1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو سونه جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار اړولي

۱۴۰۲ فروردین ۲, چهارشنبه

د بادغیس ولایت امنیه قومندانۍ د مطبوعاتي دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کي ويل سوي چي پر ۱۲۰۰جریبه مځکه کرل سوي کوکنار يې له منځه وړي دي.

https://p.dw.com/p/4P524
Afghanistan Taliban roden Opium-Mohnfelder
انځور: Abdul Khaliq/AP Photo/picture alliance

د خبرپاڼي له مخي، دغه کروندي په تېرو دريو ورځو کي د بادغیس ولایت د تګاب علم ولسوالۍ په یو شمېر کلیو کي د طالب چارواکو په حضور کې ویجاړ سوي دي. 

اړوند: په افغانستان کي د کوکنارو ځای يوه بل بوټي نيولی؟

په دې اړه د بادغیس ولایت یو تن اوسیدونکي معصوم دویچه ویله ته وویل چې دا کروندې د بنګواو کوکنارو وې، چي د طالبانو لخوا له منځه یوړل سوې. 

افغانستان | د جلال آباد په ولایت کی تریاک کرونده
افغانستان | د جلال آباد په ولایت کی تریاک کرونده انځور: Rahmat Gul/AP/picture alliance

نوموړی زیاتوی:«طالبان چي هر څه یې په لاس کې ول، له هغې سره یې پر کروندو هجوم ور وړی او له منځه يې وړي، خو هغوی يې د بدل کښت لپاره څه نه لري، خلک د مجبورۍ له لاسه مخدره مواد کري.»

اړوند:طالبان وايي د کوکنارو کرنه يې بنده کړې ده

 په بادغیس ولایت کي داسي مهال د کوکنارو د کروندو د ویجاړېدو خبر ورکول کیږي، چي په دې وروستیو کي د طالبانو مشر تازه په یو فرمان کي په ټول افغانستان کي د بنګو یا چرس پر کښت او کروندو بندیز لګولی دی. 

ددغه فرمان پر بنسټ:«د طالبانو مسؤلان مکلف دي، چي د بنګو کښت او کروندې ویجاړي کړي او سرغړونکي له شریعت سره سم د مجازاتو لپاره محاکمو ته وسپاري.»

اړوند: طالبانو د کوکنارو له منځه وړولو کمپاين پېل کړی دی

د یادوني وړ ده، چي تر دې وړاندي طالبانو د کوکنارو کښت او کروندې منع کړي وې، خو د راپورونو له مخي بیا هم د افغانستان په ځینو سیمو کي کوکنار کرل کیږي. 
ژباړه: محمدابراهیم سپېڅلی