1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د چین د «یوه کمربند او یوې لارې» فورم کې ګډون کړی

۱۴۰۲ مهر ۲۶, چهارشنبه

د طالبانو ادارې د سوداګرۍ وزارت سرپرست د چین د «یوه کمربند او یوې لارې» په عمومي غونډه کې د ګډون له پاره دغه هیواد ته سفر کړی دی. دا یو له ډیرو مهمو غونډو څخه ده چې طالبان پکې ګډون کوي.

https://p.dw.com/p/4Xg33
China | Seidenstraßengipfel
د چین د «یوه کمربند او یوې لارې» فورم د ۱۳۰ هیوادونو کوربه دیانځور: Edgar Su /REUTERS

په چین کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو په کنترول کې دی، خبر ورکړی دی چې د طالبانو د ادارې د سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د «یوه کمربند او یوې لارې» فورم یا عمومي غونډه کې د ګډون له پاره پيکینګ ته تللی دی.

له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته چین هڅه کړې ده چې د طالبانو له ادارې سره خپل مناسبات پیاوړې کړي، دا په داسې حال کې ده چې د چین په ګډون تر اوسه پورې د طالبانو حکومت د نړۍ د هیڅ کوم هیواد له خوا په رسمیت نه دی پيژندل شوی.

افغانستان چې بې وزلۍ ځپلې دی ډیر معادنونه لري او چین په پرله پسې ډول په دې برخه کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې ده.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا دې غونډې ته د طالبانو بلنه د طالبانو له ادارې سره د مناسباتو د تقویه کولو په معنی ده؟ دې نوښت سره یوځای کیدو ته په افغانستان کې د حاکمې ادارې لیوالتیا، د ملي ثبات ټينګښت او اقتصادي پراختیا ته اشاره کړې ده.

افغانستان او چین د د وریښمو لارې بیا جوړولو هڅې ګړندۍ کړي

د طالبانو ادارې د سوداګرۍ وزارت سرپرست رویټرز خبري آژانس ته وویل چې عزیزي به له سترو پانګوالو څخه غوښتنه وکړي چې افغانستان ته راشي او همدارنګه د بدخشان د واخان درې له لارې د یوه سړک رامنځته کولو د طرحې په هکله له چینایي چارواکو سره خبرو اترو ته ادامه ورکړي.

نورالدین عزیزي د«یوه کمربند او یوې لارې» په فورم کې خبریالانو ته وویل: «د اوس له پاره چین د افغانستان توسعې ته ډیره لیوالتیا لري. له همدې امله له چین سره ډیر تعامل لرو. چینایان له اقتصادي چارو سره ډېره لیوالتیا لري، له همدې امله موږ دلته یو».

چین همدارنګه د لوګر ولایت د مس عینک معدن په هکله له طالبانو سره په خبرو اخته دی، هغه خبرې اترې چې د افغانستان د تیر حکومت پر مهال پیل شوې وې.

د چین سفیر تیره میاشت خپله اعتبارنامه په کابل کې د طالبانو رئیس الوزرا ته وسپارله، دا په داسې حال کې چې نورو هیوادونو بیا تر اوسه پورې د هر ډول دیپلوماتیکو تغیراتو چې د طالبانو ادارې ته د رسميباور لیک یا اعتبار نامې سپارل هم پکې شامل دي، ډډه کړې ده.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز