1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستشمالي کوریا

شمالي کوریا په شپه کي ستر پوځي پرېټ ترسره کړ

۱۴۰۱ بهمن ۲۰, پنجشنبه

دکوریا نیمه ټاپو کي د کړکیچوڼو په منځ کي شمالي کوریا هڅه کوي، په شپه کي د یوه ستر پوځي پرېټ په ترسره کولو سره ځان قوي وښيي.

https://p.dw.com/p/4NHti
Parade auf dem Kim-Il-Sung-Platz: Zahllose Soldaten und die neuesten Waffen des Regimes
د شمالي کوریا په پوځي پریډ کی بې شمیره سرتیري او نوي وسلې وښودل سوېانځور: KCNA via REUTERS

په پیونګ یانګ کي د کیم ـ ۲ـ سونګ میدان ځلیږي، په بالکن کي: کیم یونگ اون ولاړ دی. تصورونه ښيي چي د شمالي کوریا دغه واکمن په پلازمېنه کي د یوه ستر پرېټ درناوی کوي. له هغه سره یې میرمن، ري سول یو او لور کیم یو، چي اوس ورته د هغه د ځای ناستي په توگه کتل کیږي، هم ولاړ دي.

اړونده مطالب:

شمالی کوریا اوکراین ته د ټانکونو لیږد «بشري جنایت» بللی

په نړیواله سطحه منزوي دغه هیواد په دولتي ټلویزیون کي داسي تصویرونه خپاره کیږي چی کیم ددغه پرېټ پروخت یوه تور اوږد بالاپوښ او شپو خولۍ اغوستې ده. دغه پریډ د شمالي کوریا د امنیتي ځواکونو د جوړیدو د ۷۵ مي کالیزي په مناسبت ترسره سو.

75. Gründungstag seiner Streitkräfte in Nordkorea
د شمالي کوریا ولسمشر: کیم جونگ یونانځور: KCNA VIA KNS/AFP

د کیم ـ ۲ـ سونگ په میدان کي ډېر عسکر او د حکومت تر ټولو نوي وسلې لیدل کیږي. کارپوهان د امریکايي شرکت، مکسار تکنالوژۍ په مرسته ستلایتي تصویرونو ته په اشارې سره متیقن دي چي شمالي کوریا تر اوسه پوري په نظامي پریډ کي دومره ډیر بین ال قاره يي (ICBM) توغندي نه وه ښکاره کړي او همدارنگه په واضح توگه تر ټولو عصري توغندي هم وښودل سول.

د ستراتیژیکو پلټنو د نړیوال انستیتوت دفاعي محقق یوزیف دیمپسي په خبره: «د Hwasong-17-ICBM- جوړه راکټونو تر ښودلو وروسته څلور نور نامعلوم توغندي هم وښودل سول چي ښايي دغه ستر سیستم ته ورته وه.»

داسي ډېر بین ال قاره يي توغندي چي ساری نه لري

Hwasong-17 د شمالي کوریا د اوږده واټن ویشتونکي تر ټولو ستر توغندي دي. د نړیوالي سولي له بڼسټ څخه، انکیت پاندا وايي چي، ښايي دغه نوي توغندي چي په پرېټ کي ښودل سوي، ICBM توغندي وي چي په ۲۰۱۷م کال کي ښودل سوي، خو تر اوسه نه دي آزمویل سوي.

امريکا د شمالي کوريا حکومت د اصلي څېرې بربنډولو له پاره ډېره پانګونه کوي

د هغه د اټکل له مخي د پریډ په تصویرونو کي ۱۰ تر ۱۲ د شمالي کوریا Hwasong-17-ICBMs ډوله توغندیو د ښودلو اټکل کیږي.

پاندا په تویتر کي لیکي: «دا په ټولیزه توگه دومره ډیر ICBM توغندي دي چي تر اوسه د شمالي کوریا په نظامي پرېټ کي نه ول ښودل سوي.»

NRaketen auf der Parade zum 75. Gründungstag der Streitkräfte: Jetzt auch mit Feststoffantrieb?
ددغه پریډ په ترڅ کی د عصری توغندیو ښودلانځور: KCNA/REUTERS

ICBM توغندي چي لږ تر لږه تر ۵۵۰۰ کیلومتره پوري واټن ویشتلی سي، د اټومي خوليو د مهمو انتقال کوونکو په سترگه ورته کتل کیږي.

د شمالي کوریا د توغندیو د پراختیا ستراتیژي په تیره بیا د امریکا متحده ایالاتو پر وړاندي ده چي پیونگ یانگ ورباندي د یوه دښمنانه سیاست تور لگوي.

له شمالي کوریا څخه د قدرت ښودل

د پیونگ یانگ مشرتابه له څه مودې راهیسي یو وار بیا د خپل ډیر قدرت پر ښودلو تکیه کوي د سه شنبه په ورځ هم دولتي خبري آژانس KCNA رپوټ ورکړ چي شمالي کوریا خپل پوځي مانورونه پیاوړي کوي او په دې ډول غواړي په اصطلاح «جگړې ته د دغه هیواد آمادگي» لا پسي پیاوړې کړي. په دې اړه پریکړه د کیم په مشرتوب د لوړپوړو پوځي چارواکو په غونډه کي سوې ده.

د شمالي کوريا پاروني؛ امریکا او سویلي کوریا د اټومي وسلو پر تمريناتو بحث کوي

په کوریا نیمه ټاپو کي پوځي کړکیچ په دا وروستیو کي لاپسي ډیر سوی دی. په پیونګ یانک کي کمونیستي مشرتابه په وار وار سره په سیمه کي د پوځي کړکیچ له زیاتیدو څخه خبرداری ورکوي او څه موده مخکي یې اعلان وکړ چي په چټکۍ سره به اټومي وسلو ته پراختیا ورکړي.

د شمالي کوریا له خوا پر له پسې تحریکاتو ته په کتو سره، جنوبي کوریا او امریکا متحده ایالاتو هم په خپل وار سره د جنورۍ مياشتي په آخره کي د سختو نظامی تمریناتو اعلان وکړ.

GP/NZ/DW.Online