1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کانګرس ته افغانانو ته د ګرين کارت د ورکړې لايحه معرفي شوې

۱۴۰۱ مرداد ۱۹, چهارشنبه

د امريکا کانګرس ته داسې يوه لايحه معرفي شوي چې له مخې به یې افغانانو ته د ګرين کارت او يا د امريکا د دايمې اقامې ترلاسه کول آسانه شي. دغه قانوني مسوده د کانګرس د دواړو ګوندونو له ملاتړه برخمنه ده.

https://p.dw.com/p/4FLkI
Die amerikanische Green Card
انځور: Getty Images/AFP/J. Watson

دغه لايحه چې « Afghanistan Adjustment Act » يا د «افغان تعديل لايحه» نوميږي د امريکا کانګرس ته د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د اګست ۹)  وړاندې شوې ده.

د دې لايحې له مخه به هغو افغان ځواکونه ته هم چې امريکايي ځواکونو ترڅنګ جنګيدلي دي لکه افغان کوماندو او د هوايي ځواک پرسونل او همدا راز هغه مېرمنو ته د خاصو ویزو د ترلاسه کولو موقع ورکړل شي چې د ترهګرۍ ضد تخنیکي ټیمونو کې یې کار کړی وي.

د امريکا کانګرس د ديموکراتانو استازي اريل بلومناور چې د جمهوري غوښتونکو له غړي پيتر ميجر سره چې په شريکه د استازو په مجلس کې د دې لايحې مسئوليت پر غاړه لري، په يوه اعلاميه کې وويل: «موږ بايد هغو ته د خوندي او قانوني پناه ورکړې ته ژمن پاته شو چې په افغانستان کې یې د امريکا د ماموريت د ملاتړ له پاره خپل ژوند په خپله خوښه په خطر کې اچولی وو.»

امریکا ته د ویزې ترلاسه کولو چانس بيا برابر سوی

د سناراتو لندسي ګراهم په ګډون د جمهوري غوښتونکو درې سناتورانو د ديموکراتانو له دريو غړيو سره چې په کانګرس کې اکثريت لري، يوځای شوي څو د افغانستان د تعديل لايحه په نوم د دې قانوني مادې يو ورته شکل په سنا مجلس کې وړاندې کړي چې په دې توګه یې د تصويب چانسونه هم ډېريږي.

خو د کانګرس يوه مرستيال چې د نوم نه ښوولو په شرط یې خبرې کولې وويل چې دا لايحه به ښايي د مهاجرت ضد جمهوري غوښتونکو له خوا د يو څه «مقاومت» سره مخ شي.

دمګړۍ په امریکا کې هغه افغانان چې د لنډ مهاله بشر دوستانه اقامت په چوکاټ کې منل شوي دي، يوازې د پناه اخيستو او يا هم د مهاجرت د ځانګړو ویزو «اس آې وي» له لارې د امريکا دايمي اقامه ترلاسه کولی شي، خو دغه بهيرونه اوسمهال له ډېر ځنډ سره مخ دي.

د ګرین کارډ اخیستلو شرایط نور هم سخت شول؟

د تېر کال په اګست مياشت کې د تخلیې په ترڅ امريکا ته له داخلو شويو ۷۶ زرو افغانانو څخه یې ډېر د لنډ مهاله بشر دوستانه ويزو په چوکاټ کې امريکا ته داخل شوي دي او د مهاجرت د موقتي موقف په ترلاسه کولو سره يوازې د دوو کلونو مودې له پاره په امريکا کې پاتیدلی شي. دا نوې لايحه به افغانانو ته د دې لاره هواره کړي چې دايمي اقامې ترلاسه کولو ته عريضه ورکړي.

ب. ص/ ن. ز (Reuters)