1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د رئیس الوزرا ګوښه کیدل او په کابینه کې بدلون رد کړ

۱۴۰۱ فروردین ۴, پنجشنبه

په کندهار کې د طالب مشرانو تر درې ورځنۍ غونډې وروسته یو شمیر رسنیو د طالبانو د رئیس الوزرا او نورو چارواکو د لیرې کیدو رپوټونه خپاره کړل، خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا دغه راپورونه رد کړي او هغه یې شایعات بللي دي.

https://p.dw.com/p/48yZd
Afghanistan | Taliban Premierminister Mullah Mohammad Hassan Akhund
انځور: Balkis Press/Abaca/picture alliance

په کندهار ولایت کې د طالبانو د مشر مولوي هيبت الله اخندازه په مشرۍ د وزیرانو او د طالبانو د حکومت د یو شمیر نورو جګپوړو حکومتي چارواکو تر درې ورځنۍ غونډې وروسته یو شمیر رسنیو د طالبانو په کابینه کې د تغیراتو راپورونه خپاره کړي وو. په رپوټونو کې راغلي وو چې په دې درې ورځنۍ غونډه کې رئیس الوزرا او یو شمیر نورو جګپوړي چارواکي ګوښه شوي او پرځای یې نوي کسان ګومارل شوي خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا دغه راپورنه رد او هغه یې بې اساسه بللي دي.

د طالبانو ویاند او د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال چې په دغه غونډه کې یې هم ګډون کړی وو، پر خپله ټویټر پاڼه په دې هکله لیکلي: «د ریاست الوزرا مقام د تغیر او تبدیل په اړه د ځینو رسنیو خبرونه حقیقت نه لري. د اسلامي امارت په کابینه او نورو برخو کې کوم بدلون نه دی راغلی.»

مجاهد د کندهار د غونډې په هکله ویلي چې په یاده غونډه کې د رئیس الوزرا ملا حسن اخوند او مرستیالانو په ګډون ډېرو وزیرانو او حکومتي چارواکو ګډون درلود او د افغانستان د ستونزو د حل له پاره یې پر اړوند موضوعاتو بحث کړی دی.

د طالبانو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې د طالبانو امیر المؤمنین د افغانستان د اقتصادي ستونزو او د بهرنیو پانګو د جلب او جذب او د نظم رامنځته کولو له پاره هم لازمې سپارښتنې کړي دي.

طالبانو په خپره شوې اعلامیه کې د هيبت الله اخندزاده له قوله لیکلي: «که وس او توان یې وشي فرد، فرد، افغان ښځې او نر ته به معاشونه مقرر کړي ځکه د خپل بیچاره ولس ستونزي او سختۍ درک کوي.» په اعلامیه کې راغلي دي چې له دې کبله اقتصاد کمزوری دی نو باید ولسم له خپل نظام سره مرسته وکړي او د عشر او زکات پر راټولولو یې ټینګار کړی دی.

طالبان داسې مهال دغه درې ورځنۍ غونډه رابللې وه چې په دې وروستیو کې پر طالبانو باندې یو ځل بیا د نجونو د ښونځیو د تړل کیدو له کبله کورني او نړیوال غبرګونونه را پاریدلي دي. طالبانو د چهار شنبې په ورځ د نوي تعليمي کال له پيل سره د ښوونځيو تر پرانيستل کیدو څو ساعته وروسته د نجونو د منځني ښوونځيو د تړلو امر وکړ.

کله چې طالبان د تېر کال په اګست مياشت کې واک ته ورسېدل نو هغه وخت ښوونځي د کوويد – ۱۹ وبا له کبله تړل شوي ول، خو بيا څو مياشتې وروسته هلکانو او د کښته صنفونو نجونو ته ښوونځيو ته د ورتګ اجازه ورکړل شوه او د لوړو ټولګیو او پوهنتونو د دروازو د پرانیستلو ژمنه یې هم کړې وه، خو د چهار شنبې په ورځ يوازې په ځينو سيمو کې د نجونو د ښوونځيو بیرته پرانيستل کیدل مشاهده شول او د کندهار په شمول له نورو سيمو څخه هم داسې خبرونه ورکړل شول چې د ښوونځیو پرانيستل بلې مياشتې ته ځنډیدلي دي. ملګرو ملتونو او ګڼ شمیر سازمانونو او همدا راز افغانانو د طالبانو پر دغې پریکړې خواشینې څرګنده کړې او دغه کار یې غندلی دی.