1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د پوهنتونونو د استادانو معاشونه لوړ کړي

۱۴۰۲ فروردین ۲۲, سه‌شنبه

د لوړو زده کړو وزارت د افغانستان د پوهنتونونو استادانو د معاشونو لوړیدو څخه خبر ورکړی دی. خو یو شمېر پخواني استادان وایي، چې د طالبانو واکمنیدو سره د استادان معاشونه کم شوي و او اوس دوباره اول حالت ته تللي دي.

https://p.dw.com/p/4PtHU
Afghanistan I Erste Universitäten seit Taliban-Machtübernahme wieder geöffnet
انځور: AFP

د طالبانو ادارې د لوړو زده کړو وزارت تيره  ورځ دوشنبه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي، چې په افغانستان کې د تحصیلي بنسټونو د علمي کادرونو معاشونه زیات شوې دي.

په دغه اعلامیه کې چې د « د طالبانو اداري تشکیلاتو او تنظیم کمېسیون» په منظورۍ د دغه وزارت له لورې نشر شوې ده، راغلي دي چې د پوهنتونونو د علي کادرنو معاشونه به د روان کال د حمل له اول څخه د اجرا وړ وي.

اړوند مطلب: طالبانو بهر ته د استول شوو استادانو معاشونه بند کړي

د دغې پریکړې پر بنسټ، میاشتنې معاش د پوهاند علمي رتبې ته له ۳۹ زرو تر ۶۰ زرو افغانیو، د پوهنوال علمي رتبې معاش له ۳۳ زره څخه تر ۴۵ زرو، د پوهندوی علمي رتبې معاش له ۲۷ زره تر ۳۸ زرو، د پوهنمل علمي رتبې معاش له ۲۱ زرو تر ۳۰ زرو، د علمي رتبې پوهنیار معاش له ۱۸ زرو تر ۲۵ زرو او د نامزد پوهنیار معاش له ۱۳۵۰۰ څخه تر ۲۱ زره افغانیو زیات شوی دی.

اړوند مطلب:طالبانو د نجونو له شتون پرته د پوهنتونونو د تحصلي بهیر پیلولو خبر ورکړ

په دې اعلاميه کې دې ته اشاره شوې چې دغه زياتوالى يوازې په اکاډميکو رتبو پورې اړه لري او د دغو استادانو له پاره د اړوندو بستونو معاشونه هم پلي کېږي.

خو د لوړو زده کړو وزارت پخوانى وياند وايي، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د پوهنتونونو د استادانو معاشونه کم شوي وو او د طالبانو له دې پرېکړې سره بېرته خپل اول حالت ته راګرځېدلى، چې دا د معاشونو د لوړیدو په مانا نه دی.

د لوړو زده کړو وزارت پخوانی ویاند او د پوهنتون استاد حمید عبیدي په دې اړه وایي:«د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په نوې پرېکړه کې کوم بدلون نه دی راغلی، بلکې د استادانو ته هغه معاشونه ورکول کېږي، چې پخوا ورته اجرا کیدل. دا په دې مانا ده، چې دوی د معاش مقدار راکم کړی و، همغه معاش یې بیا زیات کړو.»

اړوند : افغانستان؛ د ۳۵ خصوصي پوهنتونونو د تړل کیدو احتمال

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په داسې حال کې د دغه هېواد د پوهنتونونو د اکاډمیکو کارکوونکو د معاشونو د لوړولو خبره کوي، چې د دغې ډلې ادارې په پوهنتونونو کې د ښځینه محصلینو او استادانو شتون منع کړی دی او د معاشونو دا حقوق یوازې د نارینه استادانو له پاره اجرا کیږي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو وروسته د پوهنتونونو سلګونه استادان له هېواده ووتل.