1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستد فلسطین سیمه

قطر د حماس له بند څخه د یرغمل شوو خوشې کیدو ته خوشبینه دی

۱۴۰۲ مهر ۳۰, یکشنبه

د قطر په منځګړیتوب د حماس له بنده د دوو یرغمل شوو تر خوشې کیدو وروسته، دوحې د نورو ملکیانو د خوشې کیدو احتمال په اړه خوشبیني ښودلې. په افغانستان کې د طالبانو واک ته له رسیدو وروسته قطر ته یو وار بیا توجه زیاته شوې ده.

https://p.dw.com/p/4Xs9d
Freilassung US Geiseln Judith Tai Raanan Natalie Shoshana Raanan
دوه امریکایانې چې د حماس له بند څخه آزاد کړای شوي ديانځور: Government of Israel via REUTERS

په دې وروستیو کې دوه یرغمل نیول شوي امریکایانې چې یوه یې مور او بله یې لور وه، د قطر هیواد په منځګړیتوب د حماسله بنده آزاد شول. اوس د قطر د بهرنیو چاروزارت د نورو یرغمل شوو کسانو د خوشې کیدو د احتمال خبر ورکړی دی. د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند مجید الانصاري له «ولټ ام زونټاګ» المانۍ ورځپاڼې ته ویلي دي: «مونږ په داسې یو مسیر کې قرار لرو چې ژر به په ځانګړې توګه د ملکي کسانو د خوشې کیدو سبب شي.»

د اکتوبر میاشتې په ۷ نیټه په غزې تراډه کې پراسرائیلو د حماس تر برید وروسته، دا د حماس له خوا د يرغمل نيول شوو کسانو لومړۍ آزادیدنه ده. ویل کیږي چې حماس تر ۲۰۰ ډیر ملکیان چې الماني اتباع هم په کې شامل دي تښتولي دي.

دا چې قطر په ۲۰۲۱م کال کې په افغانستان کې د طالبانو یو وار بیا واک ته تر رسیدو وروسته د منځګړي په توګه د خلکو پام را اړولی دی، له یوې خوا دوحې سره د اسلامپاله ډلو د اړیکو او له بلې خوا له لویدیځو هیوادونو سره یې د روابطو پورې اړه لري.

۱۷ کلنه فلسطينۍ نجلۍ د اسرائیلو له بنده آزاد شوه

په فارس خلیج کې دغه عربي هیواد له تیرو ۱۵ کلونو راهیسې د حماس تر ټولو مهم ملاتړی بلل کیږي. خو ویل کیږي چې قطر د ایران برخلاف له حماس سره د وسلو مرسته نه کوي، بلکې دغه بډایه هیواد د حماس ډلې مالي ملاتړ کوي.

حماس: د یرغمل شوو ملکیانو د خوشې کیدو له پاره مختلفو هیوادونو سره په تماس کې یو

په لبنان کې د حماس استازی اسامه حمدان وایي، حماس له «جګړې وروسته» د اسرائیلي یرغمل شوو سرتیرو د آزادۍ په هکله مذاکره کوو. د هغه په خبره په غزې تراډې د اسرائیلو د برید تر پای ته رسیدو پورې به «پر دې موضوع بحث ونه شي.»

حمدان له اسرائیلي محبسونو څخه د فلسطیني زندانیانو د خوشې کیدو ضمانت پر لزوم د ټینګار تر څنګ زیاته کړی ده چې حماس د یرغمل شوو ملکي کسانو د آزادیدو په اړه له مختلفو هیوادونو، د هغو له ډلې څخه مصر، قطر، ایران، ترکیه، چین او روسیې سره په تماس کې دی.  

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا