1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پولینډ او سلواکیا پر پارلمانونو باندي سایبري بریدونه

۱۴۰۱ آبان ۶, جمعه

د پولینډ او سلواکیا پارلمانونه د سایبري حملو ښکار ګرزیدلي دي. د پولینډ د پایتخت وارسا څخه د سنا یوه ویاند ویلي دي، چي پر پولینډ باندي دغه حملې د څو خواوو څخه تر سره سوي دي، د روسیې د فدراسیون له طرفه هم.

https://p.dw.com/p/4IoG8
Symbolbild Cybeangriff
انځور: Jochen Tack/IMAGO

په خبره یې امکان لري دغه حمله د تیري چهارشنبې د سنا د هغي فیصلې سره ارتباط ولري، د کوم پراساس چي د روسیې حکومت د یوه « تروریسټي رژیم » په حیث اعلان سوی ؤ. 
په سلواکیا کي بیا د پارلمان د ارقامو پراساس ټوله کمپيوټرونه او د تلیفون شبکې کار نه ورکوي او وکیلان نسي کولای د قوانینو ډیرو لایحو ته رايي ورکړي.