1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داغستان: پر کليسا او کنيسو باندي بريدونو کي ډېر کسان وژل سوي

۱۴۰۳ تیر ۴, دوشنبه

د روسيې د قفقاز د جمهوريت په داغستان سيمه کي پر کليساوو او کنيسو باندي د وسله والو کسانو په بريدونو کي د پولیسوپه گډون لږترلږه ۱۹ تنه وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/4hQLO
Zerstörte Synagoge in Derbent / Dagestan / Terrorangriff
انځور: Gyanzhevi Gadzhibalayev/TASS/dpa/picture alliance

د روسيې ريا نووستي خبري آژانس د دغه هيواد د ترهگرۍ ضد ملي ادارې په حواله خبر ورکړی دی چي د يکشنبې په ماښام د داغستان په ديربينت او مخاچقلعه ښارونو کي دوې ارتودوکس کليساوې، يوه کنيسه   او د پوليسو يو مرکز تر بريد لاندي راغلي دي. د يهودانو د ټولنې دوو استازو بيا پر دوو کنيسو باندي د بريدونو خبره کړې ده.

ځايي چارواکو ويلي دي چي پوليسو په مخاچقلعه کي څلور بريدگر وژلي دي. زياته سوې ده چي په ديربيت کي هم دوه وسله وال بريدگر وژل سوي دي.

د داغستان د کورنيو چارو وزارت په حواله په دغو عملياتو کي په ديربيت او مخاچقلعه کي شپږ پوليس وژل سوي دي. په مجموعي ډول ۱۹ کسان زخميان سوي دي چي په هغو کي ۱۳ پوليس شامل دي. د روسي ملي گارد خبر ورکړی دی چي يو غړی يې په ديربيت کي وژل سوی دی.

Situation in Derbent
له ترهگرۍ سره د مبارزې کمیټه: پنځه وسله وال کسان په دغو عملیاتو کی له پښو غورځول سوي ديانځور: Gyanzhevi Gadzhibalayev/TASS/dpa/picture alliance

د ترهگرۍ ضد ادارې په حواله د اورتودوکس يو اسقف هم وژل سوی دی. د روسيې اورتودوکس کليسا خبر ورکړی دی چي لوي اسقف نيکولای کوتلنيکوف په (وحشيانه ډول) وژل سوی دی.

د روسيې د يهودانو فدراسيون مشر بوروچ گورين، پر خپله تيليگرام پاڼه ليکلي: «په ديربيت کي کنيسې  اور اخيستی دی» او زياتوي: «د مخاچقلعه کنيسې ته هم اور اچول سوی دی او ټوله سوځېدلې ده.»  

د داغستان سيمه  چی ډېر اوسيدونکي يې مسلمانان دي، له گرجستان او آذربايجان سره په سرحد کي پرته ده. د داغستان والي سيرگي ميليکوف، دغه بريد د ټولنې د «بې ثباته کوولو» يوه هڅه بللې ده.

د روسيې د ارتودوکس کليسا سرپرست کيريل، وويل چې "دښمن" غواړي په روسيه کې "بين المذهبي سوله" له منځه يوسي او پر ځای يې د "نفرت تخم" وکري.

د روان کال په مارچ مياشت کي د مسکو په څنډه کي د کنسرت پر يوه تالار  «کروکس سټي هال» باندي د بريد په تړاو په اپريل میاشت کي په داغستان کي څلور کسان ونيول سول. د روسيې د استخباراتو په حواله هغوی ښايي د ياد بريد له پاره پيسې او وسلې انتقال کړي وي. په هغه بريد کي څه د پاسه ۱۴۰ کسان ووژل سول. د بريد پړه وروسته داعش پر غاړه واخيسته. 

د «داعش خراسان ولایت» ترهګریزه شبکه کوم اهداف لري؟

 GP/NZ/AG