1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بشري حقونو فعالان: روسیې او اوکراين خوشه يي بمونه کارولي

۱۴۰۱ اردیبهشت ۲۲, پنجشنبه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په اوکراين کې د غير قانوني وژنو په اړه پر څيړنو غور کوي. په دې منځ کې د بشري حقونو د څار ټولنې ویلي چې اوکراين او روسیې دواړو د جګړې په ترڅ کې خوشه يي بمونه کارولي دي.

https://p.dw.com/p/4BCeP
Bilderchronik des Krieges in der Ukraine
انځور: Carol Guzy/Zumapress/picture alliance

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کميسارې ميشل باشليت، ويلي چې په دې وروستیو ورځو کې د اوکراین پلازمينې کيف ته څېرمه په زرونو جسدونه موندل شوي چې دا وژنې  پر اوکراين د روسیې د يرغل په ترڅ کې په احتمالي جنګي جرمونو کې شمیرل کیدلی شي.

باشليت په ژنيو کې میشت د بشري حقونو دې شورا ته وويل: «د کیف په شمال کې د اعدامونو د نخښو نښانو په ګډون د غير قانوني وژنو کچه، ټکان ورکوونکې ده.»

د بشري حقونو دا شورا به نن، پنجشنبه په دې اړه پريکړه وکړي چې آیا د هغه څه په اړه څېړنې وکړي او که څنګه چې په فیبرورۍ او مارچ مياشتو کې په کيف او نورو سيمو کې هغه مهال پېښ شوي چې روسي ځواکونه د سيمو په نيولو بوخت ول.

روسیې په وار وار سره د هغه څه په ترڅ کې چې دوی يې د اوکراين د «نازيانو څخه د پاکولو» او «بې نظامي کولو» عمليات بولي، د ملکيانو د په نخښه کولو خبره رد کړې ده.

د خوشه يي بمونو د کارولو تور

د هيومن راېټس واچ يا بشري حقونو د څار ټولنې د معلوماتو په حواله روسي ځواکونو په اوکراين کې خوشه یي بمونه کارولي دي. د بشري حقونو د څار دې ټولنې په ژنيو کې زياته کړې چې دې بمونو په سونو ملکيان وژلي او همدا راز یې ښوونځي، د استوګنې سیمې او نور عام تاسیسات ويجاړ کړي دي. زیاته شوې چې هيومن راېټس واچ ټولنې په ډېرو ښارونو چې خارکيف او مېکولايف هم په کې شامل دي، د دغه ډول بمونو کارول مستند کړي دي.

د یادې ټولنې له خوا زياته شوې چې د اوکراين پوځ هم لږ تر لږه يو ځل دغه ډول بمونه کارولي دي. زیاته شوې چې دا کار خارکيف ته څېرمه يوه کلي کې شوی چې د روسي پوځونو په کنترول کې وو.

Flughafen Köln/Bonn Luftwaffe holt weitere kriegsverletzte Ukrainer nach Deutschland
په طبي آلاتو مجهزه آلمانۍ الوتکهانځور: Henning Kaiser/dpa/picture alliance

له ۲۰۱۰ م کال راهيسې يو نړيوال تړون موجود دی چې له مخې یې د خوشه يي بمونو کارول، ساتل، تجارت او توليد منع دی. په رسمي توګه دا تړون د يوازې ۱۱۰ هېوادونو له خوا لاسليک شوی چې اوکراين او روسیه پکې شامل نه دي.

د ټپي اوکرايني عسکرو درملنه

د آلمان د وسله والو ځواکونو يوې ځانګړې مجهزې الوتکې پولنډ ته پرواز کړی دی چې په جګړه کې ټپي شوي اوکرايني عسکر د درملنې له پاره آلمان ته انتقال کړي. دا خبره سرچينو د ډي پي اې یا آلمان خبري آژانس ته کړې ده.

د سرچينو له خوا ويل شوي چې يوې «ای ۳۱۰ مدایواک» ډوله الوتکې چې د عاجلو طبي مرستو په وسایلو سنبال ده، د پنجشنبې پر سهار د آلمان له کلن ښار څخه پرواز کړی او په پام کې ده چې زخميان به له پولند څخه فرانکفورت ته انتقال کړي.

په ناټو ائتلاف کې د فنلند پر ژر تر ژره شامليدو ټينګار

د فنلند رئيس جمهور ساولي ني انیستو او لومړۍ وزيرې سانا مارين ويلي چې هېواد یې بايد د ناټو په پوځي ائتلاف کې د شامليدو له پاره ژر تر ژره خپل غوښتنليک وړاندې کړي. د فنلند په تګلاره کې دا بدلون پر اوکراين د روسیې تر يرغل وروسته ليدل کيږي.

ولسمشر ني انیستو او لومړۍ وزیرې مارين په یوه ګډه اعلاميه کې ويلي: «فنلند پرته له ځنډه د ناټو غړيتوب ترلاسه کولو ته عريضه باید وکړي.»

په اعلاميه کې زياته شوې: «موږ تمه لرو هغه ملي ګامونه چې د دې پريکړې د عملي کولو له پاره ورته لا اړتیا ده په راتلونکو څو ورځو کې واخيستل شي.»

فنلند لا دمخه له ناټو سره خپل همکاري هغه وخت زياته کړې وه کله چې روسیې په ۲۰۱۴م کال کې کريميا نيمه ټاپو له خپلې خاورې سره الحاق کړ. خو د فنلند حکومت تر اوسه په رسمي توګه په ناټو کې د شامليدو له پاره عريضه نه وه وړاندې کړې څو خپل ګاونډی هېواد روسيه ونه پاروي. مسکو په څو ځلي دې ته اشاره کړې ده چې پر اوکراين یې د بريد يو دليل ختیځ ته د ناټو د لمنې پراخیدل دي.

Finnland | PK Sanna Marin und Sauli Niinistö
د فنلند رئيس جمهور او لومړۍ وزيرهانځور: Markku Ulander/Lehtikuva/dpa/picture alliance

په دې منځ کې سويډن هم په عامه ولس کې د پر زياتيدونکو اندیښنو له کبله پر دې ډول اقدام غور کوي. د سويډن د بهرنيو چارو وزيرې اين لند د پنجشنبې په ورځ د تويتر له لارې ويلي چې هېواد به یې په اړه د پريکړې په ترڅ کې چې آیا په دغه ائتلاف کې د شامليدو له پاره غوښتنليک وړاندې کړي او که څنګه، د «فلند ارپوتین: د اوکراین په جګړه کې غرب ملامت کړزونې په نظر کې ونيسي.»

په ناټو ائتلاف کې د فنلند د احتمالي غړيتوب په اړه روسیې سخت غبرګون څرګند کړی دی او لویدیځ یې ګواښلی دی.

د کريملن وياند ديمتري پېسکوف وويل چې په ناټو سازمان کې د فنلند شامليدل به د روسیې د مشرتابه له نظره د روسیې له پاره «ښکاره» ګواښ وي. نوموړي زياته کړې چې د ناټو د پوځي سازمان د لمنې پراخيدل او روسیې پولو ته د ناټو رانزدې کيدل به «نړۍ او زموږ لویه وچه باثباته او خوندي نه کړي.» نوموړي زياته کړه چې روسیه به په ناټو سازمان کې د فنلند شامليدل خپل امنيت ته په کتو سره وارزوي.

ب. ص/ خ. ح (dpa, afp, rtr, ap)