1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
کډواليپاکستان

عمران خان: له افغان کډوالو سره روان چلند غیر اسلامي دی

۱۴۰۲ آذر ۱۷, جمعه

د پاکستان پخواني لومړي وزیر له پاکستانه د افغان کډوالو اجباري اېستلو ته په غبرګون کې ویلي دي، چې له افغانانو سره ناوړه چلند د دواړو هيوادونو اړیکې زیانمنوي.

https://p.dw.com/p/4Zubx
عمران خان ویلي، ۱،۵ میلیونه کډوال د ۲۵۰ میلیونه وګړو لپاره بار نه دي
عمران خان ویلي، ۱،۵ میلیونه کډوال د ۲۵۰ میلیونه وګړو لپاره بار نه ديانځور: Mohsin Raza/REUTERS

پخواني لومړي وزیر او د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان چې اوس په زندان کې دی، د افغان کډوالو د اېستلو په اړه ویلي دي چې له افغان کډوالو سره د روان چلند د اسلام دین او ټولنیزو ارزښتونو ضد عمل دی.

دغه ګوند پر خپل اکس پاڼه د ښاغلي خان پيغام خپور کړی دی، چې پکې راغلي دي: «هجرت په اسلام کې ځانګړی ځای لري او حضرت موسی، ابراهیم او رسول الله صلی الله علیه وسلم ټول د هجرت له سختو تېر شوي دي.»

عمران خان زیاته کړې ده چې ۱،۵ میلیونه افغان کډوال د یوه هيواد ۲۵۰ میلیونه وګړو له پاره هیڅ ډول دروند بار نه دی.

د عمران خان په خبره وختونه باید ملتونه سره لرې نه کړي، بلکې د دواړو ګاونډیو هېوادونو وګړي د وخت په تېرېدو یو بل ته اړتیا لري.

د عمران دا غبرګون داسې مهال دی چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي چې د ناقانونه کډوالو شتون د پاکستان پر امنیت او اقتصاد منفي اغیزې کړی دی.

د پاکستان د پوځ یوې ویناپاڼې د لوی درستیز جنرال عاصم منیر، له قوله لیکلي دي چې ټول بهرني کډوال به په عزت سره خپلو هېوادونو ته ستانه کړای شي.

سره له دې چې له پاکستانه په اجباري ډول د رااېستل شویو ټولوافغان کډوالوکره شمېرې نشته، خو د طالبانو د کډوالو چارو وزارت ویلي دي چې په سلونو زره کډوال هېواد ته ستانه شوي دي.

زموږ له آرشيف څخه:

کراچۍ؛ پولیسو په لسګونو افغانان نیولي