1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شهباز شریف: طالبان دې پاکستان ته د جنګیالیو د تګ مخه ونیسي

۱۴۰۲ مرداد ۱۱, چهارشنبه

د پاکستان لومړي وزیر د سه شنبې په ورځ پر افغان طالبانو غږ وکړ چې د وروستي خونړي برید په څیر د بریدونو د ترسره کولو له پاره د پولې له هغې غاړې د جنګیالیو د ورتګ د مخنیوي له پاره ډیره څه وکړي.

https://p.dw.com/p/4Uggn
آرشیف: د پاکستان د لمړي وزیر شهباز شریف انځور
آرشیف: د پاکستان د لمړي وزیر شهباز شریف انځورانځور: Anjum Naveed/AP/picture alliance

دا غوښتنه څو ورځې وروسته له هغې کېږي، چې د یکشنبې په ورځ په باجوړ سیمه کې د مولانا فضل الرحمن د پلویانو پر ټاکنیزې غونډې ځانمرګی برید وشو.

په دې برید کې لسګونه کسان ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول. د سې شنبې په ورځ د دغې چاودنې د قربانیانو شمېر ۵۵ ته لوړ شو دا ځکه چې یوشمیر ټپیان چې وضعیت یې نازک وو ژوند ېې له لاسه ورکړ دا کسان د پېښور ښار روغتون ته لېږدول شوي وه.

د "اسلامي دولت"یا داعش خراسان څانګې د مولانا فضل الرحمن د ګوند پر غونډې د برید پړه پر غاړه واخیسته. داعش جنګیالي د طالبانو سیالان دي او د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته یې هم د دغې ډلې پر ضد بریدونه کړي دي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي دي چې وسله وال په افغانستان کې پټنځایونه لري، له هغه ځایه پاکستان ته ننوځې او بیا د حکومت ضد بریدونه کوي.

د پاکستان پوځ هم په دې وروستیو کې ویلي دي چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې په نویو وسلو سمبال شوي دي.

په پېښور کې په یوه روغتون کې د ځینو ټپیانو د لیدو پر مهال، شریف وویل چې د طالبانو حکومت باید "د خپلې خاورې په کارولو سره د نړیوالو ترهګرو د مخنیوي له پاره ځانګړي اقدامات وکړي."

پاکستان کې د تیرې اونۍ د برید د مړو شوو د تدفین مراسیم
پاکستان کې د تیرې اونۍ د برید د مړو شوو د تدفین مراسیمانځور: Mohammad Sajjad/AP/picture alliance

په وروستي برید کې، بریدګر د سخت دریځه جمعیت علمای اسلام ګوند یوه غونډه په نښه کړه، چې د شریف حکومت د ایتلاف برخه ده او له افغان طالبانو سره اړیکې لري. دغه ګوند د پاکستان په شمال لویدیځ کې ډیر پلویان لري.

د ملګرو ملتونو امنیت شوراد باجوړ ځانمرګی برید په کلکه غندلی او ویلي یې دي چې "ترهګري په هر شکل او بڼه" د نړۍ سولې او امنیت ته یوه له جدي ګواښونو څخه ده.

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب