1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستشمالي کوریا

د شمالي کوريا حکومت د څېرې بربنډولو له پاره د امريکا پانګونه

۱۴۰۱ دی ۲۸, چهارشنبه

د راډيو او «انترنت د آزادۍ ابراز» په کارولو سره واشنګټن غواړي د شمالي کوريا وګړو ته د ولسمشر کيم جونګ اون د ښکيلاک ګر حکومت حقیقت ور وپيژني او هغوی وهڅوي چې «لا زياتو پوښتني» ورسره پيدا شي.

https://p.dw.com/p/4MLpe
د شمالي کوريا واکمن کيم جونګ اون
د شمالي کوريا واکمن کيم جونګ اونانځور: KCNA/KNS/AFP

امريکا متحده ايالات به په راتلونکو پنځو کلونو کې تر ۵۰ ميليونه ډالره ډېرې پېسې مصرف کړي څو په پټه د نورې نړۍ په اړه معلومات شمالي کوريا ته ورسوي، په دې هيله چې د شمالي کوريا د وګړو په ذهنونو کې د امريکا او جنوبي کوريا انځور يو څه ښه شي.

د دسمبر میاشتې په وروستيو کې ولسمشر جو بایدن د کلني دفاعي لګښتونو د پراخې بستې د يوې برخې په توګه د شمالي کوريا د سانسور او څار پر ضد د مبارزې د «اوټو وارمبير» په نوم قانون لاسليک کړ.

اوټو وارمبير يو امريکایی محصل وو چې د ۲۰۱۶م کال په مارچ میاشت کې په شمالي کوريا کې د يوه تبليغاتي بنر يا لوحې د غلا په تور د پنځو کلونو په بند محکوم شو. د هغه محاکمې د ټولې نړۍ پام ځانته اړولی وو. نوموړی په زندان کې سخت ناروغ شو او د ۲۰۱۷م کال په جون کې تر آزاديدو شپږ ورځې وروسته د امريکا د اوهايو په يوه روغتون کې ومړ.

دا قانون د شمالي کوريا د حکومت د خپلو وګړو د سانسور او څار سره د مبازرې له پاره طرحه ریزي شوی دی. د دې قانون له مخې به بودجه د ګلوبل ميډيا يا نړيوالو رسنيو له پاره امريکايي آژانس ته ورکول کيږي. دغه آژانس د امريکا د حکومت له پاره د تبليغاتي سازمان په توګه کار کوي او په ټوله نړۍ کې معلومات خپروي.

د شمالي کوريا «جاسوسی سپوږمکۍ» د چمتووالي په ورستي پړاو کي

د جنوبي کوريا د سيول د تروی پوهنتون د نړيوالو اړيکو استاد دېن پنکستون وايي: «دا زما له پاره ډېره په زړه پورې ده چې امريکا اوس حتی په اصطلاح «خړه ساحه» کې عمل کولو ته چمتو ده، دا چې له يو څه مودې راهېسې په دې موخه نور هيوادونه کاروي. په داسې حال کې چې تبليغاتي يا د معلوماتو جګړه اوس يوازې د اجباري اقداماتو په توګه زغمل کيږي او د يوې دودیزې جګړې د رامنځته کولو له ويرې یې پرمخ وړل خپل حدونه لري.»

امريکا تمه لري د شمالي کوريا وګړي به «لا ډېرې پوښتنې وکړي»

پنکستون وايي چې د امريکا حکومت هم په روسیې پسې د ځان رسولو هڅه کوي چې خپلو جيو سياسي اهدافو ته د رسېدو په موخه په ډېره اغېزمنه توګه له تبليغاتو څخه استفاده کوي.

په شمالي کوريا کې د هېواد د بنسټ ايښوونکی کم دويم سونګ د زوکړې د ورځې جشن
په شمالي کوريا کې د هېواد د بنسټ ايښوونکی کم دويم سونګ د زوکړې د ورځې جشنانځور: Kyodo News/AP/picture alliance

امريکا به په شمالي کوريا کې د راډيو پر اضافي پروګرامونو باندې تمرکز وکړي او همدا راز به د «انترنت د آزادۍ ابرازو» ته هم وده ورکړي چې له کاروونکو سره له هغو خنډونو څخه په تېريدو کې مرسته کوي چې د جنوبي کوريا حکومت آزادي ديجيتالي نړۍ ته د لاس رسي په برخه کې رامنځته کړي دي.

پنکستون وويل: «راډيو به نسبتاً آسانه وي خو انترنت ته لاس رسی به يوه ننګونه وي.»

د بهرنيو رسنيو پر وړاندي د شمالي کوريا کلک چلن

ايوجين کم چې له خپلې مور او خور سره په نويمو کلونو کې د خوراکي توکو د کمښت له کبله له خپل ټاټوبي يعني شمالي کوريا تښتېدلی وه، وايي چې دغه هيواد ته به د ډېرو معلوماتو رسول پر رژيم د انتقاد باعث وګرځي، خو خبرداری یې ورکړ چې دا کار کيدای شي خطرناک تمام شي.

شنونکو خبرداری ورکړی دی چې د شمالي کوريا حکومت په دې وروستيو مياشتو کې د هغو پر ضد اقدامات لا پسې کلک کړي دي چې د کومې خارجي نشراتې ادارې خپرونو ته غوږ نيسي او يا تلويزيوني خپرونې او هغه فلمونه ګوري چې دباندې څخه قاچاق شوي وي.

امریکا: شمالي کوریا د روسیې پر کرایي پوځ وسلې پلورلي

کم چې د «Freedom Speakers International» ټولنې غړې هم ده، وويل: «شل کاله تر مخه د بهرنۍ نړۍ ډېر لږ معلومات تر شمالي کوريا رسېدل خو اوس ډېر کسان له بهر څخه خبري پروګرامونه او فلمونه خپروي.» ياده ټولنه د شمالي کوريا څخه امريکا ته ور کډه شويو کسانو سره د انګلسي ژبې په زده کړه کې مرسته کوي.

هغې زياته کړه: «خو په دې تېرو څو کلونو کې روښانه شوې چې حکومت جدي هڅه کوي هغه معلومات کنترول کړي چې له دباندې څخه یې هيواد ته داخليږي.» هغې وويل: «حکومت په دې اړه ډېر اندېښمن دی ځکه دغه کار یې ګواښي. ما يو څو ورځې تر مخه واورېدل چې يو تنکی ځوان د يوه جنوبي کوريايي فلم د کتلو له وجې اعدام شوی دی.»

ب. ص/ ن. ز (Julian Ryall)

زموږ له آرشيف څخه: