1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملا حسن اخوند: ملت بايد د طالبانو د واک له کبله منندوی اوسي

۱۴۰۰ آذر ۷, یکشنبه

د خپل تقرر څخه تقريباً درې مياشتې وروسته د طالبانو رئيس الوزرا، ملا محمد حسن اخوند، په لومړي ځل د افغانستان ولس ته خطاب کړی دی. هغه ته منسوب غږيز پيغام د شنبې په ورځ د افغانستان په ملي تلويزين کې نشر شو.

https://p.dw.com/p/43ahI
Afghanistan | Taliban Premierminister Mullah Mohammad Hassan Akhund
انځور: Balkis Press/Abaca/picture alliance

په دغه وينا کې ملا محمد حسن اخوند پر ملت غږ وکړ چې د طالبانو د رژيم له کبله دې منندوی واوسي. د دې تر مخه پر هغه باندې انتقاد شوی وو چې په رسمي ليدنو کتنو کې يې وينا نه کوله او په پیغام سره یې خپله اوږده چوپتیا ماته کړه.

د اګست په نيمايي کې وسله والو اسلام پالو طالبانو د افغانستان پلامېنه کابل ونيوله او د نړيوالو ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته يې واک هم خپل کړی وو. هغوی داسې يو انتقالي حکومت جوړ کړ چې ملا محمد حسن اخوند پکې چارسنبالی رئيس الوزرا مقرر شو، خو په نړيواله کچه په رسميت ونه پېژندل شو. په ميليونو افغانانو په دې وخت کې خپلې د عايد منبعې هم له لاسه ورکړې. د ملګرو ملتونو بېلابېلې ادارې اوس په هېواد کې له بشري ناورين څخه خبرداری ورکوي.

محمد حسن اخوند په خپله وينا کې وويل چې طالبانو خپلې ژمنې پوره کړې دي ځکه چې د هغه په خبره يې د بهرنيو ځواکونو په وړاندې خپل جنګ ته د يوه اسلامي دولت تر راوستلو او هېواد ته د ثبات تر بخښلو پورې دوام ورکړی دی. د هغه ادعا دا ده چې لوږه، بې کاري او د بيو لوړېدل د طالبانو له خوا قدرت ته تر رسېدو دمخه هم موجود وو. په قول يې که د افغانستان د مرکزي بانکونو نهه مليارډه ډالره پانګه چې لويه برخه يې په متحده آيالاتو کې ده، آزاده نه شي په افغانستان کې اقتصادي کړکېچ هم نه شي حل کېدای.

نړيوالې ټولنې د طالبانو له رژيم څخه غوښتي وو چې يو تر ډېره پورې ټول شموله حکومت جوړ کړي او د بشر او ښځو حقونو ته درناوی وکړي. د ملا حسن اخوند په خبره د هغوی حکومت ته هر څوک لاسرسی لري او د ښځو حقونو ته هم پکې درناوی کيږي. دا په داسې حال کې چې په اوسني حکومت کې البته تر ۹۰ سلنه ډېر حکومتي استازي په يوه قوم پورې اړه لري چې ورسره هيڅ يوې ښځې ته پکې د ګډون حق هم نه دی ورکړل شوی.