1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيد فلسطین سیمه

د غزې په ارتباط تازه پرمختګونه

۱۴۰۲ مهر ۲۹, شنبه

اسرائیلي رسنيو ویلي چې د دغه هیواد امنیتي بنسټونو د حماس د تروریستي حملې په اړه ښکاره نخښې له پامه غورځولي. حماس دوه یرغمل شوي کسان خوشی کړي. بایډن وایي د حماس برید اسرائیلو ته د سعودي د نږدې کیدو د مخنیوي له پاره وو.

https://p.dw.com/p/4XqMe
Israel | Militärübungsgelände UWTC
انځور: Jack Guez/AFP/Getty Images

د «اسرائیل ۱۲» تلویزوني شبکې بې د سرچینې نوم له یادولو څخه رپوټ ورکړی چې د دغه هیواد امنیتي بنسټونو د اکتوبر په ۷ نیټه د حماس د قریب الوقوع حملې په اړه «ښکاره نخښې» له پامه غورځولي دي. په دې رپوټ کې راغلي دي چې د دې جګړې په اړه ښکاره خبرداری ورکړل شوی وو چې یوه ترهګره ډله هڅه کوي له سرحد څخه واوړي.

د دغه رپوټ پر بنسټ له دې برید څخه دحماس هدف دا و چې یوه یا دوه سیمې ونیسي او خلک له ځان سره یرغمل کړي. دغه پيغامونه د شین بت یو شمیر لوړپوړو چارواکو او پوځ ته، د نورو ترڅنګ د هرتزې هالوی پوځ مشر ته ورکړل شوي وو.

د دې شبکې د رپوټ پر بنسټ د دې موضوع په اړه مشورتي غونډه د سهار په ۴ بجو ترسره شوې وه او د حماس برید په ۶ بجو او ۲۹ دقیقو پیل شو چې په ترڅ کې یې ۱۴۰۰ تنه ووژل شول.

د اسرائیل د داخلي امنیت او استخباراتي سازمان (شین بت) یوازې یوه کوچنۍ عملیاتي ډله سرحد ته واستوله. کله چې حماس په څو نقطو کې د اسرائیل پر سرحد برید وکړ، دغې عملیاتي ډلې یوازې په «کیبوتص» کې چې د ګډې استوګنې سیمه ده، جګړه کې برخه واخیستله.

د حماس برید د اسرائیل او عربستان د نزدې کیدو د مخنیوي له پاره وو

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن اټکل کوي چې د اکتوبر په ۷ نیټه د اسرائیل پر ملکي خلکو د حماس دغه ستر برید اسرائیل ته د سعودي عربستان د نږدې کیدو او د دغو دوو هیوادونو د اړیکو عادي کولو هڅو د تخریبولو له پاره ترسره شوی دی.

د جمعې په ورځ د ټاکنیزو کمپاینونو له پاره د بسپنو را ټولولو په یوه پروګرام کې بایډن وویل: «یوه له دلایلو څخه چې حماس پر اسرائیلو برید کړی وو دا و چې هغوی پوهیدل چې ما له سعودي عربستان سره خبرې کړي دي او سعودي غواړي اسرائیل په رسمیت وپیژني.»

له اسرائیل سره د سعودي او نورو عربي هیوادونو د اړیکو عادي کول د جون په میاشت کې منځني ختیځ ته د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتونیو بلینکن د سفر یو له لومړیتوبونو څخه وو. هغه وویل چې په نږدې راتلونکي کې په دې برخه کې د پرمختګ تمه نه کیږي.

حماس دوه یرغمل کسان خوشی کړي

د حماس ترهګرې ډلې د جمعې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د (بشردوستانه دلایلو) پر بنسټ د دوو امریکایي یرغمل نیول شوو کسانو د خوشې کولو خبر ورکړ. د دغې اعلامیې په اساس خوشې کړای شوي کسان یوه امریکایي ښځه او لور یې ده چې د قطر هیواد په منځګړیتوب خوشې کړای شوي دي. دوی د سره صلیب نړیوالې کمیټې ته سپارل شوي دي. د امریکا ولسمشر جو بایډن له دغې مور او لور سره تلیفوني خبرې هم کړي دي.

Israel Freilassung US Geiseln Natalie Raanan Telefonat Biden
د امریکا ولسمشر جو بایډن د حماس له خوا له آزاد شوو ښځو سره خبرې وکړېانځور: US Embassy in Jerusalem/AFP

د اکتوبر د ۷ نیټې په برید کې د حماس جنګیالیو نږدې ۱۴۰۰ اسرائیلیان ووژل او تر ۲۰۰ ډیر کسان یي یرغمل ونیول او د غزې تراډې ته یي انتقال کړل. په یرغمل نیول شوو کسانو کې بهرني یا دوه تابعیته، ماشومان او د پاخه عمر لرونکي کسان شامل دي. د المان د بهرنیو چارو وزارت په دې برید کې د خپل هیواد د ۸ تنو اتباعو یرغمل نیونه هم تائیده کړې ده.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص