«روسي هیکران د المان د برېښنا شبکې ته شدید خطر پیښولی شي»
۱۴۰۲ مرداد ۱۱, چهارشنبهد الماني پوځ یوه کارپوه او د سایبري خوندیتوب د څانگې مشر توماس داوم دغه هیواد ته د ورپیښو سایبري بریدونوخطر ته په اشارې سره وویل چې روسیه په دې برخه کې د المان له پاره تر ټولو لوی خطر دی. هغه زیاته کړه چې روسي هیکران کولی شي د المان د بریښنا پر شبکې برید وکړي.
د اگست میاشتې په لومړۍ نیټه د المان د دفاع وزیر بوریس پیستوریوس، د دغه هیواد په لویدیځ لوی ایالت نورد راین وستفالن، کې د سایبري او اطلاعاتي خدماتو شبکه پرانیستله.
په دغو مراسمو کې د المان د سمندري ځواکونو مرستیال مشر جنرال توماس داوم وویل: «زه ویره لرم چې یو وخت به له داسې حقیقت سره مخامخ شو چې زموږ د بريښنا شبکې یوه دستگاه به کار پریږدي.» داوم په ښکاره ټکو وویل: «موږ د روسیې له خوا له خطر سره مخامخ یو، په داسې حال کې چې د چین، شمالي کوریا او ایران په څیر هیوادونو دا ډول وړتیاوې هم له پامه نه شي غورځول کیدلی».
د الماني پوځ دغه کارپوه د روسیې له اړخه موجودو احتمالي گواښونو په ارتباط زیاته کړه چې ډیر شمیر داسې ساده بریدونه دي چې هدف یي د سرور اورلوډ کول یا تر اندازې زیات فشار لاندې راوستل دي، د بیلگې په توگه د الماني پوځ، د المان حکومت او د المان د هوایي اډو پر ویب سايټونو د په زرگونو عریضو پوسټول دي، څو پر ویب سايټس یا انټرنټ پاڼو فشار زیات شي.
د المان د سایبري خوندیتوب څانگې مشر پر یوې بلې موضوع د ټینگار په ترڅ کې وویل چې پر دغو بریدونو سربیره د لا زیاتو پرمختللو بریدونو هڅې هم روانې دي. هغه زیاته کړه چې د المان سایبري سیستم ته د ننوتلو کوښښ کیږي، خو زیاته یې کړه «زموږ سره د دې له پاره مناسب حفاظتي میکانیزم موجود دی.»
د الماني پوځ د سایبري معلوماتو د خونې یا CIR خوندیتوب، د المان د وسله والو ځواکونو د سایبري امنیت او آی ټي مسئولیت دی. د دې ادارې کار د سایبري بریدونو مخه نیول او تر څنگ یې د الماني پوڅ په بهرنیو ماموریتونو کې د دښمن د مخابراتي سگنالونو د ځای معلومول او د بې پيلوټه الوتکو پر شا تمبول شامل دي.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز