1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عباس د «پخلاينې کمېټې» غوښتونکی شو

۱۴۰۲ مرداد ۹, دوشنبه

له اسرائيل سره – یا د اسرائيل خلاف؟ دا پوښتنه په ځانګړې توګه د دوو لویو فلسطیني سازمانونو، فتح او حماس تر منځ د وېش کرښه جوړوي. د فلسطينيانو مشر عباس د روغې جوړې په لټه کې دی.

https://p.dw.com/p/4UaT1
Ägypten Versöhungsgespräche mit der Hamas
انځور: Thaer Ganaim/apaimages/IMAGO

د فلسطین ادارې مشر محمود عباس د حماس له مشر اسماعیل هنیه سره په کتنه کې د «پخلاینې کمېټې» د جوړولو اعلان وکړ. عباس د مصر په العالمین ښار کې وویل، هغه »د خبرو اترو د دوام« او »جلا والې ختمول او د فلسطین ملي یووالي« غوښتونکی دی. عباس په ساحلي ښار کې د پخلاینې خبرې یو »لومړی او مهم ګام« بللی دی. خو تر دې وړاندې د دواړو سیاسي سیالانو ترمنځ ناندرۍ یو ځل بیا راپورته شوې وې.

عباس يووار بیا خپل د فلسطین د ازادۍ سازمان هغه ادعا چې د اردون سيند په لوېديځه غاړه کي يې واک په لاس کي دی بیا تائید کړه. هغه وویل چې »د فلسطین د آزادۍ سازمان د فلسطين د خلکو یوازنی مشروع استازی دی او د يوه واحد هيواد، يوه واحد نظام، يوې واحد مقننه قوې او يوه واحد قانوني اردو» غوښتونکی دی.

Hamas-Protest in Gaza
حماس د ازادو ټاکنو غوښتنه کويانځور: Mohammed Talatene/dpa/picture alliance

حماس د آزادو انتخاباتو غوښتنه وکړه

د حماس مشر هنيه پر عباس غږ وکړ چې د امنيتي مسايلو په اړه له اسرائيل سره همکاري پای ته ورسوي. برسېره پر دې د فلسطين د ازادۍ سازمان بايد «بیاطراحي» شي او یو نوی ټول گډونه پارلمان د آزادو دیموکراتیکو ټاکنو پر بنسټ جوړ شي. هنيه د يادې کمېټې جوړېدل تائيد کړل، خو نور جزئيات يې ورنه کړل.

اسلامپاله حماس ډله له ۲۰۰۷م کال راهیسې د غزې پر تړانګه واکمني کوي. عباس او هنیه له اسرائيل سره د چلن په برخه کې پر خپل متفاوت نظر باندي همداسي پاته دي. په داسې حال کې چې ٨٧ کلن عباس د «سوله ايز ولسي مقاومت» غږ کړى، خو د حماس مشر هنيه د «هر اړخيز مقاومت» غوښتنه کړې ده.

سخت سري سیاسي سیالان

د فلسطين د آزادۍ سازمان د خپلواک فلسطين جوړلو ته ژمن دی چې له اسرائيل سره سوله ايز و اوسيږي. په دې کي څو ډلې راځي، خو نه حماس او اسلامي جهاد. حماس یوه سخت دریځه اسلامپاله ډله ده چې د جرمني، اروپايي ټولنې، متحده ایالاتو او ځینو عربي هيوادونو له خوا د تروریستي سازمان په توګه طبقه بندي شوې ده. د دوی هدف د اسرائيل دولت له منځه وړل دي. په ۲۰۰۷م کال کې د غزې په تړانګه کې د فتح ډلې پر وړاندې له یوې خونړۍ جګړې وروسته يې واک ترلاسه کړ.

د ایران تر ملاتړ لاندې وسله وال اسلامي جهاد چې په غزې تړانګه کې د برتري له پاره له حماس سره سیالي کوي، په دې غونډه کې یې ګډون ونه کړ.