1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راشد خان له کلیوالي لوبو تر نړېوالو جامونو

۱۴۰۲ مهر ۷, جمعه

د افغانستان وتلی لوبغاړي راشد خان په هلکتوب کې هېله درلوده چې د خپلې کورنۍ لومړنی ډاکټر شي. خو له کریکټ سره د هغه ليوالتیا د هغه مسير بدل کړ چې نن ورځ په نړۍ کې يوه پېژندل شوې څېره ده. فرانس پریس ورته لنډه کتنه کړې.

https://p.dw.com/p/4Wwzz
Vereinigte Arabische Emirate T20 World Cup Cricket Afghanistan vs Schottland
انځور: Aijaz Rahi/ASSOCIATED PRESS/picture alliance

د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ په يوه لېري وچ پراته کلي کې رالوی شوی راشد خان هغه وخت کريکټ ته مخه کړه چې د ېوه کورني کریکټ ټيم غړی وګرځېد. هغه په دغه ټيم کې د خپلو وروڼو پر وړاندې توپ اچونه کوله. له کریکټ سره د دوی مینه دومره ډېره وه چې که له کوره بهر به هوا خرابه وه د کور په دهلیزونو کې به ېې لوبې کولې.

په خان کې موجوده وړتیاو له هغه سره مرسته وکړه چې خپل څرخکي ډوله توپ اچونې ته وده ورکړي او همدا سبب شو چې د نړۍ د شل اورویزو لوبو د تر ټولو غوره توپ اچونکو په ډله کې راشي. خان په هندوستان کې د پيلیدونکي شل اوریز نړېوال جام په سیالیو کې له مطرح لوبغاړو څخه یو دی چې د افغانستان له پاره به په کې لوبه کوي.

د فرانس پرنس د رپوت پر اساس، ۲۵ کلن راشد خان په خپلې ېوې وروستۍ مرکه کې وويل: «زما سرعت، زما تېزۍ غلطياني، دا ټولو د کور په لوبو کې وده وکړه.»

زما سرعت، زما تېزۍ غلطياني، دا ټولو د کور په لوبو کې وده وکړه
زما سرعت، زما تېزۍ غلطياني، دا ټولو د کور په لوبو کې وده وکړهانځور: Clive Mason/Getty Images

خان زياتوي: «که چېرته ما د یو ساده سپينر په څېر توپ اچونه کولای، کېدای شوای چې [توپ] ورو څرخ خوړای او زما ورور به کولی شوای چې په اسانۍ يې دفاع کړي. زه اړ شوم چې باید یو څه متفاوت کار وکړم، ځکه خو مې تغيیرات رامنځ ته کړل.»

راشد خان وايي چې د پاکستان پخوانی وتلی آلراونډر، شاهد آفریدی، یې د خوښې لوبغاړی دی. په خان کې د آفريدي په څېر د ښې توپ اچونکي او قوی توپوهنې وړتياوې سبب شوې چې ډېر ژر د سيلکټرانو پام ورواوړي.

خان د آفريدي په هکله وايي: «آفريدی يوازينی لوبغاړی دی چې په ټوله نړۍ کې مينه وال لري.» خان زیاتوي: «تاسو د هغه ريکارډ ته وګورئ، هغه ډېرې سليزې نه لري، خو کله به چې ډګر ته راغی څلوريزې، پنځه او شپږيزې به ېې وهلې...»

د افغانستان لومړنی نړيوال کپټان، نوروز منګل، په کورنيو لوبو کې په راشد خان کې موجود استعداد موندلی وو. راشد خان د منګل يوه پخوانۍ کیسه کوي: «په ۲۰۱۵م کال کې د پاکستان ستر انظمام الحق زموږ کوچ وو. هغه چې کله راشد خان ولید نو وې ويل «دا څه یو لوبغاړی دی». هماغه وو چې هغه ېې د زمبابوي پر وړاندې تورنمنت کې ونیو.»

هغه وخت چې راشد خان ۱۷ کلن وو د زمبابوي په بولاوایو ښار کې ېې یوازې یوه ويکټه واخیسته، خو د هغه کارکردګي، فریب او اقتصادي وړتيا ډېر ژر د پام وړ وګرځېدې.

خان تر هغه دوه کاله وروسته د هندوستان په غوره ليګ (آي پي ال) کې چې تر ټولو ډېر عاید لرونکی لیګ دی، قرارداد لاسلیک کړ او د نړۍ د غوره لوبغاړو په کتار کې ولوبېده.

خان له آي پي ال علاوه، د نړۍ په نورو شل اوریزو لیګونو کې هم لوبېدلی دی چې په دې برخه کې ېې له کارابین، استرالیا، شمالي امریکا او آسیا کې قراردادونو درلودلي دي.

راشد خان په ۲۰۱۷م کال کې د کريکټ د نړېوالې شورا (آی سي سي) د یو هيواد له پاره د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.

په راتلونکي کال کې ېې خان په یو ورځنیو نړېوالو لوبو کې د سلو ويکټونو په اخیستلو تر ټولو چټک بالر وګرځيد. هغه دغه ويکټې يوازې په ۴۴ لوبو کې ترلاسه کړې.

د آرشیف انځور - راشد خان تر څنګ د دې چې یو وتلی توپ اچونکی دی، همدارنګه په توپوهنه کې هم خپله وړتیا لري
د آرشیف انځور - راشد خان تر څنګ د دې چې یو وتلی توپ اچونکی دی، همدارنګه په توپوهنه کې هم خپله وړتیا لريانځور: Getty Images/D. Kalisz

د راشد خان له پاره تر ټولو ناهيلې کونکې لوبې په انګلیند کې د ۲۰۱۹م کال نړيوال جام سیالۍ وې چې هغه پکې د خپلو تېرو ټولو لاسته راوړنو خلاف يوازې شپږ ويکټې واخیستې او دغه راز افغانستان خپلې ټولې ۹ لوبې پکې وبایللې.

خان نه یوازې په توپ اچونه کې غوره لوبغاړی دی، بلکې په توپوهنه کې هم خپل تکړه دی. هغه د اینګلند په اولد ترافولد لوبغالي کې وتوانيد چې په ۹ اورونو کې د ۱۱ شپږيزو په وهلو ۱۱۰ منډې جوړې کړي چې دا په يو ورځنیو نړېوالو سیالیو کې د یو توپ اچونکي له پاره تر ټولو لوړ امتیاز دی.

راشد خان په دې باور دی چې په راروان نړېوال جام کې د هندوستان د ډېرو دوست سپينر ويکټونو موجودیت به هغه ته د دې موقع په لاس ورکړي چې ښه وځليږي. خان هیله لري چې هغه د افغانستان د راتلونکي نسل کریکټرانو ته الهام ورکوونکی واقع شي.

راشد خان وايي: «که تاسو ډېر زیار وباسئ او پر ځان باورمند واوسئ، تاسو کولی شئ هر ځای ته چې غواړۍ ورسيږئ.»

راشد خان دا وخت په یو ورځنیو نړيوالو لوبو کې د ۱۷۲ ويکټو ريکارډ لري. هغه وايي: «دا د هغو ځوانانو له پاره چې اوس ېې لوبو ته مخه کړې یو ښه مثال دی.»

(AFP)mks/nz/

د افغانستان د کریکټ راتلونکی څنګه دی؟

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل