1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

په افغانستان کې د تاوتریخوالي ډېرېدو ته غبرګونونه

۱۳۹۹ مرداد ۲, پنجشنبه

عام افغانان او د چارو کتونکي له طالبانو سره د امریکا د سولې تړون په شتون کې د جګړو ډیرېدو اندېښمن کړي دي. ملګرو ملتونو او د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي دي چې تاوتریخوالی د پام وړ ډیر شوی.

https://p.dw.com/p/3fp7W
Angehörige Trauer Bundeswehr bombardierter Tanklastzug Kundus Afghanistan
آرشیف انځورانځور: picture-alliance/dpa

په افغانستان کې د جګړو ډېرېدو ته غبرګونونه وروسته له هغې ډیرې شول، چې حکومتي ځواکونو د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې هوايي برید وکړ. د ملي دفاع وزارت چارسنبالی وزیر اسدالله خالد نن پنجشنبې (د ۲۰۲۰ میلادي کال د جولايي ۲۳مه) په کابل کې یوې غونډې ته ویلي چې په دغه برید طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.

د هرات هوايي برید په اړه د حکومتي چارواکو ضد و نقیض دریځ

ځايي خلکو ادعا کړې ده چې په ادرسکن ولسوالۍ کې هوايي برید ولسي وګړو ته مرگ ژوبله اړولې ده. خو ښاغلي خالد په دې اړه وویل: «زموږ سره کافي انځورونه، ویډیو ګانې او نور اسناد شته چې ښيي د هرات په برید کې طالبان وژل شوي.»

ملي دفاع وزارت د هرات د هوايي برید یوه ویډیو هم خپره کړې او زیاته کړې یې ده چې هدف یې طالبان وو او هغوی ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو د ملي پخلاینې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله منلې چې د هرات په گذرې ولسوالۍ کې هوايي برید ولسي وګړي وژلي. د دې شورا په یوه ویناپاڼه کې د ښاغلي عبدالله له قوله راغلي دي: «د تاوتریخوالي ډېرېدل او د ولسي وګړو وژنه د منلو او توجیه وړ نه ده، انتظار دا وو چې د بین الافغاني مذاکراتو په رانېږدې کېدو سره به د تاوتریخوالي کچه راټېټه شي.»

عبدالله عبدالله د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کړی چې د تاوتریخوالي ډېرول او وژنې یې د خبرو په میز کې هیڅ ځای هم نه شي نېولی.

د خلیلزاد غبرګون

سره له دې چې افغان ملي دفاع وزارت د هرات په هوايي برید کې د ملکي وګړو د وژنې ادعاوې رد کړي، خو د افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي په تېرو ۲۴ ساتونو کې د جګړې کچه لوړه بللې ده. خلیلزاد پر خپله ټویټر پاڼه د هرات هوايي برید ته ځانګړې اشاره کړې او لیکي: «په هرات کې، انځورونه او عیني شاهدان ښیې چې د ماشومانو په ګډون ډیر ملکي وګړي، د افغان ځواکونو د هوايي برید د قربانیانو په ډله کې دي.» نوموړي برید غندلی او په دې اړه یې د پلټنو غوښتنه کړې.

خلیلزاد ویلي دي چې په تېرو ۲۴ ساتونو کې د تاوتریخوالي کچه خورا لوړه وه چې ډیرو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

خو سیاسي شنونکي بیا د جګړې په اړه د افغان سولې له پاره د امریکا د ځانګړي استازي څرګندونې او اندېښنې د حل لار نه بولي.

سیاسي شنونکي سیدبشیر بشرمل په دې اړه دویچه ویله ته وویل: «زلمی خلیلزاد د امریکا د استازي په توګه د افغانستان په جګړه کې نقش لري، خلیلزاد باید اندېښنه ونه ښيي بلکې حل لاره باید ورته پیدا کړي.»

ددغه افغان کارپوه په وینا امریکا له طالبانو سره خپله ستونزه هواره کړې ده، خو اوس یې افغانان خپل منځي جګړې ته سره پرېښودل چې قربانیان یې هم ترډېره ولسي افغانان دي.

د هغو شمېرو پر بنسټ، چې حکومتي سرچینو رسنیو ته ورکړي، له طالبانو سره د امریکا د سولې تړون او "اورکم" اونۍ څخه راوروسته هره ورځ په منځنی کچه ۵۰ امنیتي پېښې شوي.

"له زغمه وتلې جګړه"، د خلکو غبرګون

 د کابل ښار یوه اوسېدونکي احمد جاوید دویچه ویله ته وویل، د جګړې اوږدېدل نور له زغمه وتلې: «د افغانستان په مختلفو سیمو کې ناامني، بیکاري او هدفي وژنې خپل اوج ته رسیدلي دی. د یوعام وګړي په حیث نور دعه حالات د زغملو نه دی.»

په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه لیک تر لاسلیک وروسته تمه کېده چې ډير ژر به د افغانانو خپل منځي خبرې پيل شي، چې د پيل اجنډا یې اوربند بلل شوې وه.

خو له تړون وروسته د زندانیانو د خوشې کېدو پر سر د حکومت او طالبانو د ناندریو دوام د بین الافغاني خبرو امکان زیانمن کړی دی.

اسماعیل شاکر – کابل