1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند د کاناډا د څلویښتو ډیپلوماټانو د ایستلو غوښتنه کړې

۱۴۰۲ مهر ۱۱, سه‌شنبه

د یوه راپور له مخې، د هند حکومت له کاناډا غوښتي چې له دغه هېواده خپل ۴۱ دیپلوماټان وباسي. تر اوسه د هند او کاناډا د بهرنیو چارو وزارتونو د دغه راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

https://p.dw.com/p/4X4HH
Indien Neu Delhi | Justin Trudeau und Narendra Modi
انځور: Sean Kilpatrick/AP/picture alliance


د «فایننشیال ټایمز» ورځپاڼې د راپور له مخې، د نوي ډیلي او اوتاوا ترمنځ له سیاسي کړکېچ وروسته د هند حکومت د ۴۱ کاناډايي ډیپلوماټانو د وتلو غوښتنه کړې ده. د هند د بهرنیو چارو وزارت په وروستیو کې په هند کې د کاناډا د ډیپلوماتیک حضور د کمولو غوښتنه کړې وه.

وروسته له هغې چې د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو د هند حکومت د یوه کاناډايي سیک اوسېدونکي په وژلو تورن کړ، د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې شوې.

د هند حکومت د لومړي وزیر ټروډو ادعا "بې اساسه" بللې چې سیاسي انګیزه لري.

فایننشیال ټایمز ورځپاڼې دا خبر د داخلي سرچینو په حواله خپور کړی، خو نوي ډیلي او اوټاوا تر اوسه دې راپور ته غبرګون نه دی ښودلی.
اوس په هند کې د کاناډايي دیپلوماتانو شمېر په کاناډا کې د هندي ډیپلوماټانو له شمېر څخه ډېر دی. د «فایننشیال ټایمز» ورځپاڼې د راپور پر بنسټ، اوس په هند کې د کاناډا ۶۲ دیپلوماتان مېشت دي. په کاناډا کې د هندي ډیاسپورا لویه ټولنه ژوند کوي او یو لوی شمیر هنديان غواړي په کاناډا کې زده کړې وکړي.

 

د هاردیپ سینګ نیجار د وژنې پر سر د دواړو هیوادونو تر منځ کړکیچ رامنځ ته شوی دی. د کاناډا دې اوسېدونکي د هند په خاوره کې د سیکانو له پاره د "خالصستان" یا خپلواک دولت د جوړولو یو مهم ملاتړی وو.
هغه په جون میاشت کې په کاناډا کې په نښه او ووژل شو. هندي چارواکو هغه په ​​"ترهګرۍ" تورن کړی او له ډېرې مودې راهیسې یې د موندلو هڅې کولې. په کاناډا کې ډېر سیکهان ژوند کوي.