1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

مسکو: اوکراین ته د اف-۱۶جنګي جيت ورکړې به غرب ته خطرونه ولري

۱۴۰۲ اردیبهشت ۳۰, شنبه

مسکو د واشنګټن هغې ژمنې ته سخت غبرګون ښودلی چې وايي د اوکراین د اف-۱۶ جنګي جيت الوتکو پيلوټانو له روزنې ملاتړ کوي. زیلنسکي تر سعودي عربستان وروسته نن شنبه د جي۷ له رهبرانو سره د کتنې په موخه جاپان ته ورسید.

https://p.dw.com/p/4RbiI
Irak | F-16 Kampfjet der U.S. Air Force
انځور: Ssgt. Trevor T. Mcbride/U.S Air/Planet Pix via ZUMA Wire/picture alliance

که څه هم اوکراین ته د متحدینو له خوا د اف- ۱۶ ډوله الوتکو د ورکړې ژمنه لا نه ده شوې، خو لوړپوړو امریکايي چارواکو ويلي دي چې ولسمشر جو بایدن، د جمعې په ورځ د جي۷ رهبرانو ته وويل چې واشنګټن د اوکراین د اف-۱۶ جنګي جیت الوتکو پيلوټانو ته د روزنې په برخه کې د متحدینو له ګډ روزنیز پروګرام څخه ملاتړ کوي.

خو مسکو وايي که غربي هیوادونه اوکراین پر اف۱۶ جنګي جیت الوتکو سمبال کړي، نو پاېلې به ېې بدې وي.

رويټرز خبري آژانس په دې هکله د روسېې د تاس خبري آژانس له قوله ليکي چې د روسېې د بهرنیو چارو مرستيال وزیر، الکساندر ګروسکو، د شنبې په ورځ وويل چې غربي هیوادونه به «ستر خطرونه» ایجاد کړي که چېرته اوکراین پر اف-۱۶ ډوله جنګي جيت الوتکو تجهیز کړې.

اوکراين د ناټو پوځي تړون له غړو هیوادونو څخه د دغو جنګي الوتکو غوښتنه کوي. ګروسکو دغه خبرداری وروسته له هغې ورکړ کله چې ورڅخه په همدې ارتباط پوښتنه وشوه او دا چې که ناټو اوکراین ته دغه الوتکې ورکړې نو راتلونکې به ېې څه وي.

ورته نور ولولئ:اوکراین ته د جنگي الوتکو د ورکولو په اړه د بریتانیا او هالند طرحه

د روسيې مرستيال خارجه وزیر وویل: «موږ وينو چې غربي هیوادونه لا هم د تشدد سناریو ته پابنده دي.» هغه زیاته کړه: «دا به په خپله د هغوی له پاره ستر خطرونه له ځانه ولري.»

د ګروسکو له قوله ويل شوي چې هغه ويلي: «په هر صورت، دا موضوع به زموږ په ټولو پلانونو کې په نظر کې ونیول شي او موږ خپلو ټاکلو اهدافو ته د رسېدلو له پاره ټول لازم ابزار په اختیار کې لرو.»

د اوکراین ولسمشر، ولاديمیر زیلنسکي شنبه د می ۲۰مه په دغه غونډه کې د ګډون له پاره د جاپان یوريشیما ته ورسید
د اوکراین ولسمشر، ولاديمیر زیلنسکي شنبه د می ۲۰مه په دغه غونډه کې د ګډون له پاره د جاپان یوريشیما ته ورسیدانځور: Kyodo/REUTERS

په جاپان کې د جي۷ غونډه

د جي ۷ یا د نړۍ د ۷ سترو زبرځواکونو هیوادونو رهبران دا وخت په جاپان کې سره راټول شوي دي. د اوکراین ولسمشر، ولاديمیر زیلنسکي هم نن شنبه د می ۲۰مه په دغه غونډه کې د ګډون له پاره د جاپان یوريشیما ته رسېدلی، چېرته چې د جي ۷ رهبرانو د مسکو پر ضد د تحریمونو پر لا سختولو توافق کړی دی.

ورته نور ولولئ:اوکراین وايي د روسي کينژال توغندي او ډرون ېې راغورځولي

د جي۷ ډله د امریکا متحده ایالاتو، جاپان، آلمان، بریتانيا، فرانسه، ايټاليا او کاناډا هیوادونو څخه متشکله ده.

د جي ۷ رهبران دا وخت له لويو نړیوالو موضوعاتو سره لاس او ګریوان دي لکه پر اوکراین د روسي يرغل له وجې له رامنځ ته شوو بحرانونو، چين سره پر راوتلو اختلافاتو، د اقتصادي خونديتوب او د ټايوان جزېرې پر جنجالي موضوع چې بيجنګ هغه د خپلې خاورې برخه ګڼي.

له اوکراینه د روسي ځواکونو د وتلو غوښتنه

د جي۷ رهبرانو په یوه اعلاميه کې ويلي دي: «موږ پر چین غږ کوو چې پر روسيه باندې فشار راوړي چې خپل پوځي یرغل فوري او په بشپړه توګه ودروي او پرته له کومو شرط او شرایطو دې خپل ځواکونه له اوکراینه وباسي.»

 دوی همدارنګه هغو هیوادونو ته چې هڅه کوي روسيې ته د وسلو په څير شیانو صادرات وکړي، له «عواقبو» سره د مخ کېدو خبرداری ورکړی، کوم چې د رويټرز د رپوټ پر اساس، بیجنګ ته یو ځواکمن زيګنال استوي.

د جي۷ رهبران د جاپان د یوریشیما په ايتسوکوشیما جزیره کې - جمعه د ۲۰۲۳م کال د می میاشتې ۱۹مه
د جي۷ رهبران د جاپان د یوریشیما په ايتسوکوشیما جزیره کې - جمعه د ۲۰۲۳م کال د می میاشتې ۱۹مهانځور: G7 Hiroshima/pool/ZUMA/IMAGO

ورته نور ولولئ:جان کربي: روسیې له ایرانه ۴۰۰ ځانمرګي ډرون پېرلي

په اعلاميه کې زیاته شوې: «موږ په داخل کې د بېلېدو یا د تجزېې په حال کې نه يو. په ورته وخت کې موږ تشخیصوو چې اقتصادي انعطاف د خطر کمولو او تنوع اړتیا ده.» د جي ۷ رهبرانو همدارنګه ويلي دي چې «د ودې په حال کې او نړیوالو اصولو مطابق یو عمل کونکی چين به د نړېوالو منافعو په ګټه وي.»

زيلنسکي او د جي۷ رهبران

په پام کې ده چې د اوکراین ولسمشر، ولاديمیر زيلنسکي به د شنبې په ماښام، د جي۷ له مشرانو سره په جلا جلا توګه وويني.

فرانسې او د نورو اروپايي هیوادونو چارواکو خوښي ښودلې چې زيلنسکي په عرب لیګ کې تر ګډون وروسته چې د جمعې په ورځ ېې په کې وینا هم درلوده، اوس په جي۷ کې ګډون کوي. چارواکي وايي زيلنسکي به وشي کړی په دغه فرصت کې د روسي یرغل د یو قرباني په توګه د خپل هیواد ليدلوری بيان کړي او دا چې له جي۷ سره په راتلونکې کې د خپل هیواد له پاره څه ډول یوه سولیزه حل لاره ويني. په پام کې ده چې زیلنسکي به د يکشنبې په ورځ د نړيوال جنوب د هیوادونو په ګډون د یوې پراخې غونډې څخه د مخه، د جي۷ له مشرانو سره یوه غونډه ولري.

(Reuters)mks/mns

په اوکراین کې د جګړې پر موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم هم کتلی شئ:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل