1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهروسیه

روسیه: داعشي بندیانو د یو زندان ساتونکي برمته کړي

۱۴۰۳ خرداد ۲۷, یکشنبه

د روسيې په جنوبي سیمه روستوف کې شپږو بندیانو چې داعشيان هم په کې شامل دي، د زندان یو شمېر ساتونکي برمته کړي دي. روسي رسنیو دوشنبه د جون ۱۶مه وويل، برمته کونکو له چارواکو د یو موټر او د آزاد مسير غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4h6KK
په خپرو شوو انځورونو کې ښکاري چې زندان پر لور تللې لارې تړل شوي دي
په خپرو شوو انځورونو کې ښکاري چې زندان پر لور تللې لارې تړل شوي ديانځور: Irina Guryeva/TASS/dpa/picture alliance

رويټرز د بزا تيلګرام چينل له قوله وايي چې بندیانو د خپلې خونې د ېوې کړکۍ سيخونه مات او د ساتونکو يوې کوټې ته وردننه شوي چې لږ تر لږه د زندان دوه افسران ېې برمته کړي.

د روسيې دولتي رسنۍ رپوټ ورکړی چې د دغو بندیانو له ډلې ځينې ېې پر تروریستي حملو تورن دي چې په ډله کې ېې د داعش ډلې سره تړاو لرونکي کسان هم شامل دي، هغه ډله چې د مسکو د کنسرټ پر یو هال د مارچ میاشتې خونړۍ حملې مسئولیت ېې منلی دی.

د روسيې د زندانونو فدرالي سازمان هم منلې چې په روستوف کې د یو موقت زندان دوه کارکوونکي برمته شوي دي.

خو دغه سازمان پر تیلګرام ليکي چې هلته «چارې په عادي ډول روانې دي، وضعیت په کنټرول کې دی» او له قانون څخه د حفاظت سازمانونه په سيمه کې حضور لري.

په خپرو شوو انځورونو کې ښکاري چې زندان پر لور تللې لارې تړل شوي دي.

د انترفاکس په نوم خبري آژانس ويلي دي چې برمته کونکو له چارواکو د یوه موټر غوښتنه کړې او وايي چې لارې دې ورته پر مخ خلاصې پرېښودل شي.

(Reuters)mks/aa

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل