1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستهندوستان

هند کاناډایانو ته د ویزو پروسه ځنډولې

۱۴۰۲ شهریور ۳۰, پنجشنبه

د کاناډا حکومت د يوه سيک فعال له وژنې سره د هند د حکومت د احتمالي تړاو په اړه پلټنې کوي چې له دې کبله د دواړو هېوادونو ترمنځ ترنګلتيا ډېره شوې ده. په همدې ترڅ کې هند کاناډايانو ته د ويزو د ورکړې پروسه ځنډولې ده.

https://p.dw.com/p/4WeHq
Kanada Protest
دغه سیک په تېره جون میاشت کې د کاناډا وانکیور ښار ته نیږدې وژل شوی وو.انځور: Ethan Cairns/The Canadian Press/AP/picture alliance

د هغې خبرپاڼې له مخې چې د پنجشنبې په ورځ د ویزو د ورکړې شرکت پر ویب سایټ باندې خپره شوې، هند تر «تر بلې اطلاع» د کاناډایانو لپاره د ویزې ورکړه بندوي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت هم بيا وروسته تائيد کړه چې د ویزې د ورکړې پروسه ځنډول شوې ده.

د بي ال اس نړیوال په نوم یو هندي شرکت چې د ویزو خدمات ترسره کوي، پر خپل ویب سایټ یوه خبرپاڼه  «د هند د سفارت یو مهم خبرداری» تر نامه خپره کړې او ویلي: «د عملیاتي لاملونو له امله د سپتمبر له ۲۱ مې  د هند د ویزو خدمات تر بلې اطلاع پورې وځنډیدل».

دغه ګام وروسته له هغې پورته کیږي چې په کاناډا کېد یوه بیلتون غوښتونکي سیک هاردیپ سینګ نجار له وژلو وروسته د دواړو هیوادونو تر منځ  ډیپلوماتیک اختلافات رامنځته شول.

دغه سیک په تېره جون میاشت کې د  کاناډا وانکیور ښار ته نیږدې وژل شوی وو.

کاناډا ویلي وه چې په دغې وژنه کې هند لاس لري هغه تور چې په نوي ډهلي کې حکومت «بې ځایه» ګڼلی او رد کړی دی.

د ویزو د ځنډیدو ناڅرګند حالت

هغه اطلاعیه چې د هندي رسنیو له خوا خپره شوې وه ،له خپریدو څو دقیقې وروسته بي ايل اس شرکت له ویب سایټ لرې شوه خو وروسته بیرته پرته له کومې تشریح بیا خپره شوه.

هندوستان ټایمز د یوه هندي چارواکي له قوله چې نوم یې نه دی ښوول شوی، د ویزو ځنډیدل تاید کړي دي.

 خو د پنجشنبې په ورځ د هند د قونسلګرۍ ویب پاڼې بندې شوې او په دې اړه تر دې دمه د هند او کاناډا چارواکو څه نه دي ویلي .

د چهارشنبې په ورځ، د هند د بهرنیو چارو وزارت کاناډا کې میشت هندي وګړو او سفر کونکو ته د کاناډا ځينو سيمو ته له تلو څخه خبرداری ورکړی دی.

کاڼاډا هند کې خپل ډیپلوماتیک حضور تنظیموي

په هند کې د کاناډا عالي کمیسیون د پنجشنبې به ورځ اعلان وکړ چې په خواله رسنیو کې د امنیتي ګواښونو له امله په دغه هیواد کې د خپلو کارکوونکو شمیر کموي.

د کاناډا سفارت په یوې خبر پاڼه کې ویلي چې »اوسنۍ فضا ته په کتو سره چې ترنګلتياو پکې ډېرې شوي دي

موږ د خپلو ډیپلوماتانو د امنیت د تضمین لپاره ګامونه اخلو.«

په دغه اعلامیه کې راغلي چې «د کاناډا د نړیوالو چارو اداره هغه ګواښونه ارزوي چې یو شمیر ډیپلوماټانو د بیلابیلو خواله رسنیو له خوا ترلاسه کړي دي.«