1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: په جلا بريدونو کې څلور پوليس وژل شوي

۱۴۰۲ آذر ۲۴, جمعه

وسله والو د پاکستان په شمال لويديځ کې د پوليسو پر يوې حوزې او دوو پوځي پوستو بريد کړی دی چې پکې څلور پوليس او درې بريدګر وژل شوي. دغه خبره امنيتي چارواکو کړې ده.

https://p.dw.com/p/4aB9W
پاکستاني پوليس
پاکستاني پوليسانځور: PPI via ZUMA Press Wire/picture alliance

د جمعې ورځې دغه بريد درې ورځې وروسته له هغه کيږي چې په عين سيمه کې يوه ځانمرګي د پوليسو د يوې حوزې له دروازې سره خپل موټر ټکر کړ چې پنځو نورو تنو ورپسې ډزې پيل کړې وې. په دغه سږکال تر ټولو خونړي بريد کې ۲۳ امنيتي ځواکونه وژل شوي ول.

د پوليسو ځايي مشر افتخار شاه ويلي، اوس په ډېره اسمعيل خان پورې مربوط ټانک ښار کې دوه پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي. په دغه بريد کې دوه بريد کوونکي هم وژل شوي دي.پاکستان لویدیځ ته د تلونکو افغانانو د پاتې کیدو مهلت غځولی

د هغه په خبره يو بل دريم بريدګر هم د عسکرو له خوا پر څېرمه پرتې پوستې د بريد پرمهال ووژل شو. يو څو ساعته وروسته بيا پاکستاني طالبانو د خيبر په سرحدي سيمه کې پر يوې پوځي پوستې بريد وکړ چې دوه عسکر پکې ووژل او پنځه نور ژوبل شول.

دغه خبره د پوليسو ځايي چارواکي سليم خان کړې ده. د جمعې ورځې د دغو بريدونو مسئوليت کوم چا نه دی منلی، خو ګمان کيږي چې پاکستاني طالبان به يې ترشا ولاړ وي. دغه ډله د افغانستان له طالبانو څخه جلا ده، خو د هغوی متحده بلل کيږي.پاکستان د وروستي برید په تړاو د طالبانو سفیر احضار کړی

د سه شنبې ورځې موټربم بريد پړه د تحريک جهاد پاکستان په نوم نوې ډلې منلې ده چې د پاکستاني طالبانو څخه بېله شوې ډله بلل کيږي. پاکستان د ۲۰۲۲م کال راهيسې د بريدونو زياتوالی مشاهده کړی له کله راهيسې چې پاکستاني طالبانو اوربند پای ته ورساوه.

تر ټولو مرګونې مياشت جنوري وه کله چې يوه ځانمرګي بريدکوونکي چې د پوليسو جامې يې اغوستي وې، په پېښور کې يې پر یوه جومات بريد وکړ چې ۱۰۱ تنه يې ووژل. په دې کې ډېر پوليس ول.پاکستان: د امنيتي ځواکونو پر مرکز په بريد کې ۲۳ کسان وژل شوي

پاکستان د سه شنبې ورځې د بريد په نتيجه کې د طالبانو يو استازی احضار کړ. خو د طالبانو وياند، ذبيح الله مجاهد ياد بريد وغانده او د پلټنې ژمنه يې وکړه.

له پاکستانه د افغان مهاجرو اخراجپښتونخواپاکستان