1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتپاکستان

کرېکټ: د پاکستان نسیم شاه په نړېوال جام کې نه لوبيږي

۱۴۰۲ شهریور ۳۱, جمعه

د پاکستان د کریکټ ملي ټيم د کریکټ په نړېوال جام سیالیو کې خپل توپ اچونکی نسیم شاه له ځانه سره نه لري. هغه د ټپي کېدو له کبله په دغه جام کې چې راتلونکې میاشت هندوستان کې پيليږي نشته، پر ځای ېې حسن علي ټيم کې نيول شوی دی.

https://p.dw.com/p/4Wh2N
د پاکستان د کریکټ چارواکو په نړېوال جام کې د نسیم شاه نه شتون د دغه هېواد له پاره یو ضایعه بللې ده
د پاکستان د کریکټ چارواکو په نړېوال جام کې د نسیم شاه نه شتون د دغه هېواد له پاره یو ضایعه بللې دهانځور: Pankaj Nangia/AP Photo/picture alliance

د پاکستان د کریکټ چارواکو په نړېوال جام کې د نسیم شاه نه شتون د دغه هېواد له پاره یو ضایعه بللې ده.

پاکستان د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۳م کال د سپتمبر ۲۲مه) راتلونکې میاشت په هندوستان کې د کرېکټ د پيلېدونکي نړېوال جام سیالو له پاره خپله ۱۵ کسیزه ډله اعلان کړه. په دې ډله کې توپ اچونکي نسیم شاه د ټپي کیدو له کبله نشته، پر ځای ېې بل لوبغاړی حسن علي په لوبډله کې شام کړی شوی دی.

۲۰ کلن نسیم شاه په کولمبو کې د آسیا جام د څلور غورو ټيمونو په سیالو کې هندوستان سره د لوبې پر مهال پر ښۍ اوږه ټپي شو او اړ شو چې د خپلو لسو اورونو تر لوبولو مخکې د لوبې له ډګره ووځي.

نسیم شاه ته د جراحۍ کولو سپارښتنه شوې او تر هغه وروسته به د څلورو میاشتو له پاره له لوبو بهر وي.

د پاکستان پخواني کپټان او د غوراوي کميټې مشر انضام الحق خبریالانو ته وويل: «نسیم شاه زموږ له پاره یو کلیدي توپ اچونکی دی خو هغه ټپي دی.» هغه وويل: «ما په ټيم کې ډېر بدلون نه دی راوستلی. دا به ښايي څه ناڅه هغه ټيم ته ورته یو ټيم وي چې تاسو ېې په تېر یوه کال کې لوبې کتلي دي.»

 Sri Lanka Asia Cup | Indien vs Pakistan | Shaheen Shah Afridi
د پاکستان تېزه توپ اچونه به د بابر اعظم په کپټانۍ شاهين شاه آفريدی کوي چې حارث رووف، محمد وسیم او علي به ېې ملاتړ کويانځور: Eranga Jayawardena/AP Photo/picture alliance

انضام الحق زیاته کړه: «له بده مرغه کوم رپوټونه چې موږ له خپلو ډاکټرانو تر لاسه کړي، اورېدلي مو دي چې نسیم به له نړېوال جام څخه هم تر اوږدې مودې [له لوبو] بهر وي.» هغه د نسیم شاه پر نشتوالي خپګان وښود او دا ېې د کريکټ په راروان نړېوال جام سیالو کې د پاکستان ټيم له پاره یوه ضایع وبلله: «زما له نظره په اوسني وخت کې هغه د نړۍ بهتر توپ اچونکی دی. دا د پاکستان له پاره یو ضایع ده. موږ هیله لرو چې هغه ژر روغ شي.»

د پاکستان تېزه توپ اچونه به د بابر اعظم په مشرۍ، شاهين شاه آفريدی کوي چې حارث رووف، محمد وسیم او علي به ېې ملاتړ کوي.

د پاکستان په اعلان شوي سکواډ کې دغه لوبغاړي شامل دي: «بابر اعظم (کپټان)، شاداب خان، عبدالله شفق، فخر زمان، حارث روف، حسن علي، افتخار احمد، عمران الحق، محمد نواز، محمد رضوان، محمد وسیم، سلمان علي آغا، سعود شکيل، شاهین شاه آفریدي او عثمان مير.

پاکستان د ۱۹۹۲ کال نړيوال جام ګټونکي دی. دغه هېواد به د اکتوبر په ۶مه د هندوستان په حيدرآباد کې له نيدرلند سره مخ شي.

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم (18.09.2018): 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب