1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمنړیوال

امریکا او اروپا کې د داعش د انترنتي تبلیغاتو شبکه بنده شوه

۱۴۰۳ خرداد ۲۶, شنبه

د اروپايي ټولنې او د امریکا پولیس د ترهگرۍ پر ضد په پراخو عملیاتو کې په دې بریالي شوي چې د اسلامي دولت یا داعش د تروریستي ډلې تبلیغاتي شبکې شنډې کړي. د دې عملیاتو په ترڅ کې څو تنه په هسپانیا کې نیول شوي دي.

https://p.dw.com/p/4h4wx
چارواکو يوه راډيويي رسنۍ، يو خبري اژانس او ​​په څو ژبو د انلاين رسنيو یو لړ محتویات هم په نخښه کړې ده.
چارواکو يوه راډيويي رسنۍ، يو خبري اژانس او ​​په څو ژبو د انلاين رسنيو یو لړ محتویات هم په نخښه کړې ده.انځور: Ralph Peters/picture alliance

د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۴م کال د جون میاشتې په ۱۴مه) یوروپول یا د اروپايي ټولنې پولیسو او د دې اتحادیې قضايي ادارې «یوروجست» د هالنډ د هاګ په ښار کې اعلان وکړ چې په جرمني، هالنډ، آیسلنډ او د امریکا په متحدو ایالتونو کېد انټرنټ یو شمیر سرورونه بند کړل شوي دي. د دوی په خبره له دغو سرورونو داعش یا اسلامي دولتډلې پورې اړوند انترنتي پاڼو او چینلونو استفاده کوله. د امریکا او اروپايي ټولنې چارواکو د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې یاد شبکې په «لږترلږه ۳۰ ژبو کې د ترهګرۍ تبلیغ کوو.»

په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د دې اونۍ دا ګډ اقدام د ټولنیزو رسنیو په ګډون د تروریستي پروپاګند او آنلاین مخابراتو په وړاندې مبارزه کې د روانو هڅو او استخباراتي پراخو هڅه یوه برخه ده.

د «داعش خراسان ولایت» ترهګریزه شبکه کوم اهداف لري؟

چارواکو يوه راډيويي رسنۍ، يو خبري اژانس او ​​په څو ژبو د انلاين رسنيو یو لړ محتویات هم په نخښه کړې ده. سربیره پر دې په هسپانیه کې ۹ «افراطي» کسان هم نیول شوي دي. چارواکو ویلي چې ځینې ویب پاڼې د پیسو راټولولو او د بریدونو د همغږۍ لپاره کارول شوي، او د بمونو جوړولو لارښوونې هم پکې خپرې شوې وې.

په هسپانیا کې د پولیسو یوه استازي البرټو رودریګوز وازکیز خبریالانو ته وویل چې د اعلانونو د خپریدو د ډول او د ترهګریزو بریدونو د زیاتیدو د ګواښ تر منځ مستقیمه اړیکه موجوده ده. د نوموړي په خبره، د سرورونو یا سوپر کمپیوټرونو بندول به اسلامپال د انترنتي جګړې له ډګر څخه بې برخې کړي او همدا راز به دغه اقدام د هغو کسانو چې له وړاندې نه ترهګر دي، د یو ځای کیدو او سربیره پر دې د نویو کسانو د افراطي کیدو مخه ونیسي.

په عین حال کې د المان د کورنیو چارو وزیرې نانسي فیزر په ټوله کې اوسنی امنیتي وضعیت «متشنج»بللی دی. هغې د اسلام پاله افراطي ترهګرو په هکله ویلي چې اسومهال تر ټولو ستر ګواښ په افغانستان او مرکزي آسیا کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې د خراسان له څانګې څخه متوجه دی.

آ./ا.خ.ح./ا.ا.

آیا افغانستان کې داعش د ګاونډیو هیوادونو له خوا ملاتړ کیږي؟