1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

روسيې اوکراین ته د خوشه يي بمونو پر لېږد نیوکه وکړه

۱۴۰۲ تیر ۱۷, شنبه

روسيه وايي د امریکا متحده ایالاتو له خوا اوکراین ته د خوشه يي بمونو د لیږد تصمیم په اوکراین کې جګړه لاپسې شدیدوي. روسيې ويلي دي چې د امریکا دغه تصمیم بشريت د يوې نوې نړېوالې جګړې پر لور بیايي.

https://p.dw.com/p/4TcV9
د آرشیف انځور: خوشه يي مهمات هغو توغندیو او بمونو ته ويل کیږي چې له هوا څخه اهداف پرې په نخښه کیږي چې کوچنۍ برخې ېې په پراخه ساحه کې خپروي
د آرشیف انځور: خوشه يي مهمات هغو توغندیو او بمونو ته ويل کیږي چې له هوا څخه اهداف پرې په نخښه کیږي چې کوچنۍ برخې ېې په پراخه ساحه کې خپرويانځور: MOHAMMED ZAATARI/AP/picture alliance

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د جمعې په ماښام رپوت ورکړ چې په متحده ایالاتو کې د روسيې سفیر، اناتولي انتونوف، اوکراین ته د خوشه یي بمونونو د لیږد په تړاو ويلي دی: «واشنګټن په دغه شخړه کې خپل ماموریت ته بیا هم شدت ورکوي.» هغه زیاته کړې چې متحده ایالات، اوکراین ته د خوشه يي بمونو د لېږد پرته هم په دغه شخړه کې ژور ښکيل دي او «بشریت یوې نوې نړېوالې جګړې ته لا ورنژدې کوي.»

روسيې د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ په آخرو کې پر اوکراین پوځي حمله وکړه چې متحده ایالات له اوکراین څخه د روسیې پر ضد دفاعي مبارزه کې ملاتړ کوي.

ورته نور ولولئ:  چک اوکراین ته جنګي چورلکې ليږي او امریکا د خوشه يي بمونو پر لیږد فکر کوی

د روسيې سفير ويلي دي چې متحده ایالات په دې فکر کې دي چې روسيې ته ماتې ورکړي. د هغه په خبره، خو امریکا په دغه مسئله کې د خپلو کړنو خطر په نظر کې نه نيسي.

انتونوف زیاته کړې چې د خوشه يي بمونو یا خوشه يي مهماتو استول، «یو داسې عمل دی چې له بې وسۍ څخه سرچينه اخلي» چې دې سره امریکا او متحدین ېې خپله ناتواني ښکاره کوي. په خبره ېې چې هغوی نه غواړي د روسيې خلاف د اوکراين په تعرضي حملو کې پر خپلو ماتو اعتراف وکړي. «له همدې کبله هغوی ېوې نوې ليونتيا سره متوصل شوي دي.»

ورته نور ولولئ:  رپوټ: روسیې په اوکراین کې په پراخه کچه کلستر بمونه استعمال کړي

د اناتولي انتونوف په آند، د خوشه يي بمونو په استعمال سره به د جنګي قربانيانو شمیر لوړ شي او دا به صرف دومره وکړي چې د «کیف د رژیم د ساه ورکولو موده به تمدید کړي.» هغه دې ټکي ته هم اشاره کړې چې د ناټو اکثره غړي هیوادونه د خوشه يي بمونو د استعمال د منعې له تړون سره یو ځای شوي دي. د آلمان په ګډون، له سلو ډېر هیوادونه، د «اوسلو له کنوانسیون» څخه پیروی کوي، خو په خپله متحده ایالات او روسیه نه.

په امریکا کې د روسيې سفیر، اناتولي انتونوف، وايي متحده ایالت اوکراین ته د خوشه يي بمونو د لېږد پرته هم په دغه شخړه کې ژور ښکيل دی
په امریکا کې د روسيې سفیر، اناتولي انتونوف، وايي متحده ایالت اوکراین ته د خوشه يي بمونو د لېږد پرته هم په دغه شخړه کې ژور ښکيل دیانځور: Sergei Bobylev/TASS/dpa/picture alliance

ورته نور ولولئ:  پر اوکراين د روسيې يرغل؛ امريکا کيف ته نوري پيسې ورکوي

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان د رپوټونو پر اساس، روسیه پخپله هم له خوشه يي بمونو کار اخلي. خو د دې باوجود، دغه روسي ديپلومات پر واشنګټن نيوکه کړې چې د دا ډول یو «بشر ضد اقدام» پر وړاندې د بېلګې په توګه د بشر حقونو د مدافع کارپوهانو پر خبرداریو باندې سترګې پټوي.

خوشه يي مهمات هغو توغندیو او بمونو ته ويل کیږي چې له هوا څخه اهداف پرې په نخښه کیږي چې کوچنۍ برخې ېې په پراخه ساحه کې خپروي. خوشه يي مهمات، د ۸۰۰ میليون ډالرو (۷۲۹ میلیون یورو) په ارزښت، اوکراین سره د امریکا متحده ایالاتو د پوځي مرستو یوه نوې بسته ده.

ورته نور ولولئ:  د بشري حقونو فعالان: روسیې او اوکراين خوشه يي بمونه کارولي

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي، انتونیو ګوتریش، اوکراین ته د خوشه يي مهماتو د ورکړې پر تصمیم نيوکه کړې ده. د هغه یو ویاند د جمعې په ورځ تر دغه تصمیم لږ وروسته وویل چې ګوتریش نه غواړي چې «خوشه يي مهمات دې بیا هم د جګړې په میدان کې وکارول شوي.»

/dpa/mks/mns//si/hm

دلته له آرشیف څخه د وسلو په هکله يو انځوریز البوم هم کتلی شئ: