1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان د نجونو له شتون پرته تحصلي بهیر پیلوي

شعیب تنها شکران | محمد ابراهيم سپيڅلی
۱۴۰۱ اسفند ۱۱, پنجشنبه

سږکال طالبانو د لیندۍ میاشتي په وروستیو کي ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته مکتوب لېږلی، تر «بلي خبرتیا پوري دي» نجونو ته اجازه نه ورکوي، ترڅو پوهنتونونو ته ورسي.

https://p.dw.com/p/4OA1o
Afghanistan, Kabul | Taliban hindern Frauen am betreten der Universität
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د طالبانو د مکتوب دغه جملې او د دې ډلي د یوشمېر مسؤلانو څرګندونو خلک امیدوار کړي ول، چي په نوي تحصلي کال کي به د نجونو او ښځو پر مخ د پوهنتونونو دروازې پرانیستل سي.

خو د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په خپره کړې اعلامیه کي یوازي نارینه محصلانو ته د کال په نوي سیمسټر کي د ګډون یادونه سوې ده.

اړوند: افغانستان کې د نجونو تحصیل په اړه د یوه ایراني ملا له څرګندونو د خلیلزاد هرکلی

ټاکل سوې ده، چي د هیواد په ګرم سیرو سیمو کي د لوړو زده کړو په ټولوبنسټونو کي د کب له ۱۵مه نېټه د نارینه محصلانودرسونه پیل سي.

یو شمېر افغان محصلان د نجونو پر مخ د لوړو زده کړو دمؤسسو دروازې تړل ناهیلي ګڼي.

افغانستان/ طالبان د ښځو د حقونو محدودیت ته دوام ورکوي
افغانستان/ طالبان د ښځو د حقونو محدودیت ته دوام ورکويانځور: Ebrahim Noroozi/AP/dpa/picture alliance

د هرات پوهنتون د حقوق پوهنځي یوه محصله دینا،چي اوسمهال پوهنتون ته له تګ څخه محرومه ده، دویچه ویله ته وویل:«دا چي د نوي تحصلي کال کي بیاهم ښځینه محصلاني همداسي پوهنتون ته له تګ څخه محرومي کړل سوي، ناهیلې او خواشینې یمه.»

اړوند: «ټول دولتي پوهنتونونه د یوې اونۍ لپاره رخصت شوي دي»

دغه محصله زیاتوي:«په دې سره طالبانو وښودله، چي هیڅکله يې وینا او عمل یوشی نه دي، ځکه هغوی ویلي ول، پوهنتونونه يې د لنډ وخت لپاره د نجونو پر مخ تړلي دي، خو هغوی پر خپله ژمنه ونه درېدل او هیواد برخلیک يې د بېلارۍ خواته ور ټېله کړ.»

افغانستان | افغان ښځینه محصلین کابل پوهنتون ته څېرمه تګ راتګ کوي
انځور: Ali Khara/REUTERS

موږ په دې اړه د طالبانو د لوړو وزارت سره د تماس نیولو هڅه وکړه، خو هغوی خبرو ته چمتو نه سول.

اړوند: طالبان: تر حمل میاشتی به ټول پوهنتونونه پرانیستل سي

له هغه راهیسي، چي طالبانو د ۲۰۱۲مېلادي کال په اګست میاشت کي دقدرت واګي ترلاسه کړي، نو په تدریجي ډول يې پر افغان ښځو او نجونو د ژوند کړۍ راتنګه کړې او په دې برخه کي يې د افغان اونړيوالو ټولني غوښتنو ته پاملرنه نه ده کړې.

زموږ له ارشیف څخه: 

ولې طالبانو د نجونو پوهنتونونه وتړل؟