1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بایدن: د امریکا راتلونکې جګړه به د سایبري بریدونو له کبله وي

۱۴۰۰ مرداد ۶, چهارشنبه

بایدن ویلي چې که په راتلونکي کې له کوم لوی قدرت سره د امریکا حقیقي جګړه رامنځته کیږي، نو مهم لامل یې کیدای شي سایبري حملې وي. د روسیې او چین له خوا مخ پر زیاتیدونکي سایبري خطرونو په پام کې نیولو سره دا ډیره مهمه وینا ده.

https://p.dw.com/p/3yAUU
USA Washington | Präsident | Joe Biden
انځور: Saul Loeb/AFP/Getty Images

په دې وروستیو کې پر یو شمیر مهمو امریکایي شرکتونو تر سایبري بریدونو (انټرنټي حملو) وروسته د سایبري امنیت موضوع د امریکا متحده ایالاتو د حکومت د اجنډا په سر کې ځای نیولی دی.

له څه مودې راهیسې د امریکا د سولري انرژۍ، کولونئیل پائپ لاین کمپنۍ، د غوښې د پروسس کمپنۍ او د سافټ ویر په څیر یو شمیر لوی شرکتونه د انټرنټي بریدونو هدف ګرځیدلي دي.

د دغو بریدونو له امله د امریکا ځینو برخو ته د سون توکو او خوراکي موادو د لیږد بهیر اغیزمن شوی وو.

حو بايدن د امریکا د ملي امنیت ادارې (ODNI) له دفتر څخه د خپلې لومړۍ لیدنې کتنې پر مهال په خپله نږدې نیم ساعته وینا کې وویل: «زما په اند خبره له قیاس کولو څخه وړاندې تللې ده او موږ د پایلو په طرف روان یوو. که چیرې موږ ته نتایج د کومې جګړې په شکل کې رابرسیره شي، له کوم لوی قدرت سره د حقیقي جګړې په صورت کې، نو د هغې سبب به سایبري سرغړونې وي او لوی قدرتونه په دې برخه کې په غیر معمولي ډول د خپلو وړتیاو پر زیاتولو مصروفه دي.»

د امریکا ولسمشر د نوموړي ادارې کارمندانو ته ډاډ ورکړ چې د دوی پر ژمنتیا پوره باور لري او پر دوی به هیڅ ډول سیاسي فشار نه واردیږي.

USA Greeley | Fleischverarbeitungsbetrieb JBS
د سایبري حملو له امله د امریکا په ځینو برخو کې د سون توکو او خوراکي موادو د رسونې بهیر اغیزمن شوی وانځور: David Zalubowski/AP Photo/picture alliance

بایدن د امریکا ملي امنیت ته د چین او روسیې له خوا مخ پر ډیریدونکي خطرونو ته هم اشاره وکړه او وې ویل چې په دې وروستیو کې پر حکومتي ادارو او شخصي کمپنیو د سایبري بریدونو په شمیر کې زیاتوالی راغلی دی. په دې کې د باج اخیستنې په هدف ترسره شوي بریدونه هم شامل دي.

نوموړي وویل چې امریکایي چارواکو په دغو بریدونو کې د یادو دواړو هیوادونو اِجنټان ښکیل موندلي دي.

د امریکا ولسمشر جو بایدن د جون مياشتي پر ۱۶ نېټه په ژنیف کې د سرمشریزې په څنډه کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د ملاقات پر مهال هغه ته د امریکا د مهمو ادارو او زیربناو یو فهرست وړاندې کړی او ویلې یې ول چې پر دغو ادارو به هیڅ ډول سایبري حملې ونه زغمل شي.

د سپينې ماڼې په وینا د امریکا د ملي امنیت ادارې لوړپوړو چارواکو د دغو سایبري حملو په اړه د کریملین له لوړپوړو چارواکو سره په پرله پسې ډول تماسونه نیولي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز