1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيروسیه

روسيې د دوو اوکرايني ډرون د ويشتلو ادعا وکړه

۱۴۰۲ مرداد ۱۸, چهارشنبه

د روسيې د دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ ادعا وکړه چې مسکو ته نژدې ېې دوه اوکرايني ډرون ويشتلي دي. دغه وزارت ويلي دې چې يوه ډرون یو مهم هوايي ډګر ته نژدې او بله د پلازمينې غرب لور ته وېشتل شوې ده.

https://p.dw.com/p/4UwsG
د آرشیف انځور - يوه درون الوتکه د کيف آسمان کې  د ۲۰۲۲م کال د اکتوبر ۱۷مه
د آرشیف انځور - يوه درون الوتکه د کيف آسمان کې د ۲۰۲۲م کال د اکتوبر ۱۷مهانځور: Efrem Lukatsky/AP/picture alliance

د روسيې د دفاع وزرات د دغو ډرون څخه استفاده د تروريستي بريد له پاره هڅه بللې ده: «د اوکراین رژيم له خوا د بې پېلوټه الوتکو په ذریعه د مسکو سیمې په حریم کې د تروریستي بریدونو هڅې مخه ونیول شوه.»

د رويټرز خبري آژانس د رپوټ پر اساس، د روسيې دفاع وزارت په دې هکله زیاته کړې: «دوه UAV الوتکې د هوايي دفاع ځواکونو له خوا له منځه وړل شوي دي.»

ورته نور ولولئ: اوکراین: د کریمیا پر پلونو دوه توغندي ولګېدل

د مسکو ښاروال، سرګي سابيانین، وويل یوه ډرون الوتکه دوموده دوو ته نژدې چېرته چې د روسيې يو تر ټولو ستر نړيوال هوايي ډګر په کې دی او بله ېې د مينسک لوېې لارې ته نژې ويشتل شوې ده.

د می میاشتې له اوايلو راهیسې چې د کریملین له پاسه يوه ډرون له منځه يووړل شوه، پهروسيه کې دننه د ډرون حملې ډېرې شوي دي.

د آرشیف انځور - د رپوټونو مطابق د ۲۰۲۳م کال د می میاشتې په ۳۰مه د مسکو ښار کې ېوې لوړپوړيزې ودانۍ مخې ته د ډرون حمله وشوه، دوه پولیسان د پېښې په ځاې کې ولاړ دی
د آرشیف انځور - د رپوټونو مطابق د ۲۰۲۳م کال د می میاشتې په ۳۰مه د مسکو ښار کې ېوې لوړپوړيزې ودانۍ مخې ته د ډرون حمله وشوه، دوه پولیسان د پېښې په ځاې کې ولاړ دیانځور: Kirill Kudryavtsev/AFP/Getty Images

د می مياشتې په وروستيو کې د مسکو ملکي سیمې وويشتل شوې او د روانې میاشتې د سر درو ورځو کې د مسکو یوه سوداګري سیمه دوه ځله په نخښه کړل شوه.

ورته نور ولولئ: اوکرايني ډرون په کرچ تنګي کې د روسيې د نفتي موادو کښتۍ ويشتلې

په وروستیو ورځو کې له لرې کنټرولېدونکي اوکرايني بوټونو څخه هم د ډرون په څېر د روسيې ضد حملو کې استفاده شوې ده. په دا ډول برېدونو کې د روسيې د تيلو یوه ليږدونکې کښتۍ او د روسيې د تورې بحېرې په نووروسيسک بندر کې د روسيې د سمندري ځواکونو یوه اډه په نخښه شوې ده.

سربېره پر دې چې چارواکي په عامه توګه د روسيې په خاوره کې له شوو حملو رضایت ښيي، خو کيف په دې هکله چې د دغو حملو تر شا څوک دي، څه نه وايي. نیويارک ټايم په می میاشت کې رپوټ ورکړی وو چې د امريکا استخباراتي اداره په دې باور ده چې کریملین باندې د می میاشتې د ډرون حملې تر شا اوکرايني جاسوسان یا ېې پوځي استخبارات ول.

ورته نور ولولئ:  مسکو له اوکراین سره پر پوله ملېشه مسلح کوي

(Rueters)/mks/aa

دلتهپه اوکراين کي جګړه، پر موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم هم کتلی شئ (17.10.2022):