1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر اوکراين د روسيې يرغل؛ امريکا کيف ته نوري پيسې ورکوي

۱۴۰۱ شهریور ۳, پنجشنبه

د زیلنسکي په حواله په چاپلین ښار کي د ریلګاډي پر تمځای باندي د برید په نتیجه کي ۲۵ کسان وژل سوي دي. خوشه يي بمونو تر اوسه په اوکراین کي تر ۷۰۰ زيات ملکي کسان وژلي دي. امریکا متحده ایالات نوري وسلې اوکراین ته استوي.

https://p.dw.com/p/4G1uV
USA Wolodymyr Selenskyj über Videokonferenz während einer Sitzung des UN-Sicherheitsrates
د امنیت په شورا کي د زیلینسکي ویډیویی ویناانځور: Michael M. Santiago/Getty Images

د ولسمشر زیلنسکي په حواله د اوکراین په ختیځ کي د ریلګاډو په یوه تمځای کي د روسیې له خوا راکټي برید په نتیجه کي ۲۵ کسان وژل سوي او ۵۰ نور ټپیان سوي دي. زیلنسکي د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غونډه کي د روسیې د یرغل د شپږو میاشتو د پوره کیدو او د اوکراین د خپلواکۍ د ورځي په مناسبت خپلي ویډیويي وینا کي وویل، دغه راکټونه په چاپلین ښار کي پر یوه ریلګاډي لګیدلي دي.

د اوکراین ولسمشر زیاتوي:«د ریلګاډي څلورو ډبو اور اخیستی. د ژغورني عمله د پیښي ځای ته رسیدلې، خو د قربانیانو شمیر ښايي تر دې هم لوړ سي. دا زموږ ورځنی حالت دی.»

په کیف کي د اوکراین د دفاع وزارت، پر تویتر باندي داسي تصویرونه خپاره کړي چي  ویجاړسوی ریلګاډی ښيي.

د روسیې د دفاع وزارت تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي. لکه څنګه چي د دغي جګړې څخه پوره شپږ میاشتي تیریږي او په عین حال کي د اوکراین د خپلواکۍ ورځ هم وه، نو ددې بیره موجوده وه چي د اوکراین پر زېربنايي تاسیساتو او حکومتي ودانیو به د روسیې له خوا بریدونه ترسره سي.

آلمان د ۵۰۰ میلیون یورو په ارزښت نوي وسلې اوکراین ته استوي

په اوکراین کي د خوشه يي بمونو قربانیان هم ډیر دي

د خوشه يي بمونو د څارني د ادارې په حواله په اوکراین کي په ۲۰۲۲م کال کي ۶۸۹ ملکي کسان د خوشه يي بمونو په نتیجه کي وژل سوي دي. په ژنیو کي د هینډیکیپ د نړیوال سازمان د رپوټ په حواله د قربانیانو شمېر ښايي تردې هم لوړ وي.

نوموړی مرستندویه سازمان دې ته هم اشاره کوي چي د اوسلو په تړون کي د خوشه يي بمونو پر استعمال باندي بندیز لګول سوی دی. خو بیا هم دغه ډول بمونه، هم د اوکرایني او هم د روسي پوځ له خوا استعمال سوي او په تیره بیا په هغو سیمو کي چي ملکي انسانانو ژوند کاوه. لکه څنګه چي د خوشه يي بمونو ۴۰ سلنه مستقیماً نه چوي، نو وروسته بیا ملکي کسانو ته ډیر خطر پیښولای سي.

بیربوک: اوکراین د امنیت او اروپا له پاره جنګیږي

د جرمني د خارجه وزیري انالینا بیربوک له پاره دا معلومه نه ده چی اوکراین به د روسیې په وړاندي جګړه وګټي او که څنګه. هغې د آلمان دوهم تلویزیوني چینل ته وویل: «موږ تر اوسه په هیڅ نه پوهیږو، حقیقت ډیر وحشتناک دی. خو سړی به تر ډیره حده هڅه وکړي چي ددې امکان رامنځته سي. دا ځکه چي اوکراین د خپلي آزادۍ، خپلواکۍ او په اروپا کي د امنیت  راوستلو له پاره جنګیږي.»

Todendorf | Flugabwehrpanzer Gepard Stinger Rakete
د دافع هوا گیپارد ډوله راکټونهانځور: Carsten Rehder/dpa/picture alliance

آلمان بیا د اوکراین له پاره د نظامي ملاتړ د غوښتلو او ددې حقیقت ترمنځ پر یوه تنګه لار روان دی چي ګواکي دغه هیواد په کافي اندازه اردو سمبال نه دی. د آلمان له پاره مهمه داده چي د اوکراین لنډمهاله ملاتړ وسي او په عین حال کي د منځمهال وخت له پاره د وسلو لیږدول پلان کړي.

اوکراین به د الوتکو ضد  ګیپارد ډوله ۳۰ ټانکونه له آلمان څخه ترلاسه کړي. د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ به نن پنجشنبه (۲۰۲۲م کال د اګست ۲۵) په ووست زې کي د اوکرایني سرتیرو له پاره تعلیمي پروګرام څخه لیدنه وکړي.

امریکا غواړي له اوکراین سره په میلیارډو ډالر مرسته وکړي

اوکراین کولای سي د روسیې پر وړاندي جګړه کي له امریکا متحده ایالاتو څخه پر نورو مرستو حساب وکړي. د امریکا ولسمشر جو بایدن د چهار شنبې په ورځ په واشنګټن کي اعلان وکړ چي د کیف حکومت ته به نږدې درې میلیارده ډالر په اختیار کي ورکړي.

Symbolbild US-Präsident Biden beim Telefonieren
د امریکا ولسمشر جو بایدن په روانه اونۍ کي له زیلینسکي سره د تلیفوني خبري پلان کړيانځور: White House/ZUMA Press Wire Service/picture alliance

د بایدن په خبره په دې ډول اوکراین کولای سي ځانته د دافع هوا او توپخانې سیستمونه، مهمات، بې پیلوټه الوتکي او رادار  برابر کړي تر څو د ډیر وخت له پاره خپله دفاع وکولای سي.

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت په خبره، د کیف له پاره په نوې بسته کي د نورو ترڅنګ، له مځکي څخه هوا ته شپږ اضافي NASAMS ډوله د توغندیو دفاعي سیستمونه، د توپخانې او هاوان مرمۍ، د توپ ضد رادار، د بې پیلوټه الوتکو بیلابیل سیستمونه، د لایزر لارښود او همدارنګه د ځواکونو د روزنې او د وسلو د سیسټمونو د ساتنې له پاره پیسې هم شاملي دي.

د اوکراین ولس د ملاتړ له پاره

روسیې خپل د ګاونډي هیواد اوکراین په وړاندي جګړه شپږ میاشتي مخکي پیل کړه. اوکراین په عین وخت کي د چهارشنبې په ورځ له روسیې څخه د خپل هیواد د خپلواکۍ ۳۱ م کالیزه ولمانځله. د امریکا ولسمشر جوبایدن له همدې کبله نوموړي هیواد ته مبارکي ورکړه او وې ویل: «دا ښيي چي اوکراین په دې ویاړي چي یو خپلواک او آزاد ملت دی او همداسي به پاته سي.« امریکا متحده ایالات دې ته ژمن دي چي د اوکراین د ولس له خوا د خپل  مځکني تمامیت د دفاع له پاره د هغوی ملاتړ وکړي.

د امریکا د دفاع وزارت یوه ویاند وویل چي دغه نظامي مرسته به په اطمینان سره وروستۍ مرسته نه وي. ټول تمرکز به پر دې وي چي د امکان ترحده ژر تر ژره وسلې او مهمات اوکراین ته ورسیږي، ډېر وخت د امریکا متحده ایالاتو له زیرمو څخه هم.

GP/NZ/DW Online