1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

المان: د مجرمینو د اخراج په اړه طالبانو سره همکاري نه کوو

۱۴۰۳ خرداد ۱۹, شنبه

المان د تاوتریخوالي ډک اعمالو ترسره کوونکو او جنایي مجرمینو د اخراج په اړه د طالبانو همکاري نه مني. د طالبانو ادارې د بهرنیو چارو وزارت په دې برخه کې د ممکنه همکارۍ لپاره چمتو والی ښودلی وو.

https://p.dw.com/p/4gopg
Deutschland | Abschiebung | Symbolbild
آرشیف انځور: خپل هیواد ته د افغان مجرم مهاجرو اخراجانځور: Daniel Kubirski/picture alliance

المان ویلي دي چې د افغان مجرمینو د اخراج په برخه کې له طالبانو سره همکاري نه کوي. د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ماښام ویلي دي چې طالبان د امادګۍ په اعلانولو سره په نړیواله کچه د په رسمیت پيژندل کیدو په لټه کې دي.

د المان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: «دا یو واقعیت دی چې د المان حکومت د بل هر هیواد په څیر نه غواړي چې په افغانستان کې د طالبانو رژیم په رسمیت وپيژني او له هغوی سره به همکاري ونه کړي.» نوموړي وزارت ټينګار کړی دی چې یوازې په انفرادي مواردو کې «په تخنیکي کچه» ځینې تماسونه موجود دي.

په منهایم ښار کې د یوه افغان مهاجر تر برید وروسته چې په ترڅ کې یې یوه الماني پولیس خپل ژوند له لاسه ورکړ، د دوی هیوادونو ته د هغو مهاجرو د اخراجولو په هکله بحثونو یو وار بیا زور واخیست چې د جنایي او تاوتریخوالي ډکو اعمالو مرتکب کیږي.

د المان صدراعظم اولاف شولڅ افغانستان او سوریې ته د مجرم او خطر پيښوونکو مهاجرو د اخراجولو خبره کړې ده. د المان د کورنیو چارو وزارت د دې پریکړې د ارزولو په حال کې دی او په دې برخه کې د آسانتیا په رامنځته کولو کار کوي.

د طالبانو د امادګۍ اعلان

طالبانو اعلان کړی دی چې د دغه هیواد د مجرم او خطرناکو کسانو د منلو په برخه کې همکارۍ ته تیار دي. د طالبانو ادارې د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د جمعې په ورځ په خپل ایکس شبکه کې ولیکل: «د افغانستان اسلامي امارت له الماني چارواکو څخه غواړي چې دغه موضوع دې د عادي قونسلي اړیکو او مناسب مکانیزم په چوکاټ کې، د دوه اړخیزې موافقې په اساس حل او فصل کړي.»

د پاکستان په شان د افغانستان ګاونډیو هیوادونو ته د دا ډول کسانو د اخراجولو موضوع ته هم د یوه انتخاب په توګه د المان حکومت ته نسبت ورکول کیږي. خو طالبانو د دې احتمالي طرح پر وړاندې غبرګون ښودلی دی. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي دي چې ټولو هیوادونو ته د افرادو استول، له موجوده کنوانسیونونو څخه سرغړونه ده.

افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه انديښنې

په ورته وخت کې په افغانستان کې د بشري حقونو د خراب وضعیت په اړه انديښنې هم مطرح کیږي. په افغانستان کې یو وار بیا د طالبانو واک ته له را رسیدو وروسته، دغې ډلې په مخ پر ډیریدونکي ډول پر خلکو محدودیتونه وضع کړي دي. انسانان په پرله پسې ډول د خلکو په عام محضر کې مجازات کیږي.

په دې وروستیو کې پهافغانستان کې د ۶۳ ښځو او نارينه و د مجازات کیدو په غبرګون کې د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو د کمیسارۍ ویاند جیریمي لارنس ویلي دي: «مونږ په افغانستان کې په پرله پسې ډول په پراخه پيمانه د بدني سزاګانو عملي کیدو سخت انديښمن کړي یو. د جون میاشتې په څلورمه نیټه، له ۶۳ نارينه او ښځو څخه تشکیل شوې یوه ډله د سرپل په یوه ورزشي ځمکه، د یو لړ ادعا شوو جرمونو، د هغو له ډلې څخه [له کوره تيښته او اخلاقي جرایمو] په ارتباط د خلکو په عام محضر کې په دورو ووهل شول.»

په المان کې داخلي غبرګونونه

یو شمیر الماني سیاستوال د دغه هیواد د صدراعظم اولاف شولڅ د ژمنو عملي کیدو ته د شک په سترګه ګوري. د بایرن ایالت لومړي وزیر او د همدې ایالت د سوسیال مسیحي ګوند مشر مارکوس زودر ویلي دي چې «ویره لري، هسې نه چې د اروپا انتخاباتو په پام کې نیولو سره، د لومړي وزیر څرګندونې د ټاکنیزو کمپاینونو په خاطر وي.»

زودر وویل: «تر اوسه پورې هیڅ نه دي پيښ شوي. تر هغه وخته پورې چې زرغون ګوند حرکت ونه کړي، د لومړي وزیر بیانیه به مرسته ونه کړي. مرکزي حکومت باید بالاخره دغه تصمیم ونیسي. دا د زرغون ګوند له پاره یوه ستونزه ده.»

سربیره پر دې د المان د زرغون ګوند غړي یولیان پالکه، هم د المان د لومړي وزیر دغه نظر «غیر واقعي» او له قانوني پلوه یې هم نه عملي کیدونکی بللی دی. زرغون ګوند د المان په ائتلافي حکومت کې شریک لوری دی.

دغه ډله د مجرم او خطرناکه کسانو د بیرته ستولو په برخه کې په کابل کې د طالبانو له ادارې سره د همکارۍ په شدید ډول مخالفه ده.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا

له هامبورګه تر کابله، داسې سفر چې پای یې ځان وژنه وه