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين ويلي چې د «نارد ستريم ۲» په نوم د ګازو پر نل ليکې چاودنې ته د آلمان د غبرګون نه ښوولو څخه داسې څرګنديږي چې دا هيواد اوس هم «تر ولکې لاندې» دی او د دویمې نړيوالې جګړې تر ختمیدو وروسته د بيرته سپارلو تر لسیزو وروسته هم په آزاده توګه عمل نه شي کولی.

د روسیې د «نارد ستريم» ګازو نل ليکو کې د تېر کال د چاودنو د څېړنې په هکله لویدیځو هيوادونو او آلمان محتاط غبرګون ښوولی دی. دا هيوادونه که څه هم وايي چې دا يو قصدي عمل وو خو له دې ويلو ډډه کوي چې د دوی په آند یې پړه د چا پر غاړه ده.

روسي خبري آژانسونو د پوتين په حواله ويلي: «خبره داده چې اروپايي سياستوالو تر دویمې نړيوالې جګړې وروسته پخپله په عموميت کې ويل چې آلمان نور يو بشپړ خپلواک دولت نه دی.»

اړونده موضوع: شولڅ: پوتين ما او یا آلمان ته ګواښ نه دی کړی

د روسیې له «رشيا ۱» تلویزيوني شبکې سره په مرکه کې ولاديمير پوتين وويل: «شوروي اتحاد په يوه مرحله کې خپل ځواکونه بيرته ور غوښتي ول او پر هېواد یې قبضه پای ته ورسوله خو ټول پوهيږي چې امريکايانو داسې ونه کړل. هغوی اوس هم پر آلمان قابض دي.»

پوتين وويل چې پر نارد ستريم نل ليکو چاودنې «په دولتي کچه» شوې وې او دا «مطلق بې معنا» خبره ده چې د اوکراين يوه پلوي ډله د دې پېښې مسئوليت لري. 

د يادو نل ليکو له لارې د روسیې ګاز آلمان ته انتقاليده خو يو کال تر مخه پر اوکراين د روسیې تر بريد وروسته د آلمان حکومت د روسیې د ګازو او تېلو پر محصولاتو د انحصار راکمولو په ګامونه پېل کړي ول.

په باخموت ښار کې له تېرو څو مياشتو راهېسې شديده جګړه روانه ده
په باخموت ښار کې له تېرو څو مياشتو راهېسې شديده جګړه روانه دهانځور: LIBKOS/AP Photo/picture alliance

په دې نل ليکو کې د چاودنو په اړه آلماني مشرانو محتاط غبرګون ښوولی وو. د دفاع وزير بورس پستوريس تېره اونۍ ويلي ول چې کيدای شي دا چاودنې «د يوه درواغچن عمل له لارې پر اوکراين د پړې اچولو له پاره ترسره شوي وي.»

کيف د باخموت د دفاع ټينګ هوډ لري

د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلنسکي وويل چې پوځي قوماندانان یې روسيې ته «د امکان تر حده ډېر» زيان رسولی شي.

نوموړي له خپلو قوماندانانو سره د باخموت پر وضعيت تر خبرو اترو وروسته وويل چې پوځيان یې د باخموت په شمول د ټولې ختيځې برخې د دفاع هوډ لري.

اړونده موضوع:«له اروپا سره به د روسیې جګړه یوه لسیزه دوام وکړي»

نوموړي په يوه ويډيويي پېغام کې وويل: «د ټولو پوځي قوماندانانو دا څرګند دريځ وو چې د دې برخې بشپړه دفاع به وکړي او يرغلګرو پوځونو ته به د امکان تر حده ډېر زيان ورسوي.»

په باخموت کې له تېرو څو میاشتو راهېسې شديده جګړه روانه ده. روسيه غواړي چې د اوکراين د دونيڅک سيمه ولکه کړي. که څه هم چې د روسیې له خوا به د دې ښار قبضه کول د کراماتورسک او سلوويانسک ښارونو کې پرمختګ آسانه کړي خو دفاعي چارواکي وايي چې دا به ډېرې ستراتيژيکې ګټې ونه لري.

د امريکا د دفاع وزير لوید استين د روانې میاشتې په پېل کي ويلي ول:  «زما په آند دا ډېر ستراتیژيک او عملياتي اهميت نه لري، بلکې یوازې سمبوليک اهمیت لري.»

ب. ص/ ن. ز (Reuters, AP, AFP)

زموږ له آرشيف څخه: