1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: پلان لرو د چين د ستري پروژې برخه وګرځو

۱۴۰۲ مهر ۲۷, پنجشنبه

د طالبانو اداره غواړي چې په رسمي توګه د چين د «يوه کمربند او يوې لارې» د زيربناو د ستر نوښت برخه وګرځي. دا خبره د طالبانو د سوداګرۍ وزارت سرپرست کړې ده او ویلي یې دي چې دوی به چين ته د خبرو اترو په موخه يو پلاوی واستوي.

https://p.dw.com/p/4XlIN
د «يوه کمربند او یوې لارې» فورم د سه شنبې او چهار شنبې پر ورځو ترسره شو
د «يوه کمربند او یوې لارې» فورم د سه شنبې او چهار شنبې پر ورځو ترسره شوانځور: Chen Bin/Xinhua News Agency/picture alliance

د طالبانو د ادارې د سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، چې د چين د «یوه کمربند او یوې لارې» فورم یا عمومي غونډه کې یې ګډون کړی وو، د پنجشنبې په ورځ دا څرګندونې وکړې.

چين په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو راهېسې د دغه ډلې له حکومت سره د اړيکو د رامنځته کولو په لټه کې دی، په داسې حال کې چې تر اوسه هیڅ کوم هېواد دغه د دغې ډلې حکومت په رسميت نه دی پيژندلی.

تېره میاشت چين د لومړي هېواد په توګه کابل کې خپل سفير وټاکه. نورو هېوادونو بيا هلته خپل پخوانی سفيران پر ځای پرېښي دي او يا یې خپلو سفارتونو ته شارزدافيران ټاکلي دي چې د دې له پاره اړ نه دي حکومت ته د باور ليک وسپاري.

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په پيکنګ کې تر دغه غونډې وروسته له رويترز خبري آژانس سره په خبرو کې وويل: «له چين څخه مو غوښتنه وکړه چې موږ ته د چين – پاکستان اقتصادي دهليز او د يوه کمربند او يوې لارې په نوښت کې د شامليدو اجازه راکړي [او] موږ یې نن د تخنيکی مسئلو په اړه بحث کوو.»

د پاکستان د «اقتصادي دهلیز» پروژه د چين د يوه کمربند او يوې لارې د نوښت [بي آر اې] يوه ستره برخه چې د افغانستان په ګاونډ کې عملي کیږي.

عزیزي وويل چې اداره به یې يوه تخنيکي ډله چين ته وليږدوي څو د هغو مسئلو په اړه چې په دې نوښت کې د شامليدو په لار کې خنډ ګرځي، په اړه د «ښه تفاهم» په پار خبرې اترې وکړي خو نوموړي د دغو خنډونو په اړه نور جزيات ور نه کړل.

افغانستان چې ارزښتناکې معدني سرچينې لري کولای شي چين ته یې وړاندې کړي. دمګړۍ يو شمير چینایي شرکتونه په دغه هېواد کې فعال دي چې د Metallurgical Corp (ام سي سي) په نوم چينايي شرکت هم پکې شامل دی چې د مسو د کانونو چې احتمالاً ډېرې سترې ذخيرې لري، په اړه یې د طالبانو له ادارې او همدا راز د پخواني حکومت سره هم خبرې اترې ترسره کړې وې.

عزيزي په خپلو خبرو کې زياته کړه: «چين چې په ټوله نړۍ کې پانګونه کوي، باید په افغانستان کې هم پانګونه وکړي ... موږ هغه هر څه لرو چې د دوی پکار دي لکه لېتیم، مس او وسپنه.» هغه وويل: «افغانستان اوس تر بل هر وخت ډېر پانګونې ته چمتو دی.»

کله چې له عزيزي د ام سي سي شرکت په اړه پوښتنه وشوه، نو نوموړي وويل چې په دې اړه خبرې اترې ځکه د ځنډ ښکار شوې وې چې دغه معدن يوه تاريخي ځای ته څېرمه پروت دی خو دمګړۍ دا خبرې دوام لري.

هغه زياته کړه: «چينايي شرکتونو ستره پانګونه کړې ده چې موږ یې ملاتړ کوو.»

خو پانګوال وايي چې امنيت یې اوس هم يوه ستونزه ده. د داعش ډلې په دې وروستيو کې بهرني سفارتونه او په کابل کې د چينايي پانګوالو د خوښې يو هوټل په نخښه کړې وو.

د طالبانو د ادارې د سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، امنيت د طالبانو د حکومت لومړيتوب وباله او زياته یې کړه چې تر شل کلنې جګړې وروسته چې کله بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووتل او بيا طالبانو واک تر لاسه کړ، نو د هېواد ډېرې ساحې خوندي شوې.

عزيزي وويل: «اوس ولایتونو ته سفر امکان لري چېرې چې صنعت، زراعت او معدنونه پراته دي او مخکې څوک نه شوای ور تلای... اوس امنيت تضمين کيلای شي.»

افغانستان او نورو ۳۴ هېوادونو د چهار شنبې په ورځ د چين د «یوه کمربند او یوې لارې» فورم یا عمومي غونډه په څنډه کې پر ديجيتالي اقتصاد او زرغونې پراختیا باندې هم توافق وکړ.

ب. ص/ ن. ز (Reuters)

زموږ له آرشيف څخه: