1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

رپوټ: په افغانستان کې تاوتریخوالی نور هم زيات شوی

۱۳۹۹ مرداد ۹, پنجشنبه

د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د شوي توافق پنځه میاشتې وروسته هم په افغانستان کې د حکومت او طالبانو ترمنځ تاوتریخوالی زيات شوی دی.

https://p.dw.com/p/3g98a
Afghanistan Bombenexplosion in Kabul
آرشیف انځورانځور: picture-alliance/AP/R. Gul

د افغانستان د بیا رغاونې د څار ځانګړې ادارې (سیګار) په خپل یوه تازه رپوټ کې ویلي دي چې د کال په دوهمه ربع کې تاوتریخوالی تر «تاریخي نورم» زيات دی. خو په دغه رپوټ کې ویل شوي دي چې د امريکا او طالبانو ترمنځ تر یوه توافق وروسته د طالبانو له خوا پر ناټو ځواکونو بریدونه نه دي شوي.

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د تیر په شان د افغانستان د شخړې په هکله مهم ارقام پټ ساتل کیږي. په تیره ربعه کې سیګار شکایت کړی وو چې په افغانستان کې د ناټو روزنیز ماموریت د خپلو مخالفینو د بریدونو په هکله ارقام نه خپروي. د دغو معلوماتو د نه خپریدو دلیل د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سیاسي مذاکراتو ترسره کیدل ښوول شوی وو. هغه مهال سیګار ویلي ول چې د معلوماتو خپرول وروستۍ وسیله وه چې د افغانستان د امنیتي وضعیت په هکله عوامو ته رپوټ ورکړل شي.

د یاد خبري آژانس د رپوټ له مخې په دې ترڅ کې د لوی اختر په ورځو کي لومړی طالبانو د اوربند اعلان وکړ او وروسته بيا افغان حکومت. له اوونیو راهیسې افغان حکومت او نړیوال لوبغاړي د بین الافغاني مذاکراتو د پيلیدو له پاره هڅې کوي څو په دغه هیواد کې روان خونړي کړکیچ ته د پای ټکی کيښودل شي.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د سه شنبې په ورځ وویل چې د فبرورۍ میاشتې له پای څخه تر اوسه ۳۵۶۰ افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي او۶۷۸۱ نور ټپیان شوي دي. د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې د روان میلادي کال په نیمایي کې تر ۱۲۰۰ زیات ملکیان په افغانستان کې وژل شوي دي.

متحده ایالاتو او طالبانو د فبرورۍ میاشتې پر ۲۹مه نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې یو تړون لاسلیک کړ. په دغه تړون کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل او د بندیانو تبادلې ته د اعتماد جوړونې د اقداماتو په سترګه کتل کیږي چې دغه څه باید بین الافغاني مذاکراتو ته لاره هواره کړي. د دې په بدل کې طالبانو له نورو ترهګرو ډلو سره د اړیکو د پرې کولو ډاډ ورکړی دی. خو د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوه وروستي رپوټ له مخې دغه ډله اوس هم له القاعدې شبکې سره تړاو لري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب