1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان له حکومته د اسرائیلو د ملاتړ غوښتنه

۱۴۰۳ مرداد ۱۶, سه‌شنبه

په آلمان کي د یهودانو د مرکزي شورا مشر، يوزف شوستر د آلمان له حکومت څخه غوښتي چی په منځني ختیځ کی د کړکیچ د لا زیاتیدو په صورت کي له اسرائیلو پوځي ملاتړ وکړي.

https://p.dw.com/p/4j9sn
Deutschland Berlin | Pressekonferenz zum Antisemitismus in Deutschland nach dem 7. Oktober 2023 | Josef Schuster
په آلمان کي د یهودانو د مرکزي شورا مشريوزف شوسترانځور: Kay Nietfeld/dpa/picture alliance

 یوزف شوستر د جرمني د سه شنبه د ورځپاڼو اداري شبکو (RND) ته وویل:«د اسراییلو د امنیت له پاره د آلمان تاریخي مسؤلیت له قانوني پلوه الزامي نه دی. خو زما له نظره طبعاً دا کار په دې معنی دی چې آلمان به هم له نظامي پلوه  د یهودي دولت تر څنګ د هغه برید د شدت په صورت کې ودریږي چې اوس مهال يې ګواښل کیږي.»

په تهران کي د حماس پر مشراسماعیل هنیه  باندي تر مرگوني برید وروسته، ایران د غچ اخیستلو گواښ کړی دی. ايران پر هنيه د بريد پړه پر اسرائيل اچوي. د اسرائیلو نیژدې ملگري د امریکا متحده ایالاتو له همدې کبله په سیمه کي خپل پوځي حضور په ښکاره ډول پیاوړی کړی او نوري جنگي بیړۍ او جنگي  الوتکي یې استولي دي.

د جرمني د مسیحي ډیموکراټانو د گوند CDU سیاستوال، رودریش کیزه ویتر هم په دا وروستیو کی غوښتنه کړې وه چی آلماني پوځ دي هم د ایران په وړاندي د یوه برید په صورت کي د اسرائیل په ساتنه کي برخه واخلي.

انتي سیمیتزم کله پیلیږي؟

د حکومت د مرستیال ویاند ، وولفگنگ بیوشنر نه غوښتل د دوشنبه په ورځ په دې هکله څه ووایي. نوموړي د خبریالانو په مخکي له یوې « فرضي پوښتني» څخه خبره وکړه.

د آلمان  د دفاع وزارت یوه ویاند هم وویل:« په اوس وخت د آلماني پوځ د گډون په هکله بحث نه کیږي.»

د جرمني د دفاع وزیر ، بوریس پیستوریس هم د اسرائیل  په ملاتړ یوه ماموریت کي د آلماني پوځ گډون حد اقل د اوس له پاره د امکانه لیري بولي.

په پارلمان کی د اتحادي گوندونو د مشر مرستیال، یوهان واده فول هم  د  RND  ورځپاڼو ډلي ته وویل:«  تر هغه ځایه چې موږ پوهیږو، داسي سناریوګانې لکه پوځي ملاتړ په اجنډا کې شاملي نه دي. د دې له پاره به پرته له دې هم  د بوندستاگ له خوا تائيد شوی ماموریت ضروري وي.»

د جرمني په پارلمان کي له آزاد ډیموکراټ گوند  (FDP) څخه د دفاعي کمیټې مشر، مارکوس فابر وویل چي د اسرائیل سره چټکه مرسته کېدلای سي که د وسلو د صادراتو تصويب چټک کړل سي. نوموړي د RND ورځپاڼو ته وویل:«  اسرائیلو په ښکاره ډول څرگنده کړې چي موږ څرنگه مرسته کولای سو. موږ باید هغه وکړو، لکه د تجهیزاتو د صادرولو د ژرترژره تصویبولو په برخه کي. په اسرائیل کي له آلماني پوځ څخه پوښتنه نه ده سوې او په دې برخه کي ښايي لږ مرسته کولای سي.»

د سوسیال ډیموکراټ گوند  SPD دفاعي سیاستوال، اندریاس شوارڅ د  RND ورځپاڼو ته وویل چي:« له اسرائیل  څخه ساتنه د آلمان دولتي تگلاره ده. دا له ډیر لوړ مسؤلیت سره یوه واضح ژمنه ده. په اضطراري حالت کي باید دغه لويې خبري په اړونده اقداماتو سره تعقیب سي.»