1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په الاقصی مسجد کې تر ۳۵۰ ډېر فلسطینیان نیول شوي

۱۴۰۲ فروردین ۱۶, چهارشنبه

د اسرائیل پولیسو د چهارشنبې په سهار وختي د الاقصی مسجد په احاطه کې تر اخ و ډب وروسته تر ۳۵۰ ډېر فلسطینیان نیولي دي. د اسرائیل پولیسو د دغو کسانو نیول کیدل تائید کړي دي.

https://p.dw.com/p/4Pjeo
Israel Jerusalem | Polizeiaufgebot an der  Al-Aqsa Moschee
انځور: Mahmoud Illean/AP/picture alliance

د اسرائیل پولیسو یوه ویاند په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې تر ۳۵۰ ډیرو نیول شوو کسانو په تاوتریخوالي سره د لارې بندولو هڅه کوله. د پولیسو په حواله دغه کسان په بیت المقدس کې په الاقصی مسجد کې دننه موجود ول.

د پولیسو په حواله په نیول شوو کې یو شمیر نقاب لرونکي کسان هم شامل وو چې تیږي او اور لګوونکي مواد یې غورځول.

په بيت المقدس کې د چړې بريد، بريدګر په ډزو وژل شوی

د چهارشنبې په سهار پولیس الاقصی مسجد ته ننوتل او هلته له موجوده لمونځ کوونکو سره یي شخړه رامنځته شوه. د پولیسو په حواله دغه شخړه په غزې تړانګه او د اردن سیند په لویدیځه غاړه کې د اسرئیل له پولیسو سره د نښتو په غبرګون کې رامنځته شوې ده.

زمونږ د یوټیوب شبکې سره یوځای شئ:

زمونږ د فسبوک شبکې سره یوځای شئ:

د مسلمانانو د مقدسي میاشتي روژې او د یهودیانو د مذهبي مراسمو پاس اوور نه مخکې تر دې پيښې وروسته ویره موجوده ده چې د دواړو خوا ترمنځ لا دمخه موجود کشمکش لا زیات شدت موندلی شي. په ۲۰۲۱م کال کې له دې ته ورته نښتو څخه وروسته د اسرائیل او غزې ترمنځ لس ورځنی اوربند رامنځته شوی و.

بل لور ته تیره شپه د غزې له طرفه پر اسرائیل لږ تر لږه ۹ توغندي وتوغول شول چې تر هغه وروسته اسرائیل پر غزې هوایي برید وکړ. د اسرائیل په اعلامیه کې ویل شوي دي چې په دې هوایي بریدونو کې د حماس یو روزنیز مرکز په نښه کړای شوی دی. تیره شپه د اسرائیل په هوایي عملیاتو کې یوه چاودنه ډیره شدیده وه چې د غزې تړانګې په ټوله سیمه کې اوریدل شوې ده.

عیني شاهدان وایي چې د اسرائیل ټانکونو هم د اسرائیل او غزې ترمنځ سرحدي دیوال ته نږدې د حماس مرکزونه په نښه کړي دي.

فلسطینۍ سره میاشت یا حلال احمر وایي چې په الاقصی مسجد کې تر نښتو وروسته د ۱۲ فلسطینیانو چې په ربړي مرمیو په شدید ډول ټپیان شوي ول درملنه یې کړې ده، په داسې حال کې چې دې سازمان تور لګولی دی چې اسرائیلي ځواکونو اغیزمنو شوو سیمو ته د روغتیايي پرسونل د تللو مخه نیوله.

یوه لمونځ کوونکي او عیني شاهد رامي عباس د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «د جومات د احاطې په ختیځه برخه کې پولیسو اوښکي بهوونکی ګاز وکاروه. دا داسې صحنې وې چې زه یي بیانولی نه شم. بیا پولیس جومات ته ننوتل او د ټولو پر وهل او ټکولو یې شروع وکړه. دوی هلته خلک ونیول او ځوانان یي پړمخ سملول او تشدد یي پرې وکړ.»

بل لور ته د اسرائیل پولیسو ویلي دي چې پولیس هغه مهال جومات ته ننوتل کله چې نقاب لرونکو کسانو چې په تیږو، ډنډو او اور لګوونکو موادو سمبال ول د جومات دروازه بنده کړه.

په بیت المقدس کي بیا ډیر کسان ټپیان سوي

«کله چې پولیس ننوتل د هغوی له خوا ډبري وار شوې او له جومات څخه دننه په یو لوی شمیر کې شر خوښوونکو کسانو پر پولیسو اور لګوونکي مواد وویشتل شول». د پولیسو په حواله په دې پيښه کې یو تن پولیس ټپي شوی دی.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز