1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له ۸۴۰ زرو ډیرو افغانانو امریکا ته د تګ لپاره نوم لیکنه کړې

۱۴۰۲ شهریور ۱۱, شنبه

په افغانستان کې له ۸۴۰ زرو ډیر داسې افغانان پاتې دي چې امریکا ته د تګ له پاره یې نوم لیکنه کړې ده. امریکا د پخواني حکومت د سقوط راهیسې د بیا میشتیدنې پروګرام لري چې له مخې یې له خطر سره مخ افغانان امریکا ته انتقالوي.

https://p.dw.com/p/4VsM7
Afghanistan I Evakuierungsflug I Qatar Airline
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د شمیرو له مخې په افغانستان کې له ۸۴۰ زره ډیر افغانان لا هم امریکا ته د تګ له پاره انتظار باسي، داسې کسان چې د امریکا د بیا میشتیدنې په پروګرام کې یې نوم لیکنه کړې ده.

د پنجشنبې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د عمومي مفتش لخوا خپور شوی راپور هغه ګامونه په ګوته کوي چې دې ادارې د افغانانو لپاره د ځانګړي مهاجرت ویزو پروسس ښه کولو لپاره اخیستي. خو له افغانستان څخه د امریکا له وتلو او واک ته د طالبانو له راتګ دوه کاله وروسته هم امریکا ته د افغانانو د انتقال په برخه کې ننګونې لا په ځای پاتې دي.

د امریکا د ویزې پروګرام په ۲۰۰۹م کال کې د امریکا متحده ایالاتو د ځايي همکارانو هغو افغان کارمندانو سره د مرستې لپاره پیل شو چې د امریکایانو سره په ګډه یې په افغانستان کې کار کړی وو او د خپل دغه کار له کبله د پام وړ خطرونو سره مخ وو. د عراقیانو له پاره هم دغه ډول یو ورته پروګرام شتون لري. په امریکا متحده ایالاتو او له دې هیواده بهر د امریکا دواړه پروګرامونه له انتقادونو سره مخامخ شوي دي.

په ورته وخت کې له افغانستانه امریکا متحده ایالاتو ته د تلونکو افغانانو په غوښتنلیکونو کې هم زیاتوالی راغلی دی. د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د یاد راپور له مخې، د ۲۰۲۱ کال په اکټوبر کې له ۳۰،۰۰۰ څخه لږ غوښتونکي وو، خو د ۲۰۲۲ کال تر ډسمبر پورې دا شمېر شاوخوا ۱۵۵۰۰۰ غوښتنلیکونو ته لوړ شوی دی. په دې شمیرو کې د غوښتنلیکونکو د کورنۍ غړي شامل نه دي.

د امریکا د ویزې پروګرام په ۲۰۰۹م کال کې د امریکا متحده ایالاتو د ځايي همکارانو هغو افغان کارمندانو سره د مرستې لپاره پیل شو چې د امریکایانو سره په ګډه یې په افغانستان کې کار کړی وو.
د امریکا د ویزې پروګرام په ۲۰۰۹م کال کې د امریکا متحده ایالاتو د ځايي همکارانو هغو افغان کارمندانو سره د مرستې لپاره پیل شو چې د امریکایانو سره په ګډه یې په افغانستان کې کار کړی وو.انځور: AFP

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت اټکل کوي چې د روان کال د اپریل تر میاشتې پورې له ۸۴۰ زرو څخه زیات افغانان لا هم افغانستان کې دي، داسې افغانان چې د امریکا د ځانګړي ویزې پروګرام له پاره یې نوم لیکنه کړې او دا چې په دې کسانو کې د دوی د کورنیو غړي هم شامل دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په حواله هر څوک چې درخواست کوي نه منل کیږي او زیاتوي چې شاوخوا ۵۰ سلنه د ویزې غوښتونکي د پروسې په پیل کې په کلیدي مرحله کې په شرایطو برابر نه وي او درخواستونه یې رد کیږي. یاد وزارت ویلي چې امریکا متحده ایالاتو تر اوسه پورې نیږدې ۳۴ زرو افغانانو ته د امریکا ویزې ورکړي او دا چې د تیرو کلونو په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي.

سربیره پر دې، دغه وزارت ویلي چې د کارونو د چکټتیا له پاره یې لا ډیر کارمندان استخدام کړي او دا چې د امریکا له دفاع وزارت یا پتناګون سره یې هم د افغان محلي کارمندانو د تصدیق له پاره همغږي ډیره کړې ده.