1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان؛ د ۳۵ خصوصي پوهنتونونو د تړل کیدو احتمال

هيلۍ اسد
۱۴۰۱ دی ۱۹, دوشنبه

په افغانستان کې د طالبانو له لورې د نجونو پر مخ د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د تړل کیدو پریکړې، خصوصي پوهنتونونه له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.

https://p.dw.com/p/4LvP1
Afghanistan Kabul | Proteste gegen Bildungsverbote für Frauen
انځور: Ebrahim Noroozi/AP/picture alliance

د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو د ټولنې د مطبوعاتو او عامه اړیکو رئیس محمد کریم ناصري وايي، چې په افغانستان کې شاوخوا ۱۴۰ خصوصي پوهنتونونه شتون لري، چې له ډلې یې تازه ۳۵ د تړلو پرېکړه کړې او پاتې هم له سختو اقتصادی ستونزو سره مخ دي.

ښاغلي ناصري له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: « له هغه وخته چې پوهنتونونو ته د نجونو د نه تللو پرېکړه شوې نو دې پر خصوصي پوهنتونونو سخت بد تاثیر کړی دی، تازه ۳۵ پوهنتونونو د تړلو پرېکړه کړې چې ۲۵ یې په کابل او نور یې په ولایتونو کې دي. موږ له طالبانو سره په خبرو کې وویل که تر حمل میاشت پورې نجونو ته اجازه ور نه کړل شي، ګڼ نور پوهنتونونه به هم د تړلو پرېکړه وکړي.»

دی همدا راز وایي چې په دغو پوهنتونونو کې له شاوخوا ۲۰۰ زره محصلینو څخه ۷۰ زره یې نجونې دي.

افغانستان کې د خصوصي پوهنتونونو ټولنه وایی، چې په خصوصي پوهنتونونو کې ۲۵ زره استادان په دندو بوخت وو او زیاتره استادانو ته هم پوهنتونونو د دندې پرېښودلو ویلي ځکه چې په وینا یې د معاشونو د ورکړې وس نه لري.

طالبانو نږدې یوه میاشت وړاندې په پوهنتونونو کې تر امر ثاني پورې د نجونو په زده کړو بندیز ولګوه او دې پرېکړه د هیواد دننه او د باندې سخت غبرګونونه له ځان سره لرل.