1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

زیلنسکي له روسيې پرته د غله جاتو تړون غواړي

۱۴۰۲ تیر ۲۷, سه‌شنبه

د روسیې پر یرغلیزي جگړې سربیره بیا هم په تیرو میاشتو کي له اوکراین څخه د غله جاتو صادرات دوام درلود. اوس دغه معامله پای ته ورسیده. اوکراین پرته د مسکو له موافقې د صادراتو په تمه دی.

https://p.dw.com/p/4U55T
Ukraine-Krieg - Getreideernte
انځور: Ukrinform/dpa/picture alliance

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي له ملګرو ملتونو او ترکیې سره له مسکو پرته د غلو دانو د تړون د دوام ورکولو په هکله خبرو اترو پلوی دی.

زیلنسکي وویل په دې اړه یې د ملگرو ملتونو عمومي منشي انتونیو گوتیریش، او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته لیکونه استولي دي.

روسيه له اوکراينه د غله جاتو صادرات متوقف کوي

د زیلنسکي په خبره، روسيې د خوراکي موادو باثباته لیږد له خنډ سره مخامخ کړل، خو په آسیا، افریقا او اروپا کي هیوادونه بیا د ثبات حق لري. هغه زیاتوي: «د تورې بحیرې د غله جاتو نوښت کولای سي او باید هم ادامه پیدا کړي، او که هغه پرته له روسیې وي او که د روسیې په گډون.».

روسیې د کريميا پر پله بريد غندلی او پړه یې پر کيف ور اچولې

هغه وویل، نړۍ ته باید دا وښیو چي په دې موضوع کي، چي څوک په کافي اندازه ډوډۍ په لاس راوړي، هیڅ ډول فشار د منلو وړ نه دی. دلته باید د په اصطلاح »روسیې له جنون« څخه ساتنه وسي. زیلنسکۍ ټینګار وکړ چي د ملگرو ملتونو او ترکیې سره دغه تړون همداسي پرځای پاته دی. یوازي باید عملي سي. د نوموړي تړون له مخي له تیر دوبي راهیسي اوکراین پر جگړې سربیره د تورې بحیرې له لاري خپل غله جات صادرول. 

مسکو خپلی غوښتنی لري

د تورې بحیرې له لاري د اوکرایني غله جاتو د انتقال په هکله له روسیې سره د ملګرو ملتونو او ترکیې په منځګړیتوب دغه تړون په رسمي ډول د دوشنبې په ماښام ځایی وخت ۱۱ بجې پای ته ورسید. روسیې د دوشنبې په ورځ دغه تړون لغوه کړ.

د کریملن ویاند دیمیتري پیسکوف وویل، کله چي د روسیې د غله جاتو د صادرولو په هکله غوښتنې پوره سي، بیا یې نو هیواد کولای سي نوموړي تړون ته بیرته ستون سي.

Russland Moskau | Dmitri Peskow und Wladimir Putin
دیمتري پیسکوف له ولادیمیر پوتین سرهانځور: Alexei Druginyn/EPA/RIA Novosti/picture alliance

د دغه تړون د لغوه کیدو په هکله نړیوال انتقادونه موجود دي. په دې کار سره د دې بیره رامنځته کیږي چي د غله جاتو او خوراکي توکو بیې لوړي سي. د نوموړي تړون له برکته اوکراین کولای سول، پر جگړې سربیره له تیر دوبي راهیسي د اوبو له لاري خپل غله جات صادر کړي. څه د پاسه ۱۰۰۰ کښتیو څه ناڅه ۳۳ میلیونه ټنه غله جات بهر ته لیږدولي دي.

هالنډ ته پر لار د TQ Samsun کښتۍ وروستۍ کښتۍ وه چي د دوشنبې په ورځ په استانبول کي کنترول سوه.

بیربوک د روسیې له خوا د دغه تړون پر لغوه کولو انتقاد وکړ

د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین هغې پریکړې چي د غله جاتو په هکله تړون ته دي ادامه نه ورکول کیږي، هر هیواد او د ملگرو ملتونو هر استازی تر شوک لاندي راووست. دا خبره د جرمني د بهرنیو چارو وزیري انالینا بیربوک له دویچه ویله سره د جرمونو د نړیوالي محکمې د بڼسټ ایښودولو د کالیزي په مناسبت مرکه کي وکړه. له ملگرو ملتونو او ترکیې سره دغه تړون تر اوسه پوري اوکراین ته اجازه ورکوله چي پر جگړې سربیره د تورې بحیرې له لاري خپل غله جات صادر کړي.

USA I Ines Pohl interviewt Annalena Baerbock in New York
انالینا بیربوک له دویچه ویلی سره په مرکه کیانځور: Michaela Kuefner/DW

نوموړي ټینګار وکړ، دا مهمه ده چي پر پوتین باندي فشار راوستل سي، تر څو بیرته دغه تړون ته وروگرځي. تر ټولو مناسبه لار به یې داوي چي د افریقا، جنوبي امریکا او آسیا هیوادونه په مستقیم ډول له پوتین سره اړیکه ونیسي. بیربوک له دویچه ویله سره په خبرو کي وویل: »موږ تیرکال ولیدل چي دا یو توپیر رامنځته کوي، کله چي نور هیوادونه، نه یوازي اروپايي هیوادونه پوتین ته مخه کړي.

GP/NZ/DW.Online