1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

راشد خان ولي خپل موټر لیلام کړی؟

۱۳۹۸ بهمن ۱۵, سه‌شنبه

آسترالیا په دې وروستیو میاشتو کې له سختو ځنګلي اورونو سره لاس او ګریوان ده چې له کبله یې پراخ ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي. اوس راشد خان د اورځپلو د مرستې له پاره خپل شخصي موټر لیلام ته وړاندې کړی دی.

https://p.dw.com/p/3XEqA
Afghanistan Kricketspieler Rashid Khan
انځور: Getty Images/D. Kalisz

د آسترالیا د ځنګلي اورونو له کبله سلګونه کورونه سوځیدلي، په میلیونو څاروي له منځه تللي، او لسګونه کسان پکې وژل شوي دي. 

د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۰م کال د فبروري میاشتې۴مه) د افغانستان د ملي لوبډلې لوبغاړي راشد خان چې په دې وروستیو کې یې د آسترالیا په بیګ باش سیالیو کې ګډون درلود، د دې هیواد د اور ځپلو له پاره خپل شخصي موټر لیلام ته وړاندې کړی دی.

راشد خان د آسترالیا په بیګ باش تجارتي سیالیو کې د ایډالید سټرایکر لوبډلې له پاره په دې سیالیو کې لوبې کولې. راشد خان د‌ آسترالیا د سږکال په تجارتي سیالیو کې د خپلې لوبډلې له پاره ۱۹ ویکټې ترلاسه کړي او په دې توګه د دې سیالیو پنځم غوره ویکټ اخیستونکی دی. راشد خان په دغو سیالیو کې د خپلې لوبډلې په نفع په ۱۵ لوبو کې ۱۲۴منډې هم کړي دي.

تر دې وړاندې یو شمیر هنري څیرو او فلمي ستورو هم د آسترالیا د اور ځپلو له پاره د پیسو او چندو په راټولولو پیل کړی وو، خو دا لومړی ځل دی چې یو افغان ستوری د آسترالیا د اور ځپلو د مرستې له پاره لاس په کار کیږي. راشد خان د متسوبیشي اوټ لنډر په نامه خپل شخصي موټر لیلام ته وړاندې کړی او غواړي چې ترلاسه شوې پیسې د اور قربانیانو ته ورکړي.

راشد خان د موټر د خرڅلاو او دغه ښه فرصت په هکله پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «...د دغه ښکلي موټر د ترلاسه کولو فرصت له لاسه مه ورکوئ کوم چې... د اورونو د قربانیانو له پاره خرڅلاو ته وړاندې شوی.»

د راشد خان ترڅنګ د نوموړې لوبډلې ایډالیډ سټرایکر هم د راشد خان د موټر اخیستونکي ته یو لړ ښه وړاندیزونه کړي دي. د ایډالیډ سټرایکر لوبډلې ویلي دي چې د راشد خان د موټر اخیستونکی به د خپلو ۱۱ ملګرو سره یو ځای د راتلونکی کال د بیګ باش سیالۍ په لوبغالي کې له وي آی پي یا ځانګړي ځای څخه وویني. یاد لوبډلې همدا راز ویلي دي چې دغو کسانو ته به د ۱۳۳ آسترالیايي ډالرو په ارزښت خوراک او څښاک هم د لوبې پرمهال وړاندې کړل شي.

د راشد خان اړوند میتسوبیشي یو بریښنايي موټر دی چې ارزښت یې شاوخوا ۴۷ زره او ۵۰۰ آسترالیايي ډالره ټاکل شوی دی، خو د لیلام له پاره یې ابتدايي ارزښت ۳۹ زره او ۱۰۰ آسترالیايي ډالره ټاکل شوی دی.