1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د یوې ښځي په ګډون څلورتنه په عام محضرکی په درو وهلي

۱۴۰۳ مرداد ۱۸, پنجشنبه

د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی دی چې د یوې ښځي په ګډون یې څلورو تنو ته په کابل او میدان وردکو کې په عام محضر کې سزا ورکړې ده. دغې محکمې ویلي چې دغه څلور تنه د غلا او نامشروع اړیکو له امله په درو وهل سوي دي.

https://p.dw.com/p/4jFQq
Afghanistan Stadion Fußball Symbolbild Alltag
انځور: Mario Tama/Getty Images

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی دی چې په تیرو دوو ورځو کې دوه تنه په میدان وردګو ولایت او دوه تنه په کابل کې په درو وهل سوي دي.

د طالبانو عالي محکمې نن پنجشنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د میدان وردګو په ولایت کې دوه تنه چې د ابتدایي محکمې له خوا د غلا په تور محکوم سوي ول، د یوه ښوونځي په محوطه کې په عام محضر کې په درو ووهل سول.

دغې محکمې زیاته کړې چې له دغو کسانو څخه هر یو علاوه پر دې چی په ۳۹ ضربو درو ووهل سول، په درو کلونو بندیگرت هم محکوم سوي دي.

طالبانو  تیره ورځ د کابل ولایت په استالف ولسوالۍ کی یوه ښځه او یو نارینه هم د «نامشروع اړیکو» په تور پهعام محضر کی مجازات کړي دي.

د طالبانو د عالي محکمې په یوې خبرپاڼي کی راغلي دي چی نوموړي کسان د استالف ولسوالۍ دابتدایی محکمې په امر په سزا محکوم سوي وو. په خبرپاڼه کې راغلي چی محکوم سوې ښځه په ۳۲ او محکوم سوی نارینه په ۳۹ درو ووهل سول.

طالبانو په افغانستان کی واک ته تر رسیدو وروسته، په وروستیو دوو کلونو کی او د دغي ډلې د مشرملا هبت الله  له خوا د «شرعي حدودو او قصاص» د عملي کولو د امر له مخی، په بیلابیلو ولایتونو کې په غلا، له کوره څخه د تیښتي، شراب خوړلو او په اخلاقي فساد تورن کسان په عام محضر کې په درو وهلي دي. په دغو دوو کلونو کې د پنځو تنوقصاص هم د رسنیو سرټکی گرځیدلي دي.

د طالبانو له خوا د دغه ډول سزاوو عملي کیدل په نړیواله کچه انتقادونه راپارولي دي. که څه هم د بشري حقونو بڼسټونو او د اروپایی ټولنې استازي په افغانستان کی  د دغه ډول سزاگانو د بیا عملي کیدو له امله سخته اندیښنه ښيي او له بشري حقونو څخه د سرغړوني د پای ته رسیدو غوښتنه کوي، خو طالبانو تراوسه پورې دغه ډول انتقادونو ته کومه پاملرنه نه ده کړې.

آیا په افغانستان کې بشري وضیعت مخ پر خرابیدو دی؟

GP/AH/Ebrahimkhil, Shakila