1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سيکان: د افغانستان له پريښودلو پرته بله لار نه شته

۱۳۹۹ مرداد ۸, چهارشنبه

د افغانستان اهل هنود او سيکان وايې چې د امنيت له نه شتوالي او کوڅو کې له زورونو څخه ستړي شوي او غواړي چې افغانستان د تل له پاره پريږدي. د دغه مذهبي لږکيو د سفر موخه کانادا او هندوستان هيوادونه دي.

https://p.dw.com/p/3g6nT
Afghanistan Hinduismus in der Provinz Nangarhar
انځور: DW/O. Deedar

د افغانستان اهل هنود او سيک وگړي کرار کرار له هيواد څخه وځي. د دغه مذهبي لږکيو ځينې غړي وايي چې د افغانستان له پريښودلو پرته بله لار نه ويني.

په کابل کې د ويکي په نامه يو سک هټۍ وال دويچه ويله ته وويل: «په تير وخت کې په افغانستان کې د اهل هنود اوسيدونکو شمير د اوس په پرتله ډير زيات وو. په دې وروستيو کلونو کې د دوی په نخښه کول، ځانمرګي بريدونه او بمي چاودونو او په کوڅو کې زورونو او د زورواکو له خوا د جايدادونو غضب د دې سبب شوی چې دغه مذهبي اقليت له افغانستان څخه وتلو ته زړه ښه کړي. دا احتمال هم شته چې په څوو راتلونکو کلونو کې به په افغانستان کې هيڅ اهل هنود او سيک وگړي پاتې نه شي.»

يوه ډله افغان سيکانو هندوستان ته پناه يووړه. ويکي زياتوي، اهل هنود او سيکان مجبور دي افغانستان د داسي هيوادونو لکه کاناډا او هندوستان په موخه پريږدي، ځکه چې د دغه مذهبي لږکيو له پاره دلته ژوند سخت شوی او په ټولو ځايونو کي دوی له ماشومانو نيولی تر لويانو پورې زورول کيږي.

ويکي وويل: «زما ټول دوستان او نږدي خپلوان له افغانستان څخه وتلي، ورسره په ننګرهار کې دوه کاله تر مخه د ځانمرګي بريد څخه وروسته له هيواده تللې. زه نه شم کولې په کابل کې پرته له خپلو دوستانو ژوند وکړم، کوښښ کوم چې هندوستان ته مهاجر شم او وروسته کاناډا ته د خپلو دوستانو څنګ ته ولاړ شم.»

د کابل په شوربازار کې د افغانستان اهل هنود او سيکانو پرعبادت ځای باندي په بريد کې د اهل هنود او سيکانو ۲۵ کسان ووژل شول. ويکي وايې ډيرې کورنۍ چې د تير کال په بريد کې یې د کورنيو غړې وژل شوي، افغانستان يې پرايښی او يا غواړې دغه هيواد پريږدي.

د افغانستان اهل هنود او سيکان وايي چې د دوی په مذهبي مراسمو کي «شمشان» يا د خپلو مړو په سوزولو کي هم امنيت نه لري او د دوی ماشومان په ښوونځيو کي زورول کيږې.

اخوا د کابل ښار يو بل اوسيدونکي رام سنګ دويچه ويله ته وويل: «موږ په خپل هيواد کي د ژوند کولو غوښتونکي يو، خو دلته د اهل هنود او سيکانو له پاره د ژوند کولو شرايط ډير ستونزمن شوي دي. زموږ ډير خلک د دغه ډول ستونزو د زغملو توان نه لري او غواړي د بهرنيو هيوادونو په موخه له افغانستان څخه ووځي.» رام سينګ ټينګار وکړ چې »د افغانستان اهل هنود او سيکان بې طرفه خلک دي او په تيرو څلويښتو کلونو کي يې د جګړو پرمهال د هيچا پلوي نه ده کړې.»

د افغانستان حکومت څو ځلې اهل هنود او سيکانو ته د امنيت ساتلو وعدې ورکړي. خو د کابل ښار د درمسال معاون ګورنام سينګ دويچه ويله ته وايې چې د افغانستان حکومت او په خپله جمهور رئيس اشرف غني مدام اهل هنود او سيکانو ته ښي وعدي ورکړي، خو د هغه وعدي هيڅکله عملي شوي نه دي.

د ګورنام سينګ په خبره په افغانستان کي د اهل هنود او سيکانو شمير ۷۰۰ ته رسيږې. که چيري د افغانستان دولت د دوی غوښتونو ته پاملرنه ونه کړي نو په راتلونکو دوو کلونو کې به ټول اهل هنود او سيکان له هيواد څخه ووځي.

د افغانستان ځيني اهل هنود او سيکان د يوناني درملو هټۍ لري او په همدې کار مشهور دي. د افغانستان ډير اهل هنود او سيکان په کابل او يو شمير يې په کندهار، هلمند، هرات، پکتيا او ننګرهار کې اوسيږي.

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب