1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان د واکسیناتورانو د وژنې تورن عاملان څه ډول مجازات کوي؟

محمد ميرويس اسلمي
۱۴۰۰ اسفند ۲۷, جمعه

طالبانو څو ورځې وړاندې په کندز او تخار ولایتونو کې څلور تنه د واکسیناتورانو د وژلو په تورو نیولي وو خو د نیول شویو کسانو کورنۍ ادعا کوي، طالبانو یې بي ګناه اولادونه چې قانوني سن ته هم نه دي رسېدلي، بيولي دي.

https://p.dw.com/p/48gs3
Afghanistan I Taliban stellen Sieg über die USA zur Schau
آرشیفانځور: Hector Retamal/AFP/Getty Images

نږدې شل ورځي مخکې په کندز او تخار ولایتونو کې اته تنه واکسیناتوران چې څلور یې ښځې وې، د ناڅرګندو وسلوالو له خوا وژل شوي و.

تازه د طالبانو حکومت د واکسیناتورانو د وژنې په تور د څلورو تنو د نیولو خبره کوي او ادعا کوي چې د طالبانو استخباراتي ادارې دغه کسان وروسته له تعیقب څخه نیولي دي.

بل لوري ته په ټولنیزو رسنیو او ورځپاڼو کې د یوه نیول شوي کس د مور ادعاوې لاس په لاس کېږي چې وایي، طالبانو یې ماشوم زوی نيولی دی.  د دغه نيول شوي تن مور په یوه ویډیو کې ویلي: «زوی مې لس ورځې کېږي طالبانو وړی نه ډوډۍ ورکوي او نه هم اوبه او طالبان یې ډېر سخت شکنجه کوي.»

د طالبانو د کندز د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري مطیع الله روحاني دویچه ویلې ته وویل، نیول شوي کسان د ملي امنیت ادارې تر څارنې لاندې دي.هغه وویل: «هغه کسان چې د ملي امنیت له خوا نیول شوي دي مخکې یې هم په غلا او فساد کې لاس درلود. هغوی ته به د شریعت په چوکاټ کې سزا ورکول کېږي او نور تصمیمات به قضایې برخې ونیسي.»

ځینو سرچینو مخکې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي چې داسې ګونګوسي ول چې د دوه ورځې مخکې به تورن کسان په کندز ولایت کې په دار وځړول شي خو دغه پرېکړه ځنډول شوې ده. طالبان بیا دا خبره ردوي.

د حقوقي کارپوهانو په باور د افغانستان د موضعه قوانینو پر بنسټ د کم عمره تورنو کسانو لپاره یو ځانګړی سیاست په پام کې نیول شوی او هغه کس چې عمر یې له اتلسو کالونو څخه کم وي، ماشوم بلل کېږي.

Afghanistan | Konflikte | Kundus in Händen der Taliban
نږدې شل ورځي مخکې په کندز او تخار ولایتونو کې اته تنه واکسیناتوران چې څلور ښځې هم په کې وژل شوي وانځور: Abdullah Sahil/AP Photo/picture alliance

یو تن حقوق پوه سبحان الله مصباح په دې اړه وایي: »ماشوم د قانون له نظره په دریو عمري درجه بندۍ افغانستان قانون کې تعریف شوی چې تر ۱۲ کلو ټیټ يې مسولیت نه لري. له ۱۲ تر ۱۵ پورې باندې درېمه حصه مجازات تطبیقېږي او له ۱۵ تر ۱۸ باندې نېمایې حصه. په قوانینو کې ملي او نړیوال ستانداردونه په نظر کې نیول شوي دي او دغه کسان چې د واکسیناتورانو د وژنې په تور نیول شوي د اعدام سزا د دوی لپاره نشته.«

کابل کې یو تن حقوق پوه عبدالشکور دادرس دویچه ويله سره په خبرو کې په دې اړه وویل:« اصلا د تحقیق په موضوع کې اعتراف او شاهد په ۲۲ مې پېړۍ کې زیات د باور وړ نشي کېدای ځکه چې امکان لري اعتراف په زور، فریبکارۍ، تطمع، جبر او فشار وي. نن دومره امکانات شتون لري چې موږ کولای شو د راټول شویو اسنادو له مخې چې امنیتي پولیس ساحه محاصره کړي او علمي پولیس څېړنه وکړي. چې ډیر اثار او علایم شته چې جرم ثابت کړي.»

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د جرم د ثابتولو لپاره یوازې اعتراف بسنه نه کوي او له نورو علمي امکاناتو هم کار بايد واخيستل شي. د هغه په خبره د کم عمره مجرمانو او تورنو کسانو سره هم د قضايي برخې او قانون چلند توپیر لري.

په افغانستان کې اوس هم پر واکسيناتورانو بريدونه ادامه لري. مخکې له دې څخه د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی و چې ۱۸۰۰۰ ماشومان د شري ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی چې روغتیا پالان یې یو لامل پر وخت واکسین ته نه لاسرسی بولي.

د طالبانو په راتګ سره د کابل په ګډون په یو شمیر نورو ولایتونو کې هم ځینې ډاکتران ترور یا اختطاف شوي چې تازه مثال یې څو ورځې مخکې د محمد نسیم مجددي په نوم د يوه ډاکتر د نا څرګندو کسانو له خوا برمته کيدل دي.