1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا افغانانو ته د ویزې غوښتنې بهیر اسانه کوي

۱۴۰۱ تیر ۲۸, سه‌شنبه

امریکا متحده ایالات د افغانانو له پاره د ځانګړي مهاجرت ویزې د غوښتنې بهیر آسانه کوي.

https://p.dw.com/p/4ELSN
Kabul, Afghanistan | Taliban wollen wieder Pässe ausgeben
انځور: Jorge Silva/Reuters

د امریکا د داخلي امنیت وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د ځانګړې مهاجرت ویزې (اس آی وي) غوښتنې بهیر د افغانانو له پاره آسانه کیږي. له دې وروسته د دا ډول ویزو تقاضا کوونکي کولی شي چې د یوه فورم په ډکولو او استولو سره د ویزې غوښتنه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن، او د دغه هیواد د داخلي امنیت وزیر آلخاندرو مایورکاس، په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي دي چې د دې اونۍ له پیل څخه، تقاضا کوونکي کسان د مهاجرت «ځانګړې معرفي نامې» ته اړتیا نه لري. په دې اعلامیه کې راغلي دي: «دا نوې پروسه به د ویزه غوښتونکو پر مخ د خنډنو په لیري کولو او بهیر په ګړندی کولو کې مرسته وکړي.»