1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان وايي ۲۵ کسانو ته يې په عام محضر کي سزا ورکړې

۱۴۰۳ تیر ۱۳, چهارشنبه

د طالبانو ستري محکمې اعلان کړی دی چي په روزگان ولایت کي یې ۱۸ کسان په دورو وهلي دي. د طالبانو محکمو په تیرو څلورو ورځو کي د افغانستان په څو ولایتونو کي په مجموعي ډول ۲۵ کسانو ته په عام محضر کي سزا ورکړې ده.

https://p.dw.com/p/4ho8g
د طالبانو وسله وال په کابل کې
په کابل کې د طالب وسله والو آرشيف انځورانځور: Petros Giannakouris/AP/dpa/picture alliance

د طالبانو ادارې د ستري محکمې د معلوماتو له مخي په تیرو څلورو ورځو کي په روزگان، پروان، پنجشیر او بادغیس ولایتونو کي ۲۵ کسانو ته په عام محضر کي سزا ورکړل سوې ده. محکمې  دا نه دي ویلي چي څومره یې ښځي وې.

د طالبانو ستري محکمې د یوې خبرپاڼي له مخي، چي د سې شنبې په ورځ ناوخته خپره سوې ده، په روزگان ولایت کي ۱۸ کسان په عام محضر کي په دورو وهل سوي دي.

د طالبانو  د ستري محکمې په خبرپاڼه کي راغلي دي چي دغه کسان د ياد ولایت د ابتدايي محکمې له خوا په شاوخوا ۶ میاشتو تر دوو کلونو پوري تنفیذي بند محکوم سوي او هر یو له ۱۹ څخه تر ۳۰ پوري درو وهلو باندي محکوم سوي ول.   

په دغه خبرپاڼه کي راغلي دي، چي نوموړي کسان د «غلا، لواطت او ناروا اړیکو» په تور د روزګان ولايت په ورزشي لوبغالي کي د محلي چارواکو او عامو خلکو په حضور کي مجازات سول.

په پنجشیر کي هم یوه کس ته سزا ورکړل سوه

په پنجشیر ولایت کي د طالبانو د ادارې ابتدايي محکمې ویلي دي چي په دغه ولایت کي یوه تن ته د غلا په تور په عام محضر کي سزا ورکړل سوه او ۲۵ دوورې ووهل سو.

 ځینو سرچینو ویلي دي چي طالبانو د دغه سړي یو لاس د غلا په تور قطع کړی دی، خو د طالبانو ستري محکمې بیا دا موضوع رد کړې ده او ویلي یې دي چي دغه سړی یې په دورو وهلی دی.

طالبانو په روانه اونۍ کي په بادغیس کي هم دوو کسانو ته سزا ورکړې ده. د طالبانو د ادارې ستري محکمې ویلي دي چي په بادغیس کي هغه دوه کسان چي د زنا په تور په سزا محکوم سوي ول، په عام محضر کي په دورو ووهل سول.

طالبانو  دوې ورځي مخکي په پروان ولایت کي هم څلورو کسانو ته د «لواطت»  په تور د دغه ولایت په سیدخیل ولسوالۍ کی سزا ورکړې ده.

د طالبانو سترې محکمې ویلي دي چي له هغوی څخه درې تنه یې هر یو د سیدخل ولسوالۍ د ابتدايي محکمې له خوا په یوه کال تنفیذي بند او د تعزیري سزا په  ۳۹ دورو، یو بل تورن کس په دوه کاله تنفیذي بند او ۳۹ دورو محکوم سوي ول.

طالبانو پرافغانستان باندي د بیا واکمنیدو راهیسي، په وروستیو دوو کلونو کي د ابتدايي محکمو د حکمونو له مخي د تورنو کسانو دا ډول مجازات په عام محضر کي پیل کړي دي.

دغی ډلې تر اوسه پوري په سونو کسان په بیلابیلو تورنو سره په عام محضر کي په دورو وهلي او پنځه تنه یې قصاص کړي دي.

نړیواله ټولنه او د حقوقي چارو کارپوهانو، مدافع وکیل او قانوني محاکمو ته د لاسرسي پرته د تورنو کسانو مجازاتول غندي او له انساني حقونو څخه یې سرغړونه بولي، خو طالبان دغو غبرگونو ته هیڅ پاملرنه نه کوي، د خپل مشر د فرمان پیروي کوي او په عام محضر کي د دوی له خوا تورن پيژندل سوي کسان په دورو وهي او پر ځينو يې د قصاص حکم عملي کوي.

GP/NZ/Ebrahimkhil, Shakila