1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: رئيس الوزرا بېرته کابل ته ستون شوی

۱۴۰۲ تیر ۲۶, دوشنبه

طالبانو ويلي دي چې د دوی رئيس الوزرا ملا حسن اخوند، چې څه موده وړاندې کندهار ته تللی و، بېرته کابل ته ستون شوی او خپله دنده یې پیل کړې ده. خو کتونکي وايي چې د ناروغۍ له کبله به هغه بيا هم ډېر وخت په کابل کي پاته نه شي.

https://p.dw.com/p/4TzmF
Afghanistan Taliban Politik
انځور: WAKIL KOHSAR AFP via Getty Images

د طالبانو ادارې د ریاست الوزرا مشر ملا حسن اخوند، له کندهاره بېرته کابل ته ستون شوی. د طالبانو یوه ویاند بلال کریمي په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي دی چې نوموړي ته د کابل په هوایي ډګر کې تود هر کلی ویل شوی او نن یې په ارګ کې بېرته دنده پیل کړې ده.

اړوند مطلب: د طالبانو د رئيس الوزرا د بدلون دلیل څه دی؟

بلل کریمي زیاته کړې ده: «نن رئیس الوزرا د امیرالمؤمنین له هدایت سره سم د هېواد پایتخت کابل ته راستون شو. ملا حسن اخوند به ارګ ته له رسېدو سره سم د ریاست الوزرا عالي مقام په توګه د مملکت د امورو د لا ښه تنظیم او مدیریت په هدف خپلو وظایفو ته دوام ورکوي.»

د طالبانو رئیس الوزرا څو میاشتې وړاندې، چې ظاهراً د هغه » وغتیایي درملنه او استراحت« کول بلل شوي وو، له کابله کندهار ته تللی و، چیرې چې د طالبانو مشر ملا هيبت الله اخوندزه هم مېشت دی.

اړوند مطلب: ځايي رسنۍ: مولوي عبدالکبیر د طالبانو د حکومت نوی سرپرست رئیس الوزرا ټاکل شوی

طالبانو ته یوې نږدې سرچینې له نوم ښودلو پرته دویچه ویله ته وویل، چې ملا حسن اخوند پاکستان ته تللی و او د کراچۍ په یوه روغتون کې تر تداوۍ لاندې و. سرچینه وایي، نوموړی تر درملنې وروسته د کندهار په عینو مینه کې د پخواني حکومت د یوه چارواکي په کور کې استوګن و.

نوی کال؛ آیا د طالبانو د حکومت په دریځ کې به بدلون راشي؟

د طالبانو د چارو کارپوه میرویس افغان هم وایي چې د ملا حسن اخوند روغتیا د ډاډ وړ نه ده او کابل ته د هغه تګ په موقتي ډول دی.

اړوند مطلب: طالبانو د رئیس الوزرا ګوښه کیدل او په کابینه کې بدلون رد کړ

نوموړی وایي، هغه د جدي روغتیایي ستوونزو له امله نشي کولی دندې ته دوام ورکړي: «ملا حسن روغتیایي مشکلات لري، که دندې ته ورغلی هم وي، بېرته به له دندې ځي. د هغه روغتیایي مشکلات ډېر ژور دي. پخوا د ده علاج په پاکستان کې کیده او د ده معالج ډاکټر تر مرګ وروسته، دی له ستونزو سره مخ شوی. د ده لاسونه په اسانۍ کار نه کوي او اسانه نه ده چې هغه دې دا دنده په بشپړ ډول پر مخ یوسي.»

اړوند مطلب: ملا حسن اخوند وايي ملت بايد د طالبانو د واک له کبله منندوی اوسي

د روان کال د مې میاشتې په نیمایي کې د طالبانو ادارې ویاند ذبیح مجاهد اعلان کړی و، چې ملا حسن اخوند د «درملنې او استراحت» په هدف كندهار کې دی او د دغه ډلې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر یې د کفیل په توګه دنده مخته وړي.