1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

د پاکستان پولیس: ۲۹۰ بلوچ مظاهره کوونکي مو خوشي کړي

۱۴۰۲ دی ۴, دوشنبه

د اسلام آباد پولیس وایي چې د دوی په توقیف کې د بلوچ پيوستون مارش ۲۹۰ ګډون کوونکي یې خوشې کړي دي، خو د مارش ګډونوالو د دې خبر په ردولو سره ویلي دي چې تر ۱۰۰ ډير احتجاج کوونکي اوس هم بندیان دي.

https://p.dw.com/p/4aZKt
Islamabad Pakistan / Protest-Ralley gegen verschwundene Person
انځور: Hazaran Baloch/BYM

له څو ورځو راهیسې دغه احتجاجي مارش په پاکستانکې د جبري ورک کیدنو او د سحرايي محکمو د وژنو خلاف پيل شوی دی. کله چې تیره اونۍ مارش له بلوچستان څخه پلازمېنې اسلام آباد ته د پرلت وهلو په نيت ورسید، پوليسو ډیر احتجاج کوونکي ونیول.

په دغو مظاهره کوونکو کې ډېري ښځې هم شاملې دي چې ځینو یې د اسلام آباد په احتجاج کې د ګډون کولو په خاطر خپل ماشومان هم له ځان سره بېولي دي. اسلام آباد ته له رسیدو سره سم پولیسو د احتجاج کوونکو د تيت او پرک کولو په خاطر له فشار لرونکو اوبو او ډنډو څخه کار واخیست.

دغو مظاهره کوونکو په ځانګړي توګه د ۲۴ کلن ځوان بالاچ مولا بحش، قضیې ته د خلکو پام را اړولو کوښښ کاوه، کوم چې په نومبر میاشت کې د پولیسو په توقیف کې ووژل شو.

چارواکي ادعا کوي چې وسله والو د پولسو په هغه موټر برید کړی وو چې بالاچ په کې لیږدول کیده او هغه په دې پيښه کې وژل شوی دی. د پولیسو چارواکي دا هم وایي چې د نیول کیدو پر مهال له بالاچ سره چاودیدونکي توکي موجود ول.

خو کورنۍ یې وایي چې هغه بې ګاه وو. دوی وایي چې بالاچ په اکتوبر کې نیول شوی وو، خو پولیس بیا وایي چې نوموړی په نومبر میاشت کې نیول شوی.

م.م پاکستان ته: د افغان کډوالو د اخراج لړۍ بنده کړئ

د شنبې په ورځ د بلوچ پيوستون مارش مظاهره کوونکو په اسلام آباد کې د نیشنل پریس کلب مخکې ته پرلت وکړ او چارواکو ته یې د مظاهره کوونکو د خوشې کولو او پر وړاندې یې د قضیو ختمو له پاره درې ورځې وخت ورکړی وو.

په همدې منځ کې د مظاهرو له منتظیمینو څخه ماه رنګ بلوچ رسنیو ته وویل چې څلور ښځو پولیسو په ډنډو وهلې ده. د بشري حقونو فعالانو هم د مظاهره کوونکو پر وړاندې د پولیسو له خوا د زور کارونه غندلې ده.

د یکشنبې په ورځ د اسلام آباد پولیسو په ایکس کې ولیکل: «د پاکستان د لومړي وزیر له خوا تشکیل شوې کمیټې او د بلوچستان د اعلی وزیر په لارښوونه ټول تورن شوي کسان د محاکمې تر حکم وروسته خوشې شول. پرون ۲۹۰ مظاهره کوونکي د پولیسو له توقیف څخه خوشې شوي دي.»

خو د بلوچ پیوستون مارش منتظيمینو په ایکس کې د یوه پيغام په ترڅ کې د پولیسو څرګندونې «درواغ او غیر منطقي» بللي دي. دوی وایي چې تر سلو ډېر مظاهره کوونکي اوس هم له پولیسو سره بندیان دي او د ځینو خو لا هیڅ درک معلوم نه دی.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل