1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د کوکنارو له منځه وړولو کمپاين پېل کړی دی

۱۴۰۱ خرداد ۱۲, پنجشنبه

په افغانستان کې واکمنو طالبانو د کوکنار د فصل له منځه وړولو کمپاين پېل کړی دی څو د دغه هيواد د ترياکو او هیروينو توليدات راکم کړي. دا په داسې حال کې چې بزګر ويره لري چې له دې وجې به یې د نفقې وسيله له منځه ولاړ شي.

https://p.dw.com/p/4CBjz
Opium Mohnanbau Afghanistan
انځور: AP

د هلمند په واشير ولسوالۍ کې په شنه سهار وسله په لاس طالب جنګيالي يو تراکتور څاري چې د کوکنارو کرونده اړوي. د کروندې خاوند یې هم په څنګ کې ولاړ او ورته ګوري.

طالبانو چې اوس یې واک ته له رسېدو راهيسې کابو نهه مياشتې تيريږي، په اپريل میاشت کې د يوه فرمان له مخې په ټول هيواد کې د کوکنارو پر کرلو بندیز لګولی دی.

د طالبانو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت سرپرست ملا عبدالحق اخوند په لښکرګاه کې، اسوشيتد پريس خبري آژانس ته وويل چې پر کوکنارو د بندیز سرغړونکي به «نيول کيږي او په اړوندو محکمو کې به د شريعي قوانينو پر اساس مجازات کيږي.»

د تریاکو د توليد په برخه کې افغانستان په نړۍ کې لومړی ځای لري. که څه هم چې په تېرو شلو کلونو کې امريکا متحده ایالاتو د خشخاشو د کر کيلې د مخنيوي په موخه په ميلياردونو ډالره مصرف کړل خو توليدات یې بیا هم پر خپل ځای پاتې دي.

خو د طالبانو له خوا پرې بندیز او اوس یې د کروندو له منځه وړل ښايي د ميليونو بې وزلو بزګرانو او د ورځې مزد اخيستونکو له پاره يو سخت اقتصادي ګوزار وي چې د دې فصل د پروسس له لارې خپله نفقه پيدا کوي.

نور محمد په واشير ولسوالۍ کې د کوکنارو د یوې کروندوې څښتن دی چې طالبانو یې فصل له منځه وړی دی. نوموړی وایي چې هغه لږ ځمکه لري چې د اوبو له کمښت سره مخ ده، نو له دې کبله نه شي کولی بل لږ عايد لرونکی فصل وکري.

هغه وايي: «که چېرې موږ ته د دې بوټي د کرلو اجازه را نه کړل شي نو هیڅ عايد به ونه لرو.»

د ورځې مزد اخیستونکي له کوکنارو څخه د ترياکو د ټولو پر وخت په مياشت کې تر ۳۰۰ ډالرو پورې ګټلی شي. د هغوی ډېری اکثراً د کوکنارو د فصلونو ګټې ته انتظار باسي او د ورځني ژوند د توکو يعني اوړو، بورې، غوړو او د سوند توکو د رانيولو له پاره د همدې فصل په تضمين پېسې پور کوي.

هلمند؛ د کوکنارو مرکز

هلمند د افغانستان د کوکنارو د کرکيلې مرکز دی. هلته داسې بريښي چې د خشخاشو له منځه وړولو کمپاين هغه کروندې هدف ګرځوي چې پر دې بوټي د بندیز له امر وروسته کرل شوي دي. خو هغه بزګران چې د بندیز تر مخه یې کوکنار کرلي توانيدلي چې حاصل یې ترلاسه کړي.

د طالبانو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت سرپرست ملا عبدالحق اخوند وايي چې طالبان له نورو حکومتونو او همدا راز غير دولتي ټولنو سره په تماس کې دي څو د بزګرانو له پاره يو بديل فصل پيدا کړي.

تر اوسه معلومه نه ده چې سږکال به څومره کوکنار کرل شوي وي، حاصلات به يې څومره وي او طالبانو به تر اوسه د کوکنارو څومره فصل له منځه وړی وي. خو په دې وروستیو کې د افغانستان توليد په منظم ډول لوړ شوی دی او په دې وروستيو کلونو یې توليد کال په کال ډير شوی وو.

Afghanistan | Opium-Anbau in der Jalalabad Provinz
طالبانو په اپريل میاشت کې د کوکنار کښت منع اعلان کړانځور: Rahmat Gul/AP/picture alliance

د مخدره موادو او جرمنو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې ادارې د معلوماتو په حواله په ۲۰۲۱م کال کې پر ۱۷۷ زره هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي ول او د ۶۵۰ ټنه هیروينو د توليد له پاره ترې په کافي اندازه ترياک ترلاسه شوی ول چې دا د ۲۰۲۰م کال په پرتله په کراتو ډېر ول.

د «يو ان او دي سي» په تازه رپوټ کې راغلي دي چې په ۲۰۲۱م کال کې د افغانستان د ترياکو د توليد ارزښت د ۱،۸ او ۲،۷ ميليارده ډالرو ترمنځ وو چې د دغه هيواد د قانوني صادراتو څخه یې بيه لوړه وه.

د ملګرو ملتونو په حواله طالبانو په خپله لومړۍ دوره کې هم پر کوکنارو بندیز لګولی وو او د کوکنارو د فصلونو د له منځه وړلو په کمپاين سره یې په تقريباً دوو کلونو کې د دغه بوټي توليد کابو له منځه وړی وو.

خو په ۲۰۰۱م کال کې افغانستان ته د امريکا په مشرتوب د بهرنيو ځواکونو تر ورتګ وروسته يو شمیر بزګرانو بيرته د کوکنار کر ته مخه کړه. په تېرو شلو کلونو کې امريکا په افغانستان کې د کوکنارو د حاصلاتو د له منځه وړولو له پاره تر ۸ ميليارده ډالرو زياتې پيسې مصرف کړې، خو د پام وړ نتیجه یې ور نه کړه.

دمګړۍ د افغانستان د ترياکو توليد تر هغه ډېر دی چې ټول ترياک توليدونکي هيوادونه یې په ګډه سره لري. د افغانستان له ترياکو جوړ نزدې ۸۰ سلنه هیروين د پاکستان او مرکزي آسيا له لارې اروپا ته رسيږي.

ب. ص/ ن. ز (AP)